د سوريې عربي جمهوریت د جنوب غربي آسیا د مدیترانې د دریا پر شرقي سواحلو باندي پروت هيواد دئ . دغه هيواد د شمال لخوا د ترکيې سره، د شرق لخوا د عراق سره، د غرب لخوا د لبنان او د مدیترانې د دریا او د جنوب لخوا د اردن او د اسرائیلي رژیم سره ګاونډيتوب لري . دغه هيواد د منځني ختيځ او د فلسطينانو د مقاومت په بحراني حالاتو کي تل مستقلانه سیاست چلولی او همېشه يې د خپل هيواد ګټو ته اولويت ورکړی دئ .
د منځنی ختيځ هيوادونه چي سرشاره طبیعي زيرمي او سټراټيژيک موقعیت لري په نيویارک کي د سپټامبر د يولسمي پيښي را وروسته د کوچني بوش د ادارې لخوا دمداخلو او لاسوهنو په ميدان بدل سو . ته وا د سپټمبر د يولسمي پېښه صرف د همدې لاسوهنو په خاطر طرحه سوې وه چي ددې سیمي په تيلو او ګازو ډک او په سرو زرو کي خورا هستمن هيوادونه لاندي کړي . دهغه راهيسي په دې سیمه کي نړۍ وال دزیاتو بدلونو او ماجراجويانه جګړو شاهدان ول . عراق دامریکا د بمباريو په وجه اشغال او د خاورو خاکه سو . افغانستان او لیبیا هم په مختلفو بهانواشغال او د جنګي جنایت کارانو او د مافيايي بدماشانو ځاله سول . په مصر کي په ټونس کي « د عربي پسرلي» په نامه بنيادي او اميد بخښونکي ولسي خوځښتونه رامنځته سول ، په نورو عربي هيوادو کي هم د عربي هيوادو د کهنه پيخه ډيکټاټورانو په ضد او د یوه ډيموکراټيک نظام د اعادې په خاطر مظاهرې او ولسي اعتراضونه را پورته سول . سوريه هم چي د خپل هيواد و ملي ګټو ته متعهده ، په عربي هيوداو کي د اسرائيلو سره د فلسطین د مقاومت د داعيې څخه د دفاع او د خپل استقلال او ملي حاکميت د ساتلو په خاطر تل يو مخکښه او ثابت قدمه مدافع پاتي سوی وو ، په همدې سبب د امريکا او غرب لخوا د شر د محور او په اصطلاح د ټروریسم د حاميانو په تور لست کي ځای ور کړل سو او ددغه هيواد کردار يې په سيمه کي د خپلو ګټو ضد باله او هغه يې نه خوښاوه .
د هغه را هيسي د نړۍ دولتونه او ولسونه په ډېر دقت سره ددې سيمي پرمختياوي او د خلکو په اعتراضونو کي د حالاتو واقعيتونه څاري . زیاتره داسي کوښښونه هم تر سره کيږي چي مغرض استعماري هيوادونه په لوی لاس ددغه اعتراضو مسیر د خپل ځان په ګټه استعمالوي . درست لکه پرون چي امريکا هغه په لیبیا کي استعمال کړل او هغه هيواد يې داتو میاشتو پرله پسې کورنیو جګړو او بیا يې د ځان او ناټو لخوا د« بشر دوستانه » ملاتړ تر نامه لاندي ۲۶۰۰۰ ځله بمبارډکړ ، دغه آباد هيواد يې برباد او په لسهاوو زره بېګناه انسانان يې د « بشر دوستانه» ملاتړ په نامه تباه کړل او وروسته يې بیا د خپلو مزدورانو په وسیله هغه اشغال کړ . اوس دادی په سوريه کي هم غواړي همداسي ډرامه پرمخ بوزي . امريکا لکه بل هر ځای غواړي د پيسو او وسلو په زور خپله امريکايي ډوله ډيموکراسي په سوريه کي پلې او خپل مزدوران و قدرت ته و رسوي .
البته د سیاسي، اجتماعي او فرهنګي ساختار ډيموکراټيزه کول او د بشري حقوقو رعايت خو د سیمي د ډيموکراټيکو پرګنو لوی آرمان دئ؛ خو ليري او د هې خوا فرا منطقه ای استعمارچيان بیا نور ناپاکه هدفونه تعقیبوي. د ډيموکراسۍ اوبشري حقوقو څخه ددفاع تر چتر لاندي د هيوادو غلامول او د هغوی استقلال او ملي حاکميت نفی کول يوه برالا او لويه عوامفریبي ده چي نن د همدې لاري په زور پر ولسو باندي تپل کيږي .
سوريه د تېر مارچ راهيسي د نا آراميو او ګډوډيو سره مخ اود یوې فتنه کاري او شیطاني دسيسې د عواقبو په لومو کي را ګير ده . ددې نا آراميو ترشا چي د سوريې د ولس دښمنان بهرني هيوادونه لاس لري غواړي په امريکا کي جوړه سوې د « رژيم د بدلېدو» تيوري پرمخ بوزي . د بشار اسد د دولت يوکوچنی مخالف اقلیت چي د سیاسي، ټولنيزو اصلاحاتو غوښتونکي وه، په لومړي سرکي يې د فساد سره دمبارزې او د اساسي آزادیو شعارونه را پورته کړل چي دولت هغه تر غور لاندي ونيول او دهغه لپاره يې عملي ګامونه هم پورته کړل ، خو را وروسته دغه ډلي د خارجي بازیګرانو په لمسون او ملاتړ په مسلحانه عمل لاس پوري کړ او د اصلاحاتو پر ځای يې د بشار اسد د دولت پر ایسته کېدو او د هغه د دولت و چپه کېدو ته مخه کړل تر څو د امریکا او اسرائیلو یو لاسپوڅی مزدور دولت ددې هيواد په رأس کي کښېنول سي.
د وخت په تېرېدو سره دا خبره روښانه سوه چي څرنګه امريکا ددې فتنې ترشا ولاړ دئ، سعوديان او د عربو غرب ګرا اتحاديه څرنګه د هغه مصارف په غاړه اخيستي دي او اسرائيلو يې هم د خپل دغه زاړه دښمن پر ضد څرنګه د تخریبي او اطلاعاتي عملياتو منصوبه خپله کړېده . ددې ټولو شیطاني لوبو سره سره د سوريې دښمنان تر اوسه پوري په دې نه دي توانېدلي چي د بشار اسد دولت کوم چي د ولس د اکثریت ملاتړ ورسره دئ هغه د سقوط و کندي ته شوه کړي . حتی د دولت په دننه کي يې هم خاصتاْ په نظامي او امنيتي برخو کي د هغوی دسایسو څه کار نده ګټه نه ده ورکړی . که څه هم د بشار اسد مخالفینو د امریکا په ډيکټه يوه شورا جوړه کړل څو په راتلونکي کي د امريکا او غربي هيوادولخوا په رسمیت و پېژندل سي او په دې هيواد کي کورنۍ جګړو ته اور ورته کړي، خو دغه شورا د خپل ذاتي کړکېچو په وجه لا دمخه سره وشلېدله .
را وروسته د عربو اتحاديې د خپل منشور او اساسنامې خلاف د سوريې په کورنيو چارو کي دخل اندازي وکړه او دغرب او اسرائیلو د غوښتنو سره سم يې د سوريې د بحران د حل مسئله د ملګرو ملتو د امنیت و شورا ته راجع او په هغه کي يې د بشار اسد د ایسته کېدو يعني د رژيم د بدلېدو غوښتنه وکړه. ډيرو ناظرانو لا په هغه وخت کي اندېښنه ښکاره کړل چي د عربو د اتحاديې د دغه کار تر شا نور هدفونه پراته دي تر څو د امريکا لخوا پر دې هيواد باندي د لیبیا فارمولا تکرار کړي .
کله چي تیره میاشت ( د فبروری ۱۶) چين او روسيې د امنيت د شورا قطعنامه چي په هغه کي د بشار اسد د ګوښه کېدو خبره مطرح سوې وه ويټو کړله، دغه بحران و يوې تازه مرحلې ته ننوت . روسيه وايي د سوريې بحران دي په داسي يوې طريقې سره حل سي چي د ملګرو ملتو په چوکاټ کي و ټولو خواوو ته د قبول وړوي . بايد د سوريې د ولس ګټي او د ټولي سيمي د سولي او امنيت مسئله هم په نظر کي و نيول سي دا سي نه چي یوازي د بشار اسد دولت دي سرزنش سي او بله خوا دي د نوموړي پرضد مسلح!
د هغوی د ويټو بل استدلال دا هم وو چي د داسي قطعنامو تصويبېدل د هيوادو په کورنيو سیاسي جریاناتو کي د بر الا دخالت په نامه تفسیرېدای سي چي د دواړو داخلي خواوو څخه يوه خوا و قهرجن مسلحانه عملیاتو ته تشويقوي .. روسیه وايي بهتره خو داوه چي د مسلح اپوزیشن څخه هم همداسي تقاضا سوې وای کوم چي د سوريې د دولت څخه کيږي ،یعنی مسلح مخالفان هم باید د ښاره وتلي ، د ملکي خلکو ژوند خوندي سوی او د نا امنۍ خطره ليري سوې وای .
