په هغه اندازه چی ما د مرحوم عبیدالله جان د هنر له شروع څخه دنوموړی د هنری ژوند سره پېژندګلوي درلودل ، فکر نه کوم چی بل چا به په ټوله لوی کندهاراو دهغه په شا وخواسیمو، لراوبر پښتونخوا کی پېژندئ . پدې برخه کي دکندهار دپیاوړي ژورنالست ښاغلی عبدالواسع هڅیال صاحب هڅی چی دڅو کلونو راپدې خوا یی دمرحوم عبیداله جان په اړوند څېړنی کړي اوتر دی چي دهغه قبر یی پیداکړیدی ، دقدرپه سترګه ګورم .
په کال۱۳۹۰کی یی زما سره یوه تلیفونی مرکه هم وکړه او څه چی حقیقت ؤه هغه می ورته بیان کړل.
د (۱۳۴۸ هـ) کلونو په شاوخواکی وو چی زما اوعبیداله جان مرحوم پېژند ګلوی داسی وسوه:-
په برو په بازارکي زموږ کور زما دزېږېدنی اوخالپوڅو زانګوده . د صافیانو دکوڅې پرمخامخ دمحمدناصرخان کوڅه ده، دکوڅې په شروع کی د ښاغلی حاجی محمد عثمان کور وو، چی دخپل وخت دمشهور، عیار خراباتی او غښتلی ، حاجی عصمت اله خان دسنګی حمام، د اکا زوی وو، (دنوموړو سره دیوه طرفه دهمسایګۍ او له بله طرفه دمشرانو دښې دوستۍ چی زما خدای بخښلی پلار ترمرګه دا دوستی پالل ) دحاجی محمد عثمان دزوی (بابک) واده وو، اود واده دموسیقۍ دبرخی مسولیت او چلول زما پرغاړه وه. دصافیانو دکوڅې حاجی محمد صادق چی د ښایسته آس تر څنګ یی د تسبیح جوړولو دوکان هم در لود، وڅنګ ته یو د ۱۳ یا ۱۴ کالو هلک چی ډیره لږ ږیره یی پرمخ راغلې وه اود خړسان کالی او تورپاج یی تړلی وو ناست ؤ، چی هم دغه زموږ اوستاسی ځوانیمرګ معصوم شهید عبیداله جان ؤ . دوی هم پدې واده کی مېلمانه وه. زما او دحاجی محمد صادق دستړې مسی وروسته نوموړی راته وویل چی دغه هلک (عبیدالله جان) زما دتسبیح سازی شاګرد دی اوپه دوکان کی دکار پروخت ښې زمزمې کوي، ښه آواز یی دی که ممکن وی یو چانس ورته ورکه. ما پخپل نوبت ستړې مسې ورسره وکړه چی زما او دنوموړی لمړنۍ ستړې مسې وه او ورته ومی ویل: دنیازمحمد بعده دي نوبت دی، ځان آماده که . بیا مي پوښتنه ورڅخه وکړه ، نوم دی څه شی دی؟ ده په جواب کی راته وویل عبیدالله. (مرحوم نیازمحمد هم یو دکندهاردښومحلی سندرغاړوڅخه و). د نیازمحمد وار(نوبت) تیرسو بیا ما داسی انانس ورکړ:- دمحترم نیازمحمد جان څخه مننه ،اوس تاسو ته یوځوان هنرمند دعبیدالله جان په نامه راغواړم چی تراوسه یی په دومره لوی محفل کی غزل نده ویلې خو ډیرځوان دی تاسی ورته چکچکی وکی. پدې شوق کی سازیان (نوازنده ګان) دالاندی کسان وه:- ۱.عبدالرشید باجه (هرمونیه) ږغونکی. ۲.زرین کاکا جان رباب ږغونکی. ۳ کمال تبله ږغونکی او تورالله (غلام سرور) بنجو (جاپانی) ږغونکی.
