کور / تازه خبرونه / هلمند : ٩ وسله والو ته د مرګ ژوبلي د اوښتو خبر ورکړل سو

هلمند : ٩ وسله والو ته د مرګ ژوبلي د اوښتو خبر ورکړل سو

د هلمند ولايت امنيتي مسئولين وايي چي په دې ولايت کي د چاودېدونکي توکو يو ډک پېپ چاودلى او پکښي ٩ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې .
د هلمند ولايت د والي وياند داود احمدي وايي چي پېښه تېره ورځ د نوزاد اولسوالۍ اړوند د کورغي په سيمه کي رامنځ ته سوې .
نوموړى وايي چي وسله والو طالبانو د چاودېدونکو توکو څخه ډک يو پېپ په موټر کي وړى چي ورباندي چاودلى او پکښي د يوه قوماندان په ګډون شپږ تنه وژل سوي او درې تنه نور ژوبل دي.