کور / ترخې خبري / د زنګاوات پېښه – د افغانستان محترم ریس جمهور ته،

د زنګاوات پېښه – د افغانستان محترم ریس جمهور ته،

تر ټولو نه مخکی د د ډیری بی وسی او بیچارګی له لاسه چی نور می څه په وسه پوره ندی د امریکایی بی رحمه ځناور ځواک د تیری لس کلن عصر کړنی چی په ترڅ کی یی بی حسابه معصوم افغانان شهیدان سوی غندنه کوم او په خاص ډول د زنګاوات زړه دردونکی پیښی قربانیانو ته جنت الفردوس غوښتنه د لوی خدای له دربار څخه کوم او د پنجوایی ولس، د افغانستان دروند ولس او تاسو محترم ته د تسلیت مراتب وړاندی کوم. زه ډاډه یم چی دومره چی د یو افغان په صفت پدی پیښه موږ خفه سوی یو تاسی د مسول په صفت تر موږ زیات خفه سوی یاست ځکه تاسو د افغانانو د ننګ، ناموس او سر ساتنی لوړه کړی او د ولس واک ستاسو په لاس کی دی او ساتل یی هم ستاسو، اسلامی، قانونی، افغانی او اخلاقی وجیبه ده.


محترم ریس جمهور صاحب،


دا چی د افغانستان پر ولس د تیریو څلو لسیزو راهیسی ملنډی روانی دی دا به د لوی خدای رضا وی که نه خو افغانان نفس شکسته او بی غرضه ملت دی چی تل یی د نړیوالو کړکیچو څخه ځان لیری ساتلی خو ددی سره سره چی موږ تل صبر کړی او انشالله بیا به هم صبر او حوصله له لاسه ور نه کړو او د الله تبارک و تعلی هری پریکړی ته تسلیم یو ستاسو محترم حضور څخه په کلکه غوښتنه کوو چی ددی پیښی لاملین که هر څوک وی باید افشا او محاکمه سی او داسی نه چی د تیر په شان یو څو ورځی موضوع ګرمه وی او بیا خبره ورکه سی، ځکه تاسو ولیدل چی څو څو ځلی دی بیرحمه امریکایی ځناورو زموږ خلګ شهیدان کړل او زموږ د اسلامی او افغانی اساساتو اهانت یی وکړ او بیایی مشرانو وویل چی موږ به هرو مرو د دی اعمالو فاعلین محاکمه کوو خو موږ یو هم د قاضی و مخ ته او یا په دار ځوړند و نه لید او زموږ د بیغوری پایله دا سوه چی هره ورځ یو تر بله ترخی پیښی را مینځ ته کیږی.


محترم ریس دولت حامد کرزی صاحب،


ما ددی پرانیستی لیک در لیږل ځکه لازم وبلل چی کله په نوری نړی کی یو هیواد و بل هیواد ته زیان رسوی نو بیا د زیانمن هیواد ولس او مشران کله چی د مقابل هیواد کوم مشر راځی نو سخترین برخورد ورسره کوی او خپل خفګان او قهر ورته ښکاره کوی، نو کله چی ما اول د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیتا د راتګ خبر تر غوږو شو نو دا می سترګو ته مجسم سول چی پنیتا صاحب به په ډیرو ټیټو سترګو او ژړ مخ د افغانی چارواکو مخی ته دریږی او زموږ افغانی مشران به ورته زموږ د ولس غم او غصه په سختو ټکو وړاندی کوی او د پیښی وضاحت به تری غواړی او زموږ د مشرانو پر تندی به د قهر او غم نښانی د ورایه ولیدل سی تر څو پنیتا صاحب پدی پوه شی چی افغانی مشران په رښتیا د خلګو استازیتوب کوی او د افغان وینه بی بیی او حبث نده خو بدبختانه نن رسنیو د پینیتا سفر و هلمند ولایت چی د لوی کندهار برخه او د افغانستان مهم ولایت دی وښود چی د ځایی والی محترم ګلاب منګل ورسره په خندا او ډیر ورین تندی ملاقات کوی او والی صاحب ګلاب منګل داسی بریښوی چی د زنګاوات پیښه یعنی هیڅ ده او والی صاحب د پنیتا صاحب څخه مننی کوی او د کومکو غوښتنه تری کوی چی دا زموږ د خلګو پر زخم مالګه اچول دی او پنیتا صاحب ته مورال ورکول دی، حال داچی د پنیتا سفر څخه باید اعظمی استفاده وسی او تر هر څه مخکی باید د بی ګنا خلګو قتل عام کولو  او د کلام الله مجید د سوځولو او د افغانی مړو د اجسادو په بی حرمتی کولو سخترینی خبری شوی وای او وزیر صاحب پنیتا نه د خلګو په وړاندی وضاحت غوښتل سوی وای چی دا څه روان دی، خیر د محترم منګل صاحب نه ګیله نه کوم ځکه د کلید ګروپ څه موده وړاندی یو راپور نشر کړی وو او څو والیان یی د خارجیانو استازی بللی وو چی یو یی همدا ګلاب منګل صاحب دی.


اوس نو محترم ریس صاحب جمهور صاحب، ستاسو څخه دا هیله کوم چی کله له وزیر صاحب پنیتا سره وینی په دیپلوماتیک لجاظ توره قره قلی په سر کړی او د غم اثار باید د وزیر صاحب په لیدو ستاسو له څیری لیری نه سی او همدا شان تر کوم غوښتو مهم موضوع د وزیر صاحب سره د زنګاوات د پیښی او همدا شان د نورو ټولو پیښو چی امریکایی ځناور پکی ښکیل دی مکمل بحث وکړی او تر څو چی سمه د حل لار یی نوی موندلی او زموږ پوښتنو ته یی ځواب نه وی ویلی زموږ د ملت ډوډی هم مه ورته ورکوی که څه هم موږ میلمه پاله یو خو داسی میلمه چی ځان تر موږ زورور او پورته ګڼی زموږ د وطن یو ګلاس اوبه هم پری حرامی دی.


تر دی راوروسته دا موضوع ته هم ستاسی پام را اړوم چی د کندهار رادیو تلویزیون چی کوم د موسیقی پروګرام پدی غم لړلی وخت کی جوړ کړی وو د هغه په اړه هم د کندهار د والی صاحب توریالی ویسا څخه ځواب وغواړی او دا ډول والیان چی تر افغانانو ورته خارجیان محترم وی زموږ ندی پکار که پر امریکا، انګریز یا کاناډا ګران دی خپل په هیوادو ته دی بوزی او هلته دی ورته قدرت په لاس ورکړی زموږ ندی پکار دوی ته دی مبارک وی.


ستاسو د اخلاص او ښه صحت په هیله


د لوی کندهار اوسیدونکی