د هرات ولايت امنيتي چارواکي وايي چي په دې ولايت کي تېره ورځ يوه ترافيکي پېښه رامنځ ته سوې او په پايله کي ئې يو تن وژل سوى او دوه تنه نور ژوبل سوي دي.
د چارواکو په وينا چي ياد ترافيکي پېښه د هرات او تورغنډۍ پر لويه لار رامنځ ته سوې .
چارواکي د پېښي د رامنځ ته کېدو لامل د موټر چلوونکو بې احتياطي او نامسلکي توب ښيي.
ترافيکي پېښه په افغانستان کي د رواني جګړې را وروسته لومړۍ درجه پېښه دي چي اولسي وګړو ته ئې مرګ ژوبله اوړي.