د هلمند ولايت امنيتي چارواکي وايي چي په دې ولايت کي په يو ه کور کي چاودنه سوې چي په پايله کي ئې اووه تنه وژل سوي .
د دې ولايت د والي وياند داود احمدي وايي چي چاودنه د ناوې اولسوالۍ اړوند په يوه کور کي رامنځ ته سوې او په پايله کي ئې د نوموړي په وينا چي په وژل سوو کسانو کي ٤ مېرمني، ٢ انجوني او يو کوچنى شامل دي او همدا ډول يو کوچنى پکښي ژوبل سوى.