دروښاني غورځنګ مشر پیرروښان په کندهار کې روان و، چې له یوې هېښوونکې پیښې سره مخامخ شو ، مغولوسپاهیانو یوه کندهارۍ مېرمن د ژرندې په څرخ پورې له ویښتو څخه تړلې وه او ګرده یې څرخوله ،ددې پېښې په لیدو، پیر روښان هوډ وکړ چې د افغانانو دراویښولو او سره یو کولو له لارې له مغولو سره یوه روښانه مبارزه پیل کړي ، دې مبارزې که څه هم، په ښکاره ، پوځي بریا نه درلوده ، خو د مغولو سیاسي بنسټ یې ولړزاوه او وروسته د هوتکي او ابدالي غورځنګونو دعملي بریالیتوبونو الهام شو.
تاریخ تکراریږي ، دپنجوايي دماشومانو سوري سوري بدنونه او مظلوم مخونه په ښکاره نارې وهي ، چې د یویشتمې پیړۍ روښانتیایي غورځنګ ته اړتیا ده ، چې یوه نوې جګړه پیل شي ؛ یوه متفاوته جګړه ، یوه سپېڅلې او مشروع جګړه ، یوه روښانه او له وینو پاکه جګړه ، یوه اغېزمنه او هوښیاره جګړه ، او ښايي دافغانانو په تاریخ کې یوه دعقل او معاصر غیرت پر بنسټونو ولاړه جګړه . داسې یوه جګړه چې د هېڅ افغان ټوپک او تورې خوله یې دبل افغان په لوري نه وي سیخه ، بیا دژیړۍ ، ګرشک ، زرمت ، راغ ، ورس ، یا بلخ ماشومان دافغانانو په لاس ونه وژل شي ، بلکې له زرګونو هغو پرانیستو دروازو څخه یوڅو یې وتړل شي ، چې ورڅخه وژونکي پردي لیوني په دې یا هغه نامه راننوځي . دپنجوايي دماشومانو کسات اخیستل پکار دي خودافغانستان دپیاوړي کولو له لارې . دپنجوايي ماشومان پوښتنه کوي ، چې ولې زموږ ترونو او پلرونوښوونځي نه لوستل ، تولید یې نه کاوه ، خپلې زمکې یې په خپلو اوبو نه خړوبولې … اوس به موږ احتیاج نه وای او دالیوني قاتلین به زموږ داحتیاج په دروازو نه راننوتل او نن به یې موږ داسې نه وژلو. زموږ ماشومان پوښتنه کوي ، چې ولې په اندونیزیا ،ترکیه یا مالیزیا کې خلک مسلمان ماشومان نشي وژلی؟ ځکه هغوی ځان له احتیاجه خلاص کړی دی.
دپنجوايي د معصومو ماشومانو اصلي قاتل زموږ احتیاج دی ، همدې احتیاج دتاریخ په اوږدو کې موږ دانګریز وچنګیز ، روس او امریکايي ، پنجابي او ایراني ټوپک ته درولي یو ، همدا داحتیاج دروازه ده چې یو ترې وځي ، پینځه پرې راننوځي ، او موږ لا دهغه یوه په ایستلو خوشاله یو ،چې ګورو لسو نورو ټوپک راته نیولي وي ، یامو دشینوارو واده رابمباروي ، یا مودکونړوکاپیسا ماشومان راوژني او یامو هم دپنجوايي پرماشومانو ټوپک تشوي .
ها ! غوږ ونیسئ ! دپنجوايي ماشومان دجنت له منارو څخه نارې راوهي ، وايي:
افغان کاکا ! افغان ماما ! افغانې ترورې ! زموږ دژوندیو پاتې شویو خویندو او وروڼو دژغورلو لپاره سره یو شئ ، ځان له احتیاجه خلاص کړئ ، ځکه دامریکايي ډالرو سیلاو له ځانه سره داسې لیوني هم راولي ، چې زموږ په وینو یې شیطاني خوا سړیږي ، که افغانستان له احتیاجه خلاص نه کړئ دا پېښې به همداسې روانې وي … زموږ دتاریخ تجربه ښيي ، چې په جګړو او قربانیو به اخر امریکایان او نور پنځوس ډوله کفارهم وشړو، خو ډیر ژربه نور راننو ځي ، وګورئ نور دښمنان کتار ولاړ دي ، زموږ دوینو تږي ډیر دي او همداسې به وار په وار راننوځي ، بیا به یې موږ وهو او بیا به نور راځي او بیا به هم لا په شاړه ، بېوزلې او کنډوالې پنجوايي کې نور ماشومان وژني …
له پنجوايي څخه دیوالونه راتاو کړئ ! د پوهې ، کار ، تولید، یووالي ، ځان پیاوړي کولو.. دهوښیارۍ ، ویښتیا او روښانتیا دیوالونه لوړکړئ ، چې بیا لیوني او وینو ته تږي رانه شي زموږ نور معصوم ماشومان ونه وژني …
کافر لیوني ځکه زړور دي اوپه پنجوايي کې ماشومان وژني ، چې زموږ وینه ارزانه شوې ده ، موږ خپله وینه پخپله ارزانه کړې ده ، په تیرو دیرشو کلونو کې مو پخپله دومره ډیره بهولې چې بیخې یې ارزښت ورک شوی دی ، دالیوني وايي : هسې هم تاسو یو دبل پریمانه وینې تویوئ ، یوبل وژنئ ، یوبل لوټئ ، دخپل هېواد ارزښتونه او شتمنۍ په پردیو پلورئ ، راځئ موږ به درسره مرسته وکړو ،موږ به هم ستاسو ماشومان ووژنو اودخپل لیونتوب او جنون تنده به ستاسو له خواسره یوځای سړه کړو ….
لیوني دخپل جنون او جنایت جواز زموږ له اعمالو اخلي ….
موږ ځکه وژني ، چې موږ یوبل سره وژنو…
دافغانیزم پیغام !
دادپنجوايي دماشومانو له ستوني څخه دافغانیزم پیغام دی : دپنجوايي دماشومانو دوینو بل څراغونه رڼا راولي ، ددې ماشومانو وینه ډیره ارزښتمنه ده ، ډیره قیمتي ده … دپنجوايي دماشوم وینه په هیڅ صورت دنیویارک ، واشنګټن ، برلین او پاریس دماشوم له وینو څخه ارزانه نه ده ، راځه چې همدغه دعوه راپورته کړو !!!
دا دعوه هغه وخت راپورته کولای شو ، چې موږ پخپله دخپلو ماشومانو وینه تویول ودروو. موږ پخپل لاس دافغانانو وژل ودروو ، دنوې او اغېزمنې جګړې لومړی ګام پخپلو لاسو دافغانانو دوژلو بندول دي دټولو افغاني ځواکونو سره یو کول دي ، چې دا هېواد له احتیاجه خلاص کړي او په هسکه غاړه لیوني وژونکي له هېواده وشړي ، او بیا نورو لیونیوته د راننوتلو ته لاره ورنکړي. ترڅو ،چې موږ احتیاج یو، لیوني به موږ ته دډوډۍ راکولو په نامه راځي او بیا به یوه سړه ډوډۍ او لس وژونکې مرمۍ ورسره وي .
دپنجوايي معصوم ماشومان دافغانستان او افغان انسان دژغورلو لپاره یوه ستره جګړه پیلوي ، ددې جګړې پړاوونه دادي :
۱- دافغان په لاس دافغان دوژلو بندول ( ددې لپاره ،چې دافغان وینه ارزښت ومومي اوددغو وینو داسانه او ارزانه بهولو لپاره پردي لیوني بهانه او دلیل ونلري . )
۲- دټولو افغان لوریو سره یو کېدل او ددې ټولو بدمرغیو داصلي لامل ( ملي احتیاج) په رسمیت پېژندل.
۳- له احتیاج څخه دخلاصون لپاره دلوی جهاد پیل ( کار ، زمکه ، اوبه ، غنم ، ښوونځی ، تولید … دخپلمنځي وژلو له سنګرونو څخه د ډوډۍ بودولو په خوالوری بدلول)
۴- بهرنیو لیونیو ته ښکاره پیغام ورکول ، چې وګورئ : موږ نور دخپلو ماشومانو ، تورسرو او هر افغان انسان وینه نه تویوو ، ځکه موږ پوهیدلي یو ،چې دا وینه دنړۍ تر ټولو قیمتي وینه ده او نور نو تاسو ته هم ددې اجازه نه درکوو ، چې زموږ دماشومو وینو رودونه وبهوئ .
۵- پخپلو لاسونو له افغانستان څخه د ودانۍ ، مړښت ، کار ،تعلیم، تولید او انساني ژوند دشرایطو دښه والي دهڅو پاخه دیوالونه راتاوول ، چې نورنو ، نه سره لیوني راننوځي نه شنه او نه هم تور . دلته دهر وینې څښونکي لیوني لاره بنده ده ،ځکه دا هېوادودان شوی دی او نورنو احتیاج ندی.
داسې یوه روښانه جګړه نن وي که سبا پیلیدونکې ده ، د پنجوايي د معصومو وینو ځل همدا زیری موږ هر یوه ته راکوي . یوازې تاسو ورته پام وکړئ .