اوس هم امنيتي ځواکونه د مقابلې توان نه لري
دتېرو لسو کلونو راهيسې امنيتي مسوولين د امنیتي ارګانونو د تجهز او سمبالښت ناندرې وهي، او همېشه يې د پوره همغږۍ، د دښمن د پلانون شنډول، په هره برخه کې د مسلکي زده کړو، د ښه سلاح لرلو او په ټوله کې د مجهز امنيتي ځواک د لرلو خبرې کړي، او يادونې يې کړي، چې د هر تېري کوونکي ته غاښ ماتی ځواب ورکولای شي، مګر د تېرې اونۍ د مظاهرو څخه داسې معلومېږي، چې د امنيتي ارګانونو د مسوولينو خبرې د صفر سره ضرب دي، تر اوسه امنيتي ځواکونو کې هېوادنۍ مينه نشته، د کلک هوډ لرونکي ندي، چې د خپلې خاورې او مظلوم ولس د مال او سر حفاظت د خپل سر په بدل کې وکړای شي، په همغږۍ د دښمن پلان په دقيق ډول کشف او بيا يې خنثی کړی شي، د مسلح مخالف او د مسلح ځواک سره د جنګ خبره پرځای، زموږ امنيتي ځواکونو خو د تېرې اونۍ دمظاهرې مخه هم و نه شو نیولای، تر اوسه يې د هغه مظاهرو قومنده کوونکي ونه شو نیولای ، چې زموږ بې وزله هېوادوالو کورونه، موټرونه، دوکانونه او نورې شتمنۍ يې وسوځولې او يا يې چور کړې، داسې شواهد موجود دي، چې په تېرو مظاهرو کې د امنيتي ارګانونو ځيني مسوولين او منسوبين په ساده کالو کې برخه لرله او د هدفمن ځای ته تګ پلان يې درلود، اسلامي مقدساتو ته سپکاوی هر مسلمان او په ځانګړي ډول افغان ملت هم پخواء غندلی، هم يې نن غندي او هم هيله لري، چې په آینده کې د اسلامي مقدساتو د سپکاوي مخه ونيول شي او که چيرته بيا هم يې مخه و نشوه نيولای بيا به هم د اسلامي احساساتو د ښکاره کولو په خاطر مظاهرې کوي، مظاهرې يا لاريون په دوه ډوله دی، مسلح يا هغه لاريون چې عامه خلکو ته پکې زيان اړول کېدای شي، او سوله ييز لاريون، افغانانو په تېرو څه باندي ۳۰ کلونو کې وينې بهيدل وليدل، ورور د ورور په غيږ کې ساه ورکول وليدل، پلار ځوی او ځوی پلار له لاسه ورکړ، بې شمېره کونډې او ياتيمانې پاتې شوي، بې شمېره لا ژوندي ورک دي، نه شمېر يې معيوب او معلول شول، نور افغانان د جنګونو او وينو بهيدلو څخه کرکه او نفرت لري، او هېڅکله نه غواړي چې خپل افغان ورور ته زيان واړوي، مګر د تېرې اونۍ په لاريونونو کې مخالفين ځای پرځای شوی وه، او د خلکو پاک او سپيڅلي احساساتو څخه يې ناوړه ګټه واخېسته، هدفمن ځايونو ته يې چې پخواء يې پلان کړي وه، ځانونه ورسول، د بې ګناه او بې وزلو افغانونه کورونه يې لوټ کړل، موټرونه او دوکانونه يې وسوځول، د همدغه موټرونو یا دوکانو له برکته غريب افغان د خپلې کورنۍ نفقه برابروله، مګر نن سخت دريځو وسېځل، او د سېځلو سره سم د هغه کورنيو نفقه پيدا کول له سوال سره مخامخ شول کومو چې د همدې لارو يې برابروله، دا ټوله پړه بايد افغان امنيتي ځواکونه پرغاړه واخلي، موږ په خپل هوډمن، پښتون، کلک مسلمان او باغيرته افغان ولسمشر باندي فخر کوو،چې سملاسه یې د پاک قران سوځېدل په کلکه وغندله، د عاملينو د سزاء غوښتونکی شو، مګر امنيتي ځواکونه په درانه خوب ويده پاتي شول، تر ننه پورې يې داسې پلان جوړ نه شو کړای، چې په همغږۍ وکولای شي، د تاوتريخوالي مخه ونيسي، دغه ارګان بايد په داسې طرحې يا ميکانيزم کار کړی وی، چې هم افغان مسلمان ملت د خپلو پاکو احساسات ښکاره کولی شوی او هم يې د سوله ييز لاريونونوپه پايله کې خپل غږ د نړيوالې ټولنې تر غوږو رسولی شوای، مخالفينوبه نه شو کولای د موقع څخه په استفادې خپلو هدفونو ته ځانونه ورسوي، د د ې ټولو ترڅنګ نن به مو هغه جنازې او ټپي کسان نه ليدلی چې د همدې لاريونو په ترڅ کې وژل شوي او يا ټپي شوی وه، نن د ځينو سخت دريځو مخالفو له وجهې زموږ بې ګناه، دپاکو احساساتو لرونکي ځوانان يا ووژل شول او يا هم په سخت ټپي حالاتو په رغتونونو کې دي، دا واړه لاريونونه وه، خوبيا هم افغان امنيتي ځواکونو و نه شو کولای مخ نيوی یې وکړي، که چيرته د يو زبرځواک سره مخامخ شو او يا هم مخالفين په مسلح ډول مخامخ شي بيا به مو د امنيتي ځواکونو څه حالت وي؟؟ د دغه پوښتنې د حل لپاره بايد امنيتي ځواکونه څه وکړي، تر اوسه د نړيوالو څخه پرته له دې چې د منظم دفتر جوړولو، يونفورم اخيستلو، لوکس موټرونو رانيولو پرته نور هېڅ کار نه دی اخيستل شوی، ټول نمايشي کارونه شي، په لوژستيکي قراردادونه د يوې مافيا په ولکو کې راښکېل دی، سلاح د څو ډزو سره کار پرېږدي، ځواکونه لا تر اوسه څنګه چې لازمه ده نه دي اکمال او تجهيز او نه هم تربيه شوي.