عبیداله جان راواوښت ، عبدالرشید باجه والا پوښتنه ورڅخه وکړه: ځوانه څه شی وایی (کوم مقام یاراګ) وایی؟ عبیداله جان ورته وویل: بهاګ. سازیانو بهاګ سورکړاو عبیداله جان بعد له یوآلاف څخه یوه سندره په ښه کیف سره وویل، او بیا دوهمه سندره یی هم بعد له یوه آلاف څخه شروع او ختمه کړه ددریمی غزلی آلاف یی هم ډیرښه وکړ، او کله چی غزلی ته راغی دغزلی طرز (کمپوزیشن) په لوړو سورونو کی ترتیب سوی وو او دنومړی دخواږه او نرم آواز اوله سازونو سره دنه بلد تیا له امله پر دریمه مصرع (آستایی) ټپ ودرید اوغزل یی دکندهار دموسیقۍ دمکتب داصولو سره سم ختمه کړل . عبیدالله جان صرف درې غزلی وویلې ، دده او د ده د اواز د اوریدونکو هنري مینه خړوبه نه سوه ، او په اصطلاح داغ یی په زړه کی پاته سو ، که نه نوموړي په دروغزلو اکتفا باید نه وای کړې، خو کله چی سړی نوئ وی له دې مغلق، حساس، او پېچیده هنرسره کافی تجربه نلری همداشانی پېښیږی. که موږاکثره موجوده هنرمندانوته لوړه(قسم) ورکو اوورته ووایو چی: رشتیا ووایه ستا دهنری ژوند په ابتداء کی به څومره بې ځایه چیغی درڅخه وهل سوی وی؟ که شریفانه اقراروکی شاید ډیری کولې(ناري) ورڅخه وهل سوی وی. داځکه چي دکندهار دسندارا (موسیقی) په مکتب کی دا یو رسم اورواج دی ، هرڅومره چی کیږی با ید سړی په ډیر لوړ کرچ (کهرج) کی غزل ووایی، چی هریوه مرحومین شاه محمد کندهاری، حاجی محمد نور، حاجی عبدالخالق موټروان، سیدمحمد، اغامحمد، ولی محمد، علی ګل،،محمدعظم او نصراله او نورو خدای بخښلو اوژوندی هنرمندانو دارسم ساتلی وو اوتر اوسه بعضی یی په کښته پردوکی غزل نسی ویلای، حتی بعضی دزړې عقیدی خاوندان دا یوعیب بولی چی څوک په کښته آوازکی غزل وایی.
رابه سو خپل اصلی مطلب ته: له دی ځای اووخت وروسته مرحوم عبیدالله جان په ډیروبانډارواو شوقو کی برخه واخسته . په خاصه توګه دعید ګاه په دروازه کی د حاجی سرداربنا، چی همیشه یی ډیر ښایسته شوقونه په خپل شخصی مصرف جوړول د عبیداله جان په رشد اوترقۍ کی ، بارز رول درلود. ښه می یاد دی چی یوه ورځ د حاجی سردار پرځای شوق وو، زما او داستاد محمد نور وروسته استاد عبدالرزاق خیاط زما څخه خواهش وکړکه عبید الله جان ته چانس ورکړل سی، هرمونیه ږغونکی یوڅه مریض وو دډیر خواهش له مخی ما ورسره دهرمونیی ږغولومرسته وکړه.
مرحوم عبیدالله جان په ډیر کم وخت کی ګلشن مارکیټ ته چی دمسلکی هنرمندانود ناستی اود بیانې(واده یابل بانډارته خبرول ) اخستلوځای وو، لار وموندل . نوموړی د یوه نامتو، بریالي، محبوب او قبول سوي هنرمند په څیره کي وځلید ، اوځان ته یی د موسیقۍ دسته (موسیقی ګروپ)جوړه کړل.
عبیدالله جان لږمکتب ویلی وو،او دضعیف اقتصاد له کبله لکه زموږ نور وطنوال خصوصآ پښتون قوم چی دسواد له نعمت څخه بی برخی دی تعلیم ته ادامه ورنکړه، خونوموړي پوره سواد درلود، پلاریی نان پز وو اودشنو ګنبدو چی دصافیانو دکوڅی آخیره حصه کېږی اوسېدونکی وو. په موسیقی کی ډیر ژر بلد سو اودکندهار په مروجو راګونو اوتالونوکی په میخانیک ډول کار کاوه دغه تالونه عبارت دي له : ګیدې، جستک دادرې،مغولی او چنچل څخه ) .
عبیدالله جان موسیقی خپله دنده وګرځول، مبتکر انسان وو ، ډیر ژریی نوی طرزونه پیداکړه . دري (پارسي ) سندری یی ډیری پښتو ته راواړولې . مخصوصآ دمرحوم احمد ظاهر او نورو معروفو کابلی هنرمندانو چی دسید عبدالخالق اغا مرسته دشعرجوړولو په هکله دلته دیادولووړده. خلاصه دا چی ډیر هڅانده ځوان وو.دموسیقی آله یی نه وه زده، اما دښه طرز پیدا کول ورته آسان کاروو. دمعاصرو او کلاسیکو شاعرانو ډیرشعرونه یی راژوندی او په ښو طرزوکی وویل. دمرحوم مولوي عبدالغفاربریالی، صوفی اوترک دنیا شاعر ګلبیدار، محمد انور،ملا محمد حسن اخند دتلوکان،مخلص اوعبدالکریم رسوا شعرونه یی لوستل . که څه هم ډیروکندهاری اوپه کوټه کی میشتو کندهاری هنرمندانو کوښښ وکړچی پېښې یی وکړي اما کامیابه نسول اودعبیداله جان ځای تراوسه خالی او چا ډک نکړ، ځکه نوموړی یوخارق العاده استعداد وو چي الله ج پېرزوینه پرکړې وه، که څه هم هنرمند هریوځان ته خپل رنګ اوبوی لری، او لکه د ګلانو دوکان چی هررنګ یی ځانته خپل خریدارلری اوترماښامه پوری یو ګل هم پر دوکان نه پا تیږی. د پښتو ولسي ادب دغه روښانه ستوري د موسيقۍ له لاري د پښتو ادب لپاره نه هېرېدونکی خدمت وکړ . دده د هنر مينه وال دده تر شهادت کلونه وروسته هم نه يوازي په لوی کندهار او ګاونډيو هيوادونو کي ډېريږي بلکي په ډيجيټل بڼه دده د سندرو اړول او د انټرنټ په مټ په ټوله نړۍ کي ددغو سندرو وړاندي کول ددې څرګندونه کوي چي عبيدالله جان کندهاری په ټوله نړۍ کي بېشمېره مينه وال لري . روح دې ښاد او ياد دې تلپاته وي .
لراوبر ويبپاڼه د پښتو ژبي ددغه نوميالي هنرمند خدمتونو ته ددرناوي په موخه د هغه څو سندري ډالۍ کوي .
عبيدالله جان کندهاری : رويباره پوه مي که صنم څه وايي څه وايي
عبيدالله کندهاری : د هر چا چي مخامخ ومخته ناست هغه دلبر وي – هره شپه بې د شبقدر هره ورځ بې د اختر وي
عبيدالله کندهارئ ( موري ستا عالي مقام عالي منصب دی – پکښي نغښتی اسماني شان او شوکت دی )
عبيدالله کندهاری ښايسته ليلا په رنګ لکه هنداره غوندي وه – هنداره وه هنداره ، شغله داره غوندي وه
د عبيدالله کندهاري د مجلس غزل ( ګلرخه ګل مزاجه – راځه په تا مي کار دی
د ټولو هغو ځوانانو څخه مننه چي د عبيدالله جان کندهاري هنر يې د کور د الماريو او ټيپ د پيتو څخه په ډيجيټل بڼه واړاوه او د تل لپاره يې د ورکېدو مخه ونيوله .