ددې ويټو نه وروسته هغه هيوادونه چي ددې طرحي څخه يې ملاتړ کاوه د يوې بلي لاري په لټه کي سول . اکثراً دغه پوښتنه را پورته کېدله چي ددې پسته به څه کيږي او ددغه بحران پای به څه وي؟ خو د حوادثو بهير دومره چټک شکل ونیاوه چي دادئ د امريکا په مشرۍ د نړۍ استعماري هيوادنه نه غواړي د اسد تر مشری لاندي سوريه په سیمه کي د هغوی د ګټو او د هيوادو د لاندي کولو په لاره کي خنډ پاتي سي . تازه د امریکا په غوښتنه دڅه باندي ۵۰هيوادو يوه پراخه استعماري «د سوريې د دوستانو» په نامه يوه غونډه په ټونس کي را وبلل سوه چي په سوریه کي خپلو پراخو مداخلو او لاسوهنو ته یو قانوني دستاويز برابر کړي . په دې غونډه کي بیا هم روسیې او چين برخه وانه خيستل او هغه يې د سوريې په کورنيو چارو کي د سوريې د دښمنانو يوه بله هڅه وبلل .
«عربي پسرلی» او د سوريې بحران
«عربي پسرلی» چي د مصر د ولسي پاڅون سره و غوړېد،په لومړي سر کي يې د ولسونو په زړونو کي د مثبتو پرمختياو اميد را و سپړه خو ډېر ژر معلومه سو چي په زیاتره عربي هيوادو کي پيښي په متمدنه توګه پر مخ نه بېول کيږي . د ډيموکراسۍ د تحقق او د اقلیتونو د دفاع پرځای ، د مخالیفینو ډبول او کودتاوو ته سازماندهي ور کول کيږي چي د تیرو ظالموحاکمانو پر ځای نوري جګړه ماري ډلي مسلطيږي . په کورنيو لانجو کي بهرنۍ لاسوهني ، ديوې ډلي څخه د هغوی ملاتړ او پخپل ذات کي د داسي دخالت ماهيت و حالاتو ته منفي رنګ ورکړی دئ . د لیبیا مثال د متمدني نړۍ پر تندي باندي د قرون وسطايي غوندي چلند يو تر ټولو تور داغ پاتي دئ .
د سوريې بحران هم و يوه همداسي ګرداب ته کښېول کيږي . تر اوسه پوري چي بېلابيلو منابعو په دې اړه څه ويلي دي دا خبره په ډاګوي چي د سوريې د بحران ماهیت د مصر، ټونس او بحرین غوندي ولسي پاڅونو سره بنيادي فرق لري او هيڅوک په سوريه کي د هغه سره د هيڅ رازي ورته والی نښه نسي په ګوته ولای .
په واشنګټن کي د سټراټيژيکو مطالعاتو يوې مؤسسې او همدارنګه څو نورو غربي منابعو په هغه ګزارشو کي چي په دې ورستيو کي يې د سوريې د بحران او د سیمي د جيوپوليټک د راتلونکي بدلونونو په هکله خپاره کړي دي ويل کيږي چي «د عربي پسرلي» او د سوريې د بحران په مابین کي د ورايه اساسي توپيرونه ليدل کيږي .
هغوی وايي هغه څه چي د مصر او د ټونس په هيوادو کي پښ سول او د حاکمو مستبده رژيمو د را پرځېدو سبب و ګرځېدل هغه په واقعيت کي د خلکو داکثریت د نفرت او په ډله ييزه او سوله ييزه اعتراضو کي د هغوی د مشارکت محصول وو، حال داچي د سوريې په بحراني پرمختیاوو کي داسي څه نه ليدل کيږي؛ یعني د خلکو اکثریت په هغه کي دخل نلري بلکه صرف د يوه ماجراجويه او تجرید سوې يوکوچنی خو مسلح اقليت دئ چي د پرديو په ډيکټو او وسلو سره غواړي په مسلحانه توګه ددې هيواد و حالاتو ته رنګ ورکي .
لکه په نورو هيوادو کي په سوريه کي هم تل يو خاموشه خو آګاه او پر وطن مين اکثریت موجود وو او اوس هم دئ چي د خپل هيواد ملي ګټو او ملي يووالی ته متعهده او هغه ته اولويت ورکوي؛ د زیاتره تحلیلګرانو او د هغې جملې نه د میرلينډ د پوهنتون د پيو د نظر اخیستلودمؤسسې په عقيده د سوريې اکثریت ولس هم د بشار اسد د دولت سره د همدې ظرفیت د درلودلو په خاطر زیاته علاقه لري او نه غواړي هغه د کاره ګوښه سي او يا په هيواد کي د پردو په ګټه لګه درګه جوړه کي .
