د کندهار ولايت امنيتي مسئولين وايي چي تېره اوونۍ ئې په بېلابېلو عملياتو کي ٢٩ تنه وسله وال نيولي.
د دې ولايت د ملي امنيت رئېس وايي چي ياد کسان ئې د تېري اوونۍ په ترڅ کي په ښار او اړنده اولسوالۍ او سيمو کي نيولي.
نوموړى وايي چي په يادو کسانو کي هغه کس هم شامل دئ چي د کندهار پر نړۍ وال هوايي ډګر او يوشمېر نورو سيمو ئې راکټي بريدونه پلان کړي ول.
په دې اړه تر اوسه وسله والو څه نه دي ويلي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه