د کندهار ولايت د ښووني او روزني رياست له لوري د دې ولايت په ژړۍ اولسوالۍ کي يو باب ښوونځى د يادي سيمي د کوچنيانو پر مخ خلاص سو.
ياد ښوونځى د يادي سيمي د اولسي وګړو په هلو ځلو او مرستو د زده کوونکو پر مخ خلاص سو.
د كندهار ولايت د ژړۍ ولسوالۍ د سنځري د كلستر په كلاچه كي د پوهني رياست په چوكاټ كي يو باب كليوالي ښوونځي د سيمي د اوسيدونكو په غوښتنه او همكارۍ د چهار شنبي په ورځ د كندهار ولايت د ښووني او روزني رياست د استازو ، د ولسوال نياز محمد سر حدي او د كلاچي د مخورو سپين ږرو او ولسي مشرانو په ګډون د يا تعلمي مركز پرانيسته وسوه .
په ژړۍ اولسوالۍ کي شااوخوا ٣١ ښوونځي دي چي ١١ ئې د زده کوونکو پر مخ خلاص دي او نور ئې د يوشمېر لاملونو له کبله تړل سوي.