د بلخ ولایت د افغانستان د شمالي ولایتونو له جملې څخه دی چې ختیځ ته یې د ختیځ او سمنګان ولایتونه، جنوب ته یې د سرپل ولایت، لویدیځ ته یې د جوزجان ولایت او شمال ته یې د ازبکستان هیواد موقعیت لري.
د بلخ ولایت چې د هېواد لومړۍ درجه ولایت ګڼل کیږي، د وګړو شمیر یې د 1,169,000 په شاوخوا کې اټکل کیږي مرکز یې د مزارشریف ښار دی او په مرکز سربیره 14 اداري واحدونه یا ولسوالۍ لري چې له بلخ، نهرشاهي، دولت آباد، شولګره، خلم، شورتیپه، چمتال، کلدار، دهدادي، مارمل، کشنده او زاري څخه عبارت دي.
د بلخ په ولایت کې پوهنیز پرمختګ په ښه توګه پر مخ روان دی او د همدې لیکنې له لارې د دې ولایت د 1390 کال د پوهنیز پرمختګ په هکله لنډ معلومات له ګرانو لوستونکو سره شریک کیږي.
هیله ده چې دغه معلومات به د پوهنې د مینه والو، څیړونکو، اړوندو اړخونو او ټولو هیوادوالو لپاره له ګټې څخه خالي نه وي او د هیواد د هراړخیزې سوکالۍ، سولې او سمون په لاره کې به د یوه ښه زیري په توګه ثابت شي.
د 1390 کال ښوونیز حالت:
د بلخ په ولايت كې په ټولیزه توګه 534 بابه تعلیمي موسسې د پوهنې له وزارت سره رسمیت او فعالیت لري چې له دې جملې څخه 501 بابه د عمومي زده کړو ښوونځي، 22 بابه د اسلامي زده کړو موسسې ( 1 باب دارالعلوم، 18 بابه دیني مدرسې او 3 بابه دارالحفاظونه) 6 بابه دارالمعلمین او د ښوونکو د روزنې الحاقیې، 5 بابه د تخنیکي او مسلکي زده کړو موسسات تشکیلوي او د دې ولایت په تعلیمي موسساتو کې په ټولیزه توګه 473,133 تنه زده کوونکي، طالب العلمان او محصلين د 11,879 تنو ښونكو، مدرسينو او استادانو له خوا په زده كړو بوخت وو.
همدارنګه په 1390 کال کې په همدې ولایت کې 11,440 تنه د سواد د زده كړې زده کوونکي په 1,149 بابه كورسونو كې د 1,149 تنو استادانو له خوا د ليك لوست په زده كړو بوخت وو.
له 1385كال څخه تراوسه د پوهنې وزارت د بلخ په ولايت كې د 15,514,900 امريكايي ډالرو په ارزښت 180 تعمیراتي پروژې پيل کړې چې 134 پروژې بشپړې شوې، 26 پروژې تر کار لاندې دي او 20 پروژې تدارکاتي پروسه طی کوي.
په 1390 کال کې د بلخ د ولایت د دولسمو ټولګیو د فارغانو شمیر 14,619 تنه دی چې د همدې ولایت د غوره پوهنیز پرمختګ زیری له ځان سره لري.
د پوهنې د بهیر په وړاندې ستونزې:
د بلخ په ولایت کې، د مسلکي ښوونکو کموالی، د تشکیل کموالی او د 220 بابه تعلیمي موسساتو لپاره د تعمیرونو نشتوالی هغه ستونزې دي چې په دې ولایت کې د پوهنې د نظام په وړاندې قرار لري.
باید وویل شي چې د لیکنو دغه لړۍ به چې (د پوهنیز پرمختګ بهیر) په نوم یادیږي، د هیواد په 34 ولایتونو کې له ګرانو لوستونکو سره یو ځای ګام پر ګام مزل کوي او د افغانستان د هر ولایت د پوهنیز پرمختګ په هکله به لږ تر لږه یوه لنډه لیکنه ستاسو مخې ته ږدي. له موږ سره اوسی…