يو بل تفاوت هم چي «د عربي پسرلي» او د سوريې د پرمختیاوو تر منځ ليدل کيږي او تيره هفته د هافینګټن ورځپاڼي هم هغې ته اشاره کړېوه، هغه په دې تحولاتو کي په لوی لاس د سوريې د اعتراضی اقلیت مسلح کېدل دي چي غواړي په سوريه کي امنيتي بحران را و زېږوي . دغه کوچنۍ مسلحه ډله چي د امريکا ملاتړ ورسره دئ د امریکا دتیوری پر اساس عمل کوي . امریکا غواړي چي په سوريه کي لکه د لیبیا د اشغال غوندي يو موډل پلی او د سوريې د سرحدي ښارو څخه يوه ښار تجزیه کي او هغه بیا د مخالفانو د مرکز په حیث په رسمیت و پېژني او دهغې لاري څخه بیا د پایتخت د سقوط په لوري يوکودتايي حرکت ته سازمان ورکړي . ( البته دا کار د ټولو نړی وال حقوقي موازينو سره مغایرت لري) . د سوریی وسله وال پوځ تر اوسه پوري و ترکيې ته نيژدې سرحدي ښارکي د خپلو عملیاتو د لاري د امريکا دغه پروژه خنثی کړېده خو د دغه عملیاتو دوام درنه مرګ ژوبله هم را وستلې ده .
د عربي پسرلي او د سوريې د پرمختیاو يو بل تفاوت په دې کي هم دئ چي په مصر او ټونس کي ولسي پاڅون بيخي کورنی ماهیت لاره او خارجي قواوو په هغه کي د نه څه په اندازه برخه درلودله، حال داچي په سوريه کي په سپينه ورځ د امريکا، سعودي عربستان، ترکيې او اسراييلو يوه مخکنۍ طرحه پرمخ بېول کيږي .
د سوريې کورنی حالت داسي نه دئ لکه په مصر او ټونس کي چي وو . هلته په هغه لومړيو میاشتو کي دحاکم نظام ښېرازه سره وشلېدله او سیسټم يې په کورنيو اختلافو کي ډوب سو، خو سوریې خپل دولتي انسجام لا تر اوسه ساتلی دئ او ټولنیزه بدنه يې هم پر خپل ځای باندي هماغسي کارنده ولاړه ده .
سره ددې چي شننوکي په دې خبره سلا دي چي د سوريې په هکله د غرب او امريکا پروژه اوږدمهاله خصلت لري چي په لنډ وخت کي څه نسي تر لاسه کېدلای ، ولي د موجوده حالاتو واقعیتونه دې خبري ته وضاحت ورکوي چي د سوريې د تحولاتو په هکله د غرب سټراټيژي تر اوسه پوري درې مرحلې درلودلي دي .
د بحران په اول سر کي غربیان په دې پوهېدل چي د بشار اسد دبدلېدو د پاره يو مطمئنه بديل وجود نلري او که وي هم هغه به تند لاري بنسټپالان وي چي کېدای سي اشغالي سيمي ناامنه کړي، نو سلا يې پر دې سوه چي داسد د ایسته کېدو پرځای د هغه د ضعیفه کېدو سټراټيژي پر مخ بوزي . د هغوی تصور داوو چي کېدای سي اسد هغومره ضعیفه کړي ترڅوو غرب ته د امتياز د پاره غاړه کښيږدي . خو امريکه پر دې هم بېريږي چي که اسد پر قدرت پاتي سي په سیمه کي به د مقاومت يو نوی دوران پيل سي ، ځکه نو دم درحاله په سوریه کي د بحران ددوام يو علت هم دادئ چي امریکا غواړي بشار اسد په زیاتو جنجالو کي مصروفه و ساتي تر څو د انتقام اخیستلو توان د هغه څخه سلب کړي .
په عمومي ډول په سوريه او ټوله عربي نړۍ کي د حالاتو مسیر د زیاتي پاملرني او اندېښنې وړ دئ . دغه حالات ښيي چي که ډيموکراسي په داسي قهرجنو او عوامفریبانه وسایلو سره پلي کيږي هغه هم د خارجي مداخلو د لاري نو حتمن به برعکسي نتیجې ورکوي . د سوريې خلک دهمدې څخه اندېښمن دي چي که امريکا په سوريه کي په خپل لاس جوړه کړې مخالفه مسلحه ډله د بمباريو د لاري و قدرت ته رسوي نو ضرور به هغه په کورنۍ جګړو اوړي او د افغانستان، عراق او لیبیا هولناکه وضعه به په خپل هيواد کي د هغوی تر سترګو تیريږي .
پای
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه