کور / خبرتیا او پيغامونه / دزنګاوات پر پېښه د مالمو د افغاني کلتوري ټولني دريځ

دزنګاوات پر پېښه د مالمو د افغاني کلتوري ټولني دريځ

په مالمو کي افغاني کلتوري ټولنه د زنګاوات وحشیانه عمل په کلکه غندي
د عامو بیګناه خلکو او ماشومانو وژنه په هیڅ ډول د زغملو وړ نه ده. د مالمو افغاني کلتوري ټولنه دا کړنه د انسانیت څخه لیري عمل ګڼي او په ډېر جدیت سره یې غندي.دا ټولنه ددې ډول وحشیانه عملونو ژر تر ژره درېدل او ختمېدل غواړي.او یو ځل بیا د هر ډول نظامي وحشیانه بریدونو، چي د بیګناه وګړو وژنه له ځان سره لري، په کلکه غندنه کړې او کوي.
همدا ډول زمو‌‌ږټولنه د زنګ آباد ( زنګاوات) د پېښي د قربانیانو د کورنیو سره په دې ستر غم کي ځان شریک ګني او کورنیو ته یې صبر جمیل غواړي.
په مالمو کي د افغاني کلتوري ټولني ریٔسه هیٔت .
سویډن ـ ۱۳/ ۳ / ۲۰۱۲