ملي باور نا دولتي ورځپاڼې وروستیو پرمختګونو ته په اشارې، چې د سیمې او نړۍ په کچه د سولې د بهیر په اړه رامنځ ته شوي لیکلي، چې د سولې لپاره روانې هلې ځلې خورا حساس پړاو ته ننوتلي دي.
ورځپاڼې د القاعده په اړه د طالبانو په دریځ کې مهم بدلون ته اشاره کوي او لیکي، چې طالبان اوس دې ته تیار شوي، چې له القاعده سره خپلې اړیکې پرې کړي.
ورځپاڼې په افغانستان کې د سولې د هڅو لپاره د روسي مشرانو وروستۍ څرګندونې هم راخستي او لیکلی، چې اوس داسې ښکاري، چې دوی ددغو هڅو لپاره له امریکا سره همغږي شوي دي.
خو ورځپآڼې خبردارې ورکړې، چې په اوس وخت کې باید په ډیر احتیاط اقدام وشي او داسې نشي، چې د سولې د هڅو په اړه روان پرمختګونه یو ځلې بیا له ستونزو او خنډونو سره مخامخ شي.
اصلاح دولتي ورځپاڼې بیا د سولې او پخلاینې هڅې په یو تفصیلي مطلب کې څیړلي او لیکلي، چې دا هلې ځلې باید لا پیاوړې شي.
دې ورځپاڼې د سولې په روانو هڅو کې وروستیو پرمختګونو ته په اشارې لیکلي، چې باید دغه پرمختګونه خوندي شي او داسې څه ونشي، چې روانې هلې ځلې زیانمنې کړي.
ورځپاڼې که څه هم ځینې کړۍ د سولې د هڅو په وړاندې خنډونه رامنځ ته کوي، خو په حقیقت سوله د ټولو په ګټه ده، که هغه امریکا ده، که پاکستان او یا نور هیوادونه.
خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې بیا له ځینو لویدیځو رسنیو سره د طالبانو د ویاند مرکې ته په اشارې لیکلي، چې طالبان هڅه کوي په خپل دریځ کې د نرمښت په راوستلو سره امریکا او نړیواله ټولنه قانع کړي، چې واک دوی ته وسپاري.
ورځپاڼې لیکلي، چې د طالبانو په دریځ کې یو مهم بدلون د القاعده په اړه راغلې او لیکلي، چې ددې ډلې ویاند له رسنیو سره په مرکه کې ویلي، چې کله دوی په افغانستان کې په دویم ځل واک ترلاسه کړ، نو د القاعده کوربانه به نه وي.
خو ورځپاڼې پدې ټینګار کړې، چې طالبان باید د واک د ترلاسه کولو انتخابي سیسټم ته غاړه کیږدي او د خپلو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د سیاسي مبارزو لاره خپله کړي.
ورځپاڼې لیکلي، چې طالبان هڅه کوي، چې له امریکا سره د خبرو په مهال په افغانستان کې کورني اختلافات کم ارزښته وښیۍ، حال دا، چې دا اختلافات له هغه زیات دي، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ موجود دي.
سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې هم لیکلي، چې په افغانستان کې د سولې د روانو هڅو په اړه د روسیی په دریځ کې مهم بدلون لیدلې کیږي.
د ورځپآڼې په وینا روسیه، چې له طالبانو سره د پخلاینې د بهیر مخالفت کاوه اوس ددې بهیر پلوي کوي او وایی، چې طالبان باید هغه شرطونه ومني، چې د افغان دولت او نړیوالې ټولنې لخوا وړاندې شوي دي.
ورځپآنه د روسیی د صدراعظم ولادیمیر پوتین په حواله، چې تمه ده ډیر ژر به ددغه هیواد د ولسمشر په توګه بیا انتخاب شي لیکلي، چې د یو باثباته افغانستان د جوړیدو پوره امکان موجود دې.
خو ورځپاڼې لیکلي، چې ښاغلې پوتین پدې باور دې، چې دا کار هله امکان لري، چې د افغانستان ګاونډي هیوادونه پدې برخه کې پوره همکاري وکړي.
خو محور نا دولتي ورځپآڼې بیا لیکلي، چې روسیه که څه هم د افغانستان د لانجې حل غواړي، خو د امریکا او افغانستان ترمنځ له ستراتیژیکو اړیکو سره مخالفت لري.
ورځپاڼې لیکلي، چې پدې مورد کې روسیه ایران ته ورته دریځ لري او نه غواړي، چې په افغانستان کې د امریکا پوځي اډې موجودې وي.