پېښور:د خيبر ايجنسۍ په باړه تحصيل كې د وسله والو طالبانو پر ضد له تېرو درې كلونو راهیسې پاکستانیو امنيتى ځواكونو عمليات پيل كړې دې او وخت په وخت طالبان او امنیتي ځواکونه پر يو بل بريدونه كوي.
د خیبر عنایت وايي چې څنګه یې پر کور ګوله ولوېده او د کورنۍ اوه ماشومانو ته یې مرګ ژوبله ورسېدله
دواړه خواوې یو پر بل د درنو وسلو ګوزارونه کوي چې له کبله یې تل د سیمې د اوسېدونکو کورونه په نښه کېږي، همداسې یوه ګوله په ۱۹ مه فرورۍ د حاجى عنايت په كور پريوتې وه چې په ترڅ كې یې د کورنۍ دوه ماشومان وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي وو.