دكندهاردمرافعه څارنوالي ريس وايې چې دميلادنبي كريم (ص ) اودښځودنړيوالي ورځي په مناسبت به دافغان ولسمشرحامدكرزي دځانګړوفرمانونوله مخې ګڼ شمېربنديان له زندان څخه ازادكړي اودځينونوردبندموده به راكمه كړي .
په دغوبنديانوكې دغلا،مخدره موادو،كوتاه تركې اوترډيره بريده جنايي بنديان شامل دي .
دكندهارمرافعه څارنوال الحاج عبدالرشيد(عابد)وايې چې دولسمشرحامدكرزي دفرمان له مخې به دكندهارله لوي محبس څخه نږدي ۳۵ تنه زندانيان خوشي كړې .
تردي وړانددولسمشرحامدكرزي له لوري دحضرت سروركائنات (ص) دمبارك ميلادپه مناسبت دځانګړي فرمان له مخې د ننګرهار،هرات ،مزاراوځينونوروولايتونوكې له زندانونوڅخه ګڼ شمېربنديان ازادسوي خوپه كندهاركې دغه كاراوس ترسره كيږي .
دكندهارلوي محبس چې دلوي كندهاردټولوولايتونومحبوسين پكې ساتل كيږي دافغانستان په كچه يوله ستروزندانونوڅخه شمېرل كيږي .
په دغه زندان كې زياتربنديان شكايت كوي چې دوسې يې نه څيړل كيږي اوزياتره وخت خوبېخي بي سرنويشته پاتي وي .
دوي زياته نيوكه پرعدلي اوقضايي اداروباندي كوي چې په كاركې يي ځنډرامنځ ته كوي .
دكندهارمرافعه څارنوال هم دبنديانودغه نيوكه پرځاي بولي وايې چې پدي اړه يې زياته پاملرنه كړې .
نومه وړي له هغه كميسيون څخه يادونه وكړل چې په همدي موخه يې جوړكړي
دكندهارمرافعه څارنوال چې تازه يې په كندهاركې په دنده پيل كړي وايې چې څولمړي توبونه يې ټاكلي اوهڅه كوي چې دتورنوكسانو ټولودوسيوته پروخت رسيده ګې وكړي .
څارنوال دخپل رياست په چوكاټ كې دمسلكې كسانوله نه شتون څخه ديادونې په ترڅ كې وويل چې پرقضيوزيات وخت له دي امله تيريږي چې كافي پرسونل يې په واك كې نسته .
څارنوالي چې دهرهيوادپه كچه له مهمواداروڅخه ګڼل كيږي دهغه هيوادپرقانون باندي دڅارني اونظارت دنده په غاړه لري .
دغه اداره په افغانستان كې يوله هغواداروڅخه ده چې دنوروعدلي اورګانونوترڅنګ ورته هره ورځ په پراخه پيمانه كسان دخپلوحقونودغوښتلولپاره مراجعه كوي .
ددغې حقوقي ادارې چارواكې وايې چې دكافي كاركونكودنه شتون په وجه تل له ګڼوستونزوسره مخ وې .
په وينايې چې له امله يې دتورنوكسانوددوسيوپه څيړلوكې زيات وخت لګېږي اودوى نسي كولاي چې يوه قضيه پرخپل ټاكلي وخت وڅيړي .