کور / تازه خبرونه / کندهار : احتجاجيه غونډه ترسره سوه

کندهار : احتجاجيه غونډه ترسره سوه

د کندهار ولايت په پوهنتون کي نن ورځ د سهار د ٨ بجو څخه بيا د ورځي تر دوولسو بجو پوري د قرانکريم ختمونه او دعاګاني وسوې او ثوابونه ئې ټول اسلامي امت او په ځانګړي ډول د زنګاوات د پېښي شهيدانو سوو کسانو ته چي د امريکايانو له لوري په خپلو کورونو کي د خوب په وخت کي په ډزو شهيدان سوي ول و پاکو روحو ته ور وبخښل سول.
لومړى د پوهنتون په جومات کي د قرانکريم ختمونه وسول او ورسته د پوهنتون په منځ کي د سوليز احتجاج په توګه ټول استادان او د پوهنتون محصلين سره راغونډ سول او د يوه ١١ ماديز پرېکړه ليک په صادرلو سره ئې خپل احتجاج پاى ته ورساوه.
په پرېکړه ليک کي د ځنو نورو غوښتنو ترڅنګ د ولايتي شورا او نورو ادارو څخه غوښتنه سوې وه چي ياد امريکايان دي د افغانستان دننه محاکمه سي او که چيري دا کار نه کېږي نو د اعتصاب په ډول دي خپل دفترونه وتړي .