د ننګرهار ولايت د پوهنتون محصلينو چي شمېر ئې شااوخوا ٢٠٠٠ تنو ته رسېده د کندهار ولايت د زنګاوات د سيمي د شهېدانو په اړه چي د امريکايانو له لوري د شپې پر ٣ بجې په شهادت رسول سوي ول يو سوليز لاريون وکړ .
نوموړو مرګ پر امريکا او د اسلام پر دښمنانو شعارونه ورکول او د اوباما جوړ سوى کارتون ئې په اور کي وسوځاوه.
د پوهنتون محصلينو د الله اکبر ستر شعارونه په لوړ اواز ويل او د افغان دولت څخه ئې غوښتنه کوله چي د بهرنيو ځواکونو د دې عمل په وړاندي چپ پاته نه سي.
نوموړي د احتجاج په ډول د کابل او جلال آباد لويه لار د ترافيکو پر مخ تړلې وه او د پېښي عاملينو ته ئې د سختي سزا غوښتنه کوله.
همدا ډول نن ورځ په کندهار کي هم محصلينو سوليز احتجاجيه غونډه ترسره کړه او په هغه کي ئې د امريکايانو د محاکمې غوښتنه وکړه.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه