تېره ورځ د امریکایي پوځ یو ځناور سرتېری ګهیځ ډېر وختي له خپل غوجل نه په درنو وسلو سمبال راووت، او جوخت په څو څېرمه بې وزلو کورونو ورننوت، او لږترلږه د نهو ماشومانو په ګډون شپاړس بې ګناه وګړي یې په خوب ویده ووژل. بیا دا مردار مخی داړونکی، ځناور غوندې په خپله بویناکه سوړه ننووت، او تر اوسه پورې همدلته ناست دی.
په دې خونړۍ او دردونکي کیسه ډېرو درنو ملګرو او دوستانو له قلمه وینې تویې کړې، او لګیا دی تویوي یې. زه به په دې وحشت باندې له دې پرته نور څه ووایم.
خو زه د همدې قتلونو په سبا مازدیګر د عبدالله عبدالله له شرمه ډک مطبوعاتي کنفرانس ته متوجې شوم چې نوموړي په کې خپله کرغېړنه څېره بیا ښکاره کړه.
عبدالله چې ځان لا د کندهاریانو وراره ګڼي، د دې پر ځای چې د پنجوایي شهیدانو سره خواخوږي څرګنده کړي، او د امریکایانو دا له شرمه ډک عمل وغندي، په ښکاره یې له دې پېښې بې خبري وښودله. نوموړی په دې غونډه کې بس یوازې په دې خبره وږغېده چې د ده په ګومان په راتلونکو ولسمشريزو ټولټاکنو کې، چې درې کاله وروسته ترسره کېږي، هرومرو درغلي کېږي. دی د کندهار له پروني ناورین نه چې ټوله دنیا کې یې د سړي زامن وژړول، خبر نه دی، خو په هغه ټولټاکنو کې له درغلۍ خبر دی چې لا درې کاله ورته پاتې دي.
عبدالله که کندهار د افغانستان برخه بولي، او راتلونکو ټاکنو کې ورته د ګډون حق مني، نو خدایږو خو به کوم پښتون ورته نیمه رایه هم ورکړي. زه په داسې ولسمشر څه کوم چې زما د وژل شوو ماشومانو په ګټلو کې یو ټکی هم له خولې نه باسي.
عبدالله په تېرو لس کلونو کې د باندنیانو له خوا د بېګناه وګړو په وژلو لس خبرې هم نه دي کړي. په دې سربېره، د افغانستان او امریکا تر منځ هغه تړون چې نن یې امریکایانو ته د افغانانو د وژلو لایسنس ورکړی دی هم د همدې کرغېړن عبدالله په لاس او ټینګار لاسلیک شوی دی.
عبدالله د افغانستان او افغانانو دوست نه دی، او که څوک ځانته پښتون وایي نو ګومان نه کوم چې د ده کوتۍ ته دې رایه واچوي. بیا به وګورو چې دی د بازارک په رایو څنګه د افغانستان ولسمشر کېږي.