د پيدايښت له ورځې بشريت د جنس له ستونزې سره لاس او ګريوان و، کله چې الله تعالی لومړنۍ جوړې پيدا کړې نو ښځه د ځمکې په مخ د لومړي جرم لامل شوه، سړي خپل ورور مړ کړ ځکه چې وريندار يې د ده له مېرمنې ښکلې وه. له ازل نه کورنۍ نظام پيژندل شوی و، خو کله چې په خلکو زمانه واوښتله، نو د خپلو شهوتونو مهار يې ايله کړ، بدلمنې وې ،جنسي ويجاوړنکې ازادي وه ، نو الله تعالی خپل رسول را ولېږه چې خلک د جنسي ستونزو له ګرځندي راوباسي او داسې يو حلال او پاک ټولنيز نظام ورته جوړ کړي چې بشري سعادت پرې ودريږي.
ټول اسماني قوانينو د سړي او مېرمن ترمنځ اړيکه محدوده کړه څو نوې ټولنه رامنځ ته کړي، کورنۍ د بشري ټولنې زړی دی، د کورنۍ استقرار د ټولنې استقرار دی. ټول اسماني قوانينو سړو ته خپل حق او ښځو ته خپل حق ورکړ خو کله چې هم بشريت د اسماني عدلت نه لرې شو او په ټولنو د دين واکمني کمزورې شوه نو امرانو، قاضيانو، قانونپوهانو داسې قوانين رامنځ ته کړل چې د ځانونو لپاره يې د ښځو په پرتله ډېر حقوق وټاکل، نو دا هغه د ضياع پيړۍ وه چې انسانيت پکې سرچپه شو.
په ټولنو کې د ښځې مرکزيت د ټولنې د تمدن حقيقي مقياس دی،که چېرته کومې مېرمن ته په کومه ټولنه کې درناوی ورکړل شو او خپل حق يې له زيادښت او کمښت پرته تر لاسه کړ، او خپل هغه طبيعې رول يې پرمخ يوړه چې الله د هغې لپاره پيدا کړې، نو دا ټولنه له هغې ټولنې ډېره پرمختللې ده په کومه کې چې د ښځې سپکاوی کيږي او بې سره پرېښودل کيږی، د غولونکو شعارنونو تر نامه لاندې هر ډول فساد ترسره کيږي چې غولونکي خلک ورته غوښتنې، غريزي او خواهشات ښکلي کوي او وايې نفسياتي څرګندونې ازادې دي، موږ هغه څه کو چې موږ يې لرو، زموږ کړنې زموږ له وجود نه سرچينه اخلي او زموږ په خلقت کې برخه لري، انسان چې څو شعور ولري ازاد دی،او د دې په څېر فلسفې چې ګناه ته هڅونه کوي او د شهوتونو ازادي مړوي رامنځ ته شوې!
په ټولو هغو ولسونو کې چې د پرمختګ يو ټاکلي پوړ ته رسيدلی د ښځې مرکزيت متماثل دی څو چې د دين له اغيز او تاثير نه لرې وي، په پخواني مصر ، بابل او آشور کې ښځه په يو مقام کې وه هغه د سړي قانوني ښځه وه، سړی په خپلو کړنو کې د خپلې شتمنۍ پر بنسټ ازاد و، د کور نوکرې به يې وينځې وې . سړي د يوې شرعي ښځې اجازه لرله هغه يې (( خوږه ميرمن وه)) د (( کور مشره)) وه هغې به ځانګړی حريم سرای لره چې سندرغاړې به پکې ناستې وي، د سړي په وړاندې کوم محدوديتونه نه ول دا کار د سړي په شتمنۍ او د هغه په اشتها پورې محدود و.
پخواني مصريانو بې شمېره ښځې کولې، د عشره الوجه القبلي مشر ((اميني)) چې په منځني دولت کې يې ژوند کاوه دوه مېرمنې يې لرلې يوه يې (( نبت)) نومېده چې دوه زامن او پنځه لوڼه يې لرلې، او بله يې ((حتوت)) نومېده چې درې لورګانې او يو زوی يې ورته وزيږاوه.دواړه مېرمنې ګډې اوسېدلې ښه ژوند يې کاوه تر دې چې نبت په خپله دوهمه لور(( حتوت)) نوم کېښود او حتوت مېرمنې په خپلو درې لورګانو نبت نوم کېښود!
د دوهم رمسيس دوه لوي مېرمنې وې چې نفترا مرن موت اسي ــ نفری ام منفتاح نومېدې،کله چې يې د حيثيين له پاچا سره سوله وکړه نو سياسي واده يې وکړ.او څلورم تحتمس هم دغسې کار وکړ،او همدارنګه دريم امنوفيس او څلورم چې کله د بابل او متاني څخه بنديانې ونيولې نو د سياسي لاملونو له مخې يې خپلې مېرمنې وګرځولې.
د اميرانو ماڼۍ او د واليانو او بډايانو سېمې له حريمونو ډکې وې په فرعوني پيړۍ کې د (( د نقاب پوشو په کورنو)) يادېدلې، د کور د څښتن له خوا دوی او بچو يې هيڅ ډول قانوني حقوق نه لرل.د تاريخ په ټولو پيړيو کې د بډايانو د اړتيا په موخه حريم سرايونه موجود و، د حريم د ښځو دنده دا وه چې د فرعون زړه په سندرو او نڅاو خوشاله وساتي، او د شتمنو په ماڼيو کې هم د حريم همدغه دنده وه.
د اهرام په ډبر ليکونو کې د مړ پاچا نه يادونه کوي چې (( د خپلو ميړونو څخه به يې د خپلې غوښتنې سره سم مېرمنې اخيستلې)) پاچا د ميړونو څخه د هرې مېرمن د غصب حق لري، او ځوانانو به په پنځلس کلنۍ کې له دولس کلنو نجونو سره ودونه کول، او پلار به په واده کې شرعي وکيل و.
په جنګونو کې نيول شوې مېرمنې به په پوځيانو ويشل کېدلې، يو پوځي به له يوې جګړې وروسته لس وينځې اخيستلې، داسې يوه پيړۍ نه شو موندلی چې په هغې کې دې بې کوره او بې اوره مېرمنې نه وې، کومه دنده يې نه لرله يواځې به يې په بدلمنۍ ژوند تېراوه.
زامن به مورګانو ته منسوبيدل.د منځنې دولت په پيړيو کې د مخورو په کورونو کې د وراثت نظام د ښځو لاس ته ولويد، زوی به ميراث نه شو اخيستلی بلکې مشر هلک به مشرې خور په ميراث اخيست، مور پلار به د ځوان طبيعي ساتونکی و.
بشريت د تاريخ له رازرغونيدو څخه د ښځو تعدد پيژندلی و، د تورات ويونکی به پکې پيدا کړي چې د بني اسرائيلو نبيانو به له يوې ډېرې مېرمنې کولې تر دې چې ويل شوي د سليمان په ماڼۍ کې تر زرو ډېر ښځې وې.
په انجيل کې کوم صريح نص نه دی راغلی چې له يوې زياتې مېرمنې دې حرامې کړې وي،د سيد مسيح نه واده مسيحيان په حرج کې غورځولي دي تر دې چې الله ته د دوی په نيز تر ټولو کرکجن حلال طلاق دي!
عربانو په جاهليت کې د بې شمېره ښځو نظام پيژندلی و، د قوم مشرانو به خپلې وينځې د پيسو په خاطر په زنا اړ کولې، کله چې اسلام راغی نبي عليه السلام وويل: ((داسې مه وايه چې زما مريه او مريې بلکې ځوان او ځوانه ووايې)
له همدې کبله په قران کې راغلي: (( تاسې خپلې ځوانې په زنا مه اړ کوئ که هغو پاک لمني وغواړي)). النور:۳۳
د سرو جنډو ځينې ښځې له دې دندې په تنګې شوې خو د خپلو مشرانو د فشار او تهديد له امله يې زناوې کولې.
بيوزله عربانو به د بېوزلۍ له امله خپلې لوڼه ژوندۍ خښولې دا د نسل د تحديد يو ډول و، هلکان به نه خښيدل ځکه چې قبيلې به په بريدونو کې او د ځان څخه د دفاع لپاره سړو ته اړتيا لرله، نو ځکه يې لورګانې نه خوښولې: (او کله چې د دوی يو چا ته د لور ( د زېږېدو) زيری ورکړل شي، مخ يې تک تور اوړي او د وينو غوړپ تېروي * د (دغه) بد خبر له کبله چې ورکړل شوی له خپل قوم څخه پټ ګرځي. ايا هغه په شر (سره) وساتي يا يې (ژوندۍ) په خاورو ومنډي؟ ګورئ! هغه څه چې دوی حکم کوي بد دي )) النحل ۵۸ـ۵۹
په جاهليت کې د ځينو عربانو په منځ کې ناموس دومره سپک شو ، چې خپله مېرمن به يې يو غښتلي سړي، خوله ور شاعراو پوهاند ته د غښتلي نسل په خاطر ليږله چې ځېنې صفتونه يې راخپل کړي.
دوه خويندې به يوه تن په نکاح کولې، سړی به د خپل پلار د مېرمنې وارث و، او چا چې به دا کار کاوه نو ضيزن يې باله، کله چې به يو سړی مړ شو او يا به يې مېرمن طلاقه کړله نو مشر زوی به يې راولاړ شو که به يې خوښه وه نو ټيکری به يې پرې خور کړ، که به يې ورته اړتيا نه لرله نو په نوی ول ور به يې خپلو وروڼو ته واده کړه،په جاهليت که دغه نکاح په نکاح المقت (( کرکې نکاح) يادېدله.
يو سړي به د خپلوانو ميرمن په ميراث واخيستله بيا به يې نه پرې خپله نکاح تړله او نه به يې بل سره د نکاح اجازه ورکوله څو چې مړه شي او يا بېرته خپل مهر ورکړي،که به ښايسته وه نو واده به يې کړه او که به بدرنګه وه نو تر هغې به يې بنديوانه کړه چې ساه به يې ورکړه.
او د هغې ميراث به يې تر ګوتو کړ.
په جاهليت کې عربي مېرمن يو څه حقوق لرل خو د افلاطون په جمهوريت کې يې هيڅ حق نه لره، هغه د دوه غوره سړيو لوبه وه، يواځې د غښتلو سړيو د ساعت تېرۍ لپار زيږېدلې وه هغه سړي ته زيږيدلې وه چې فيلسوف د خپل جمهوريت ټول امکانات په لاس ورکړي و.
دکتور علي عبد الواحد وافي په خپل کتاب ((په اسلام کې د انسان حقوق)) کې وايې: (( مثلا په فرنسا کې ښځه تر نيږدې پېړې پورې، بلکې تر نن پورې د يوې متمدنې ټولنې وينځې ته ورته ده، په ډېرو مدينې چارو کې ترې قانون كورنی واك اخيستی دی او د فرنسې د مدنې قانون دوه سوه اولسمه ماده وايې : (( مړوخه ښځه، که چېرې واده يې هم د دې او د مېړه د ملکيت پر بيل والي ولاړ وي، نه شي کولی چې څه ترې ورکړي او نه خپل ملکيت انتقالولی شي نه ګروي کولی شي نه په کوم عوض او نه له عوضه پرته د څه شي څښتنه کېدلای شي خو که مېړه يې ورسره تړون وکړي او يا ورسره په ليکلې بڼه موافقه وکړي)).
که څه هم اوس دغه ماده کې تعديلات او تغيرات راغلي دي خو ولي ډېرې اغيزې يې اوس هم د فرنسوۍ مېرمنې له وضعيت سره له قانوني پلوه برابرې دي، په مړوخه غربي ښځه د دغه مدني مريتابه د سيورې د روښانه کولو لپاره ويلي شو چې غربي قوانين او عرف ثابتوي چې ښځه له واده سره سم خپل نوم او د خپلې کورنۍ نوم د لاسه ورکوي له واده وروسته ورته فلانۍ د فلاني لور نه ويل کيږي بلکې د خپل مېړه او کورنۍ نوم خپلوي د فلاني مېرمنې په نامه ياديږي. او يا خپل نوم د خپل ميړه او د هغې په کورنۍ پسې تړي نه په خپل پلار او خپلې کورنۍ پسې، د ښځې خپل نوم د لاسه ورکونه او د ميړه د نوم بارونه ټول هغه څه دي چې د ښځې مدينې شخصيت له منځه وړي او د مېړه په شخصيت کې يې ننباسي.
د اسلام سره هغو ظلم وکړ چې وايې اسلام د ښځو تعدد رامنځ ته کړ ، هغه حقيقت چې هېڅ ډول شک نه لري دا دی چې د اسلام د مخه د ښځو تعدد په ټولو پيړيو او ټولو دينونو کې پيژندل شوی و. ابراهيم خليل الله له ېوې ډېرې ښځې کړې وې،همدارنګه موسی کليم الله او ټولو رسولانو او نبيانو له يوې ډېرې ښځې کړې وې.د انصاف خبره به دا وي چې وويل شي اسلام د ښځو لپاره حد وټاکه نه تعدد،د اسلام نه مخکې سړي کولی شول چې هر څومره ښځې وکړي خو اسلام دغه تعدد له منځه يوړه او ځانګړی حد يې ورته وټاکه چې هغه څلور مېرمنې دي او ترمنځ يې عدالت فرض کړ، خو پخوا دا خبره نه وه که ميړه عدل کاوه او يا يې نه کاوه خپله خوښه يې وه.
د ښځو تعدد د مسلمانانو ترمنځ کوم خپور نظام نه دی ،ډېر مسلمانان په يوه ښځه بسنه کوي، خو ولې ځېنې وخت کې داسې ټولنيز او اقتصادي حالتونه راځي چې د بلې ښځې اړتيا پيدا کيږي څو ټولنه له ړنګيدو څخه وژغوري او يا يې له هغه فساد نه وژغوري چې ټولنيز نظام ګواښوي.
په نړۍ کې جنګونه اوس د ژوند يوه برخه ګرځېدلې ده ، نو د جګړې په لړ کې د ښځو شمېر د سړو په پرتله د نړۍ په هر هيواد کې زياتيږي، په اروپا کې اخلاقيان(مارليستان) له دويمې نړيوالې جګړې وروسته له دغې ستونزې سره مخ شول، طبيعت د خپلو اړتياو د پوره کولو لپاره چېغې وهي او غواړي چې په خپله لار مخکې لاړ شي. اخلاقيانو په خپلو ځانونو کې دومره جرات او زړرتيا ونه ليدله چې د ښځو د تعدد خبره وکړي نو پايله يې دا شوه چې د مردګاوۍ بڅرکي والوتل او جنسې څپې هرې خواته خپرې شوې هغه چې اوس د غربي تمدن ملا ورماتوي.
مسلمانانو په لومړيو وختونو کې غزاګانې او جنګونه وکړل د سړو شمېره د ښځو په پرتله کم شو، يواځې يې په دې بسنه ونه کړه چې کونډو سره دې ښېګڼه او مرسته وشي خواړه دې ورکړل شي ځای دي ورکړل شي او په دغه مادي حل دې بسنه وکړي، بلکې د ستونزې نور اړخونه يې په حقيقي معنی وپيژندل، خواړه يواځې د هغې ګيډه مړولی شي خو ناموس يې نه شي خوندي کولی، هغه د يوې بلې ولږې مړښت ته اړتيا لري که چېرې په حلاله لاره مړه نه شي نو طبيعت يې په دې اړه کوي چې په حرامو يې دغه ولږه مړه کړي. دا چې د اسلام پيغام او رسالت پاکوالی، عفت، او د جنسي اړيکي سپيڅلتيا ده نو اسلام اجازه ورکړه چې يو سړی له يوې مېرمنې زياتې کولی شي څو ټولنه د بدلمنو له شره پاکه کړي، او دا د ولسونو تمدن ته يو ستر ګواښ دی.
اسلام خپل تمدن د کورني ژوند په نظام او پاکوالي ودراوه،او د کور د برابرلو په موخه يې د يوې ښځې د کولو نظام رامنځ ته کړ خو په استثنايې حالتونو کې يې ميړه ته له يوې څخه د ډېرو ښځو اجازه ورکړه. که چېرته وويل شي چې ښځه د بنو سره د نيمايې کور مالکه کيږي نو له دېنه دا ښه ده چې هيڅ کور ونه لري.
خو د کور نه شتونه څه مانا لری؟ دا معنی نه چې ښځه کومه سر پناه نه لري، او نه دا مانا لري چې د مينې او رحمت له هغو عواطفو نه بې برخې ده کوم چې الله ورکړي، په ډېرو حالتونو کې يې مفهوم دا دی چې ښځه د خلقت نه محرومه کيږي او دا د يوې ټولنې لپاره تر ټولو ستر ګواښ دی.
کيدای شي چې ښځو ته داسې دنده په لاس ورشي چې خپل خواړه په خپله ځانته تيار کړي،اسلام د ښځې پرمخ د کار دروازې نه دي تړلي، خو معضله د خوړو لاسته راوړنه نه ده بلکې د کور او ميړه لاسته راوړنه ده ، بايد په څرګند ډول په دې پوه شو چې په اسلام کې د ښځو تعدد که نظري وي او يا هم عملي وي يو استثنايې نظام دی، او دا د اوسني مدنيت د ډېرو بديو درملنه ده، که چېرته د اسلام دښمنان د ښځو تعدد ته د شر په سترګه ګوري نو لطفا دې موږ ته ووايې: کومه يوه لويه فتنه ده د ښځو تعدد يا مردګاوي او مطلقه بد اخلاقي؟.
د رسول الله عليه السلام د مېرمنو او د هغه د ملګرو په اړه به څيړونکی دې نتيجې ته ورسيږي چې د دغه ودونو لامل د هغو کونډو مېرمنو د ژوند ساتنه وه له کومو نه چې ميړونه مړه شوي و،په لومړنيو مسلمانانو باندې لازمه وه چې خپلو کورنو ته يې راولي څو کور ، عطف او مينه ومومي. د دغه ودونو لامل سرکښه شهوت او يا کومه بې ارزښته ګټه نه وه بلکې بنستيزه موخه يې پاک لمني او د ازادو مسلمانانو له ښوېدلو نه ساتنه وه. زما مشر محمد علي په خپل کتاب (( محمد د الله رسول) کې وايې : (( کولی شو چې د نبي عليه السلام کورنۍ ژوند په څلور برخو وويشو: تر پنځه ويشت کلنۍ پورې مجرد و، له پنځه ويشت کلنې څخه تر څلور پنځوس کلنۍ پورې يې له يوې مېرمنې سره يواځې ژوند وکړ خو د څلور پنځوس کلنۍ او شپيته کلنې پورې يې ډېرې مېرمنې وکړي، او له شپېته کلنۍ څخه يې تر وفاته پورې کومه ښځه ونه کړه.
د مجردۍ ژوند تر ټولو ارزښتناک ژوند دی چې موږ پرې کولی شو د هغو خلکو دعوه باطله کړو کوم چې د نبي عليه السلام په اړه وايې چې د خپل شهوت بنده و، که چېرته رښتيا هم د شهوت بنده وای نو د خپلو عواطوفو او جنسي رغبتونو مخه به يې نه وای نېولې . تر پنځويشت کلنۍ پورې يې د پاک لمنۍ او عفت نمونوي ژوند تېر کړ تر دې چې په قبيلو کې په امين وپيژندل شو. موږ يې تر پنځه ويشت کلنۍ پورې د عربي هيواد غوندې په ګرمه سېمه کې چې هلکان پکې ژر بلوغ ته رسيږي په جنسي رغبت پرېکړه کو په دغسې ګرمه سېمه کې د ځوانانو عاطفي راخوټيږي او جنسي تمايلات يې زيات وي،د ښمنانو يې وروسته له دې چې دښمني ورسره راواخيستله داسې کوم ثبوت لاس ته رانه وړه چې د ده شرف او عفت دې پکې داغ شوی وي،. ټول مراجع په دې يوه خوله دي چې : (( چې نبي په خپله ځوانۍ کې ارام ،پاک او له ګناهونو لرې و تر دې چې قريشو پرې اعتراف کاوه، سره له دې چې ځواني د سوځونکو عاطفو عمر دی، که يو سړی د ځوانۍ پرمهال د خپلو عواطفو مخه نيولی شي نو دا ناشونې ده چې د سړيتوب په عمر کې دې په شهوتنو پسې منډې ووهي. په دې سره د نبي لومړی ژوند د حياء او سپيڅلتيا ژوند و نو دا يو داسې دليل دی چې نا شونې ده چې د خپلو شهوتنو بنده دې وي. او هغه څه چې د پام وړ دي هغه دا چې د عربانو تقيلد او دود هغه مهال په اخلاقي انحراف ولاړ و . نو دا نه شي ويل کېدلی چې د ټولنې د اغيز په نتيجه کې پاک لمنی پاتې شوی، هغه مهال په خوندونو کې ورګډيدنه يوه عادي خبره وه خو ولې دا په هغو کې ورګډ نه شو کوم چې ټول خلک پکې ګډ شوي و، پاک او سپيڅلی ژوند يې وکړ،او دا د هغه په ښه خوی اولوړ شخصيت دليل دی
اوس به دويمه مرحله وڅېړو د يوې مېرمنې موده،په پنځه ويشت کلنۍ کې يې له خديجې سره واده وکړ د هغې سره يې د اخلاص او زهد ژوند وکړ څو چې الله په څلور پنځوس کلنۍ کې واخيستله، په هغه سېمه کې يې ورسره يواځې ژوند وکړ چې د ښځو تعدد پکې يوه عمومي قاعده ګرځېدلې وه، مېرمن به هيڅ ډول ګېله او شکايت نه کاوه که به يې ميړه دوهمه او يا درېمه ښځه کوله،د خديجې سره واده شتمن کړ کولی يې شول چې بله ښخه وکړي د ښځو تعدد يواځې په شتمنۍ نه و ولاړ ، فقيرانو هم کولای شول چې له يوې ډېرې ښځې وکړي، ښځه په ژوند کې په ټوله مانا شرېکه وه ښځې به د خپل ميړه سره د روزۍ په ګټلو کې لاس اړو لکه څنګه چې اوس هم په کليو کې دود ده ، نو فقير هم کوم تاوان نه کاوه که به يې له يوې ډېرې ښځې وکړې.
محمد د قريشو له مشهورې کورنۍ څخه و که يې بله ښځه کوله نو خبره ډېره اسانه وه؛خو ولې له يوې مېرمنې سره يې په اخلاص او له مينې ډک ژوند وکړ،کله چې مړه شوه نو له يوې مسنې ښځې سره يې واده وکړ هغه سوده وه يواځې په دې خاطر چې د هغه چا مېرمن وه کوم چې د الله په لاره کې يې حبشې ته هجرت کړی و.
د پنځه ويشت نه تر څلور پنځوس کلنې پورې د يوې مېرمنې موده ده ،او په ګډ ژوند کې دا قاعده ده.
د هجرت په دوهم کال د قريشو او نورو عربي قبيلو سره جګړې پېل شوې نو د دغه جګړو پر بنسټ ډېر نارينه ووژل شول چې د کورنو سرپرستان ول او د غه جګړې تر اتم کال د هجرت پورې وغځېدې ، او په دغه موده کې رسول الله عليه السلام پاتې مېرمنې واده کړې چې اوسني عقل ته نا اشنا ښکاري خو ولې دا يو عادي کار و چې هيڅ ډول ګرد پرې نه و پروت، هغه څوک چې نېوکه پرې کوي نو په دې دې پوه شي چې دا د رحمت او شفقت پر اساس شوي دي که د خوند او لذت په اساس؟ په دې باندې يو مسيحي ليکوال په خپله اعتراف کړی او ويلي يې دي: (( د نبي ډېر ودونه کيدلی شي چې په بيلابيل ډول تفسير شي خو په کار ده چې دا خبره له يادو ونه باسو چې ټول د شفقت او همدرۍ په نتيجه کې رامنځ ته شوي چې ټولې يې کونډې کړي ، نه يې مال لره او نه يې جمال لره ،بلکې هيڅ يې نه لرل د زړه سوي وړ وي )).
مخکې مو يادونه وکړه په هغه سړي به څه وويريږو چې تر څلور پنځوس کلنۍ يې د پاک لمنۍ او طهارت ژوند تېر کړی دی نو څنګه به له دغه ژوند څخه وروسته په خوندونو پسې ورګرځي. که چېرته د ښځو فتنه ورباندې هغه مهال کومه اغيزه نه کوي چې ښه ډک زلمی دی نو وروسته له هغې به يې ورباندې څه وکړي چې عقل يې پوخ شوی او غښتلی شوی دی؟
نبي عليه السلام ټول دغه کلونه په مدينه کې تېر کړل ژوند يې اسان او خوندور نه و بلکې له ستونزو او کړاونو ډک و ،د ښځو د تعدد دغه موده د جګړو موده وه ،د اسلام او مسلمانانو لپاره يا د مرګ او يا هم د ژوند جګړې وې . که په دغه وخت په مدېنه باندې لښکرو حمله کړی وای نو هيڅ به نه و پاتې، ټولو عربانو له يوې لېندې ويشته نبي يوه شېبه هم په امن کې نه و. دغه جګړې يوه له بلې سختې وې، جګړې نورې هم تندېدلې ، خپلو ملګرو ورته وويل چې دوی نور د وسلو نه ستړي شوي دي ،هغه به ورته ډاډ ورکاوه او د د داسې ډاډه راتلونکی زيری به يې ورکاوه چې يو مسافر به دعربي جزيري له يوې څنډې نه بلې څنډې ته له وسلې پرته سفر کوي.
يهودانو او نصارانيانو هم د دښمنۍ سنګرې نه پريښودلې،او خواږه ملګري به يې په يوه او بله جګړه کې وژل کيدل ،ايا دا ژوند د مزو او خوندونو ژوند دی يا د سختيو او کړاونو ژوند دی؟ که چېرته يې د خوندونو ژوند ته مخه کړی وي او دا هيڅکله هم نه دي شوي نو ايا زمينه ورته برابره وه؟ جګړه به يې هميش په انتظار کې وه، د منافقانو سره جګړه چې هميشه يې دغه ټولنه له داخله ګواښله،د خپلو دښمنانو سره جګړه چې له هرې خوا نه رامات ول، همېشه به ورته خبرونه راتلل چې دښمنان راټول شوي او غواړي په مدينه باندې حمله وکړي،د مسلمانانو شمېر لږ و،نو ورته په کار وه چې راتلونکي ګواښ ته مخکې له مخکې ځير وي. که دغسې ظروف له يوه بې لارې سړي نه هم راچاپيره شي نو بې له شکه چې بدل به يې کړي نو بيا د هغه چا په اړه څه فکر کوي چې ټولو يې په پاکوالي او طهارت ګواهي ورکوله.
ومو ليدل چې نبي خپلې ورځې په څومره سختيو اړولې ، نو شپه به يې څنګه تېروله؟ هغه پاک لمنۍ مېرمنې لرلې ايا شپه به يې له هغو سره په خوندونو تېروله