کور / خبرتیا او پيغامونه / راځئ چې خپله سيمه سمسوره اوزرغونه کړو

راځئ چې خپله سيمه سمسوره اوزرغونه کړو

دښکلي اوزرغون خوست شريفو ولسونو!


تاسې وينئ چې ورځ تربلې  ١٣٩١ لمريزکال دپسرلي شېبې رالنډيږي ،په غرونو ،دښتو،کليو،بانډو اوسيموباندې دطبعيت زرغون شال خپل څادر غوړوي ،دژونددپسرليو نوي ارمانونه ،هېلې اوغوښتنې راټوکيږي ،اودژوند ټول چاپيريال دښکلاپه يوه جادوګره نړۍ بدليږي ،انسانان ،مرغان ،حيوانات ټول په کې دخوښۍ اوخوشحالۍ سندريزې نغمي غږوي بلکې واقعيت دادى چې په هره برخه کې دژوندانه يوه نوې دروازه پرانيستل کيږي ،اوپه ټولو سيمو،کليواوبانډو کې ميشت ولسونه نوى يون پيل کوي.


زمونږ لرغونى هېوادګران افغانستان ډيرې داسې شنې اوتاريخي سيمې لري چې دنړۍ په ورغوي کې ورته بېلګې نه ليدل کيږي،له بدمرغه تيرو جګړو زمونږ هېوادته نه يواځې په سياسي ،اقتصادي ،سوداګريزو،فرهنګي ،ټولنيزو اوپوهنيزو برخو کې ژورزيان اړولى ،بلکې په دې سربيره يې زمونږ طبعي شتمنيوته زيات زيان رسولى دى.


نوراځئ چې خپلې ټولې شته طبعي شتمنۍ هم وساتو اوپه هم په دې برخه کې په اسلامي اوملي مسووليت ،احساس اووطن دوستۍ سره دخپلوسيمو،چاپيريال اوطبعيت دلازياتې رنګينې ښکلالپاره مټې راونغاړو اوپه ګډې مشورې ،روحيې اواحساس سره دخپلې خاورې درنګينۍپه موخه دنويونيالګيو دکښينولودپيل شوي کمپاين لارويان شو.


دنيکمرغۍ اوخوښۍ ځاى دى چې ولايتي اداره دتيرکال په شان غواړي ددغه ولايت په هرکور،کلي ،کوڅه،سيمه ،ولسوالۍ بلکې ټول ولايت کې نوى کال دنيالګيوکښينول په پسرلنيوجشونونو باندې پيل کړي،راځئ په هېوادنۍ مينه او احساس سره خپله مينه زرغونه کړو.


دخوست ولايتي اداره دنورو خدمتونو ترڅنګ دې ته هم ملاتړلې ترڅو په دغه ولايت کې په مناسبوځايونوکې دټولو ولسونوپه مرستې اوهمکارۍ سره  دځانګړو پروګرامونوله مخې پنځه ميليونه  تازه بېلابېل ډوله نيالګي په ځينوباغونو اوتپوکې دقومي مشرانو،ديني علماء کرامو،ښوونکو،روښنفکرانو،ځوانانو،مدني ټولنودغړو،خبريالانو بلکې هرقشرپه نوم ځانګړي باغونه اودګلانوښايسته باغچې دتاريخي يادګارپه توګه جوړې کړې.اوله بلې خوا ولايتي اداره دهرقشرڅخه غوښتنه کوي چې خپلو رنګينوباغونو ترپايه ساتنه اوپالنه وکړي ،ترڅو طبعي شتمنۍ دتل لپاره رنګينې او ژوندۍ وساتل شي.


دخوست سيمه ،غرونه ،دښتې اوبانډې په خپلوولسونو،قومي مخورو مشرانو،ديني علماء کرامو،ځوانانو،ماشومانو،سيمه ييزو شوراګانو،ملي سوداګرو،په عربي متحداماراتوکې ميشتومسافرو،مدني ټولنو،خبريالانو بلکې فرد فرد باندې په ډيرټينګارسره غږ کوي ،چې راشئ زماپه غيږه کې دخپل ژونداوچاپيريال دښايست لپاره همدا اوس دنويو ميوه لرونکو،بې ميوې اونورو زينتي نيالګيوپه کينولوسره نوى پسرلۍ په شانداره جشنونوسره پيل کړى.


په درناوي


خوست والي