کور / تازه خبرونه / په افغانستان کي د اېران پټي لاسوهني رسوا سوې

په افغانستان کي د اېران پټي لاسوهني رسوا سوې

کابل ورځپاڼو نن خپل زیاتره مهم سرلیکونه د سیمې د استخباراتو د جاسوسانو نیولو ته ځانګړې کړي او په افغانستان کې د جاسوسانو د موجودیت په ستونزې بحثونه کړي، چې غورچاڼ يي حمید مومند په لاندې راپور کې رانغاړلي دي.

ملي باور:

ملي باور نا دولتي ورځپانې لیکلي، چې د دې جاسوسانو په نیولو سره بالاخیره په افغانستان کې د ایران پټې لاس وهنې رسوا شوې.

ورځپاڼه لیکي، چې ایران او پاکستان ته د جاسوسۍ په تور په نیول شویو کسانو کې یو یی د بهرنیو چارو وزارت ډیپلوماټ او درې نور یی ددغه وزارت ټیټ پوړي مامورین دي.

د ورځپاڼې په وینا دا یوازې یو کس ندې، چې ایران ته یی جاسوسي کوله، بلکه ددغه هېواد جاسوسان همدا اوس د افغان دولت په مهمو ځایونو کې په مهمو پوسټونو کې کار کوي.

ورځپاڼې که څه هم ددغو جاسوسانو د نیولو لپاره د حکومت اقدام ستایلې، خو ټینګار یی کړې، چې یوازې نیول کافي ندي بلکه دوی ته باید داسې سزا ورکړای شي، څو نورو ته د عبرت سبق شي او بیا څوک دداسې کار جرئت ونکړي.

ورځپاڼې لیکلي، که حکومت داسې ونکړي او بیا هم دا کسان په یوه یا بله پلمه خوشې شي، نو دا به د افغان دولت خپلواکي تر پوښتنې لاندې راولي.

سرنوشت:

خو سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي، چې افغانستان د پردیو د جاسوسانو لپاره یو خوندي هیواد دې.

د ورځپاڼې په وینا افغانستان د پردیو له جاسوسانو ډک دې، خو یوازې یو یا دوه داسې مورده موجود دي، چې پکې دا جاسوسان تر عدلي او قضایی تعقیب لاندې نیول شوي.

ورځپاڼې وړاندې په افغان دولت کې موجودو ځینو مهمو ستونزو ته په اشارې لیکي، چې دا دولت ځینې واړه مسایل جدي نیسي او کله کله مهم مسایل له پامه غورزوي.
ورځپاڼې لیکلي، چې تل لیدلې کیږي، چې دولت د یو معمولي وسله وال د نیولو لپاره پراخ عملیات کوي، خو د دولت په مهمو څوکیو کې د موجودو جاسوسانو د نیولو لپاره هیڅ هم نه کوي.

ورځپاڼې په دولتي ادارو کې د بهرنیو جاسوسانو موجودیت یوه خطرناکه مسئله بللې او لیکلي، چې ددې ستونزې هواري ته باید جدي پاملرنه وشي.

خدمتګار:

خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې بیا په افغانستان کې د ایران او پاکستان نفوذ ته په اشارې لیکلی، چې دې دواړو هیوادونو په افغان دولت کې زیات شمیر جاسوسان ځای پر ځای کړي.

ورځپاڼې لیکلي، چې دا دواړه هیوادونه د خپلو همدغو جاسوسانو په وسیله په افغانستان کې د جنګ او بې ثباتۍ اور ته لمن وهي او دا هغه څه دي، چې د ورځپاڼې په وینا افغان چارواکو له پامه غورزولي.

ورځپاڼې لیکلي، چې افغانستان اوس مهال د ایران او پاکستان له استخباراتي جګړې سره مخ دې او پکار ده، چې ددې جګړې د مخنیوي لپاره خپله استخباراتي اداره پیاوړې کړي.

محور:

محور نا دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي، چې دا څلور دولتي مامورین شاوخوا یوه میاشت مخکې نیول شوي وو، خو د نیولو خبر یی پرون خپور شو.

ورځپاڼې د ځینو سرچینو په حواله لیکلي، چې په نیول شویو کسانو کې یو یی د بهرنیو چارو وزارت جګپوړې ډیپلوماټ دې، چې د اسیا د څانګې مرستیالي یی په واک کې درلودله.

ورځپاڼې دا هم لیکلي، چې افغان مشران او چارواکو د ایران د لاس وهنو په اړه څه نه وایی او دا ځکه، چې دغه هیواد دوی ته ډالر او یورو ورکوي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپآڼې بیا که څه هم د نیول شویو کسانو په اړه زیات جزیات ندي ورکړي، خو لیکلي، چې په نیول شویو کسانو کې یو یی د بهرنیو چارو وزارت کارکوونکې او درې نور یی په ولایتونو کې سیمه ایزو ادارو کارکوونکي دي.

د ورځپاڼې په وینا د ملي امنیت چارواکو له نیول شویو کسانو پوښتنې او ګرویږنې پیل کړي، چې پدې اړه ممکنه پرمختګونه به وروسته اعلان شي.