لراوبر ويبپاڼه د ناڅرګندو کسانو يا ډلو لخوا د مارچ ددوهمي نېټې راهيسي په منظم ډول تر بريدونو لاندي ده ، موږ تر اوسه پوري په پرله پسې توګه ددې سيسټم دفاع او ساتنه کړېده او کوو يې . د لراوبر ويبپاڼي او ددغي ويبپاڼي د شتمن ارشيف چي د پښتو ژبي علمي او معلوماتي پانګه يې بللای سو له خورا سختو بريدونو څخه تر اوسه پوري ژغورل سوی دی .
موږ تر اوسه پوري د لراوبر ټوله ډاټا او نومونه پنځو بېلابېلو کمپنيو ته انتقال کړي دي ، ټوله هغه امنيتي تدابير چي ددغسي بريدکوونکو پر وړاندي مهيم دی په مسلکي توګه نيول سوي دي مګر مقابل طرف ( انټرنټي تروريستان ) هم په لوړه کچه انټرنټي پوهه لري او هم داسي ښکاري لکه د ډيرو پيسو په مقابل کي چي د لراوبر له منځه وړلو دنده ورکړه سوې وي .
که زموږ د قلمي همکارانو تازه موضوعګاني په لراوبر ويبپاڼه کي پر وخت نه خپريږي علت يې د لراوبر روان بدحالت او د همکارانو بوختياوي دي .
درانه لوستونکي اوس کولای سي چي لراوبر ويبپاڼه پر لاندي ادرسونو وګوري :
www.larawbar.com
www.larawbar.net
لراوبر ډاټ اورګ دا مهال د تازه بريدونو له امله ويجاړ سوی دی چي د بيا جوړيدو هڅي يې په چټکۍ سره رواني دي .
د تيرو شلو ورځو راهيسي پرله پسې بريدونو د لراوبر ادارې خدمات د ځنډ او خنډ سره مخامخ کړيدي او تر اوسه پوري د لراوبر دمخنیوي لپاره د لراوبر د مسول چلوونکي په توګه ما ( عبدالله احسان ) له خپله جېبه د هر نوي اکونټ لپاره يوه اندازه پيسې مصرف کړي دي .
که څه هم يو شمېر دوستانو د بېلابېلو هيوادونو څخه د مالي همکارۍ ځيګر ټکولئ دی خو بيا هم دخدای په فضل تر اوسه پوري موږ په خپلو شخصي لګښتونو د ټولو ستونزو مخه نيولې ده .
که چيري په راتلونکي کي بياهم پر لراوبر دغسي بريدونه دوام پيدا کړي ښايي د خپلو دوستانو او پښتو ژبي د خواخوږو سره د لراوبر د پاته کېدو يا له منځه وړلو پر سر مشوره وکړو ځکه چی اوس ثابته سوه چي يو څو کسان ، ګوند ، اداره يا ډله د ډيرو پيسو په مقابل کي د لراوبر خرابيدل غواړي .
موږ د ای پي شمېرو دراجستر پر اساس د بريدګرو آی پي شمېرې او د بريد ډولونه پيدا کړي دي ، په اړه يې د اړوند انټرنټ کمپنيو سره په تماس کي يو چي زموږ پټ دښمن راته راوپيژني او موږ يې په اړه دوهم ګام چي حقوقي دعوه ده ، پر مخ بوزو .
بيا هم د ټولو هغو خواخوږو څخه مننه کوم چي زموږ احوال يې اخستی او د ملاتړ ږغ يې کړئ دی .
په درناوي
عبدالله احسان
د لراوبر ويبپاڼي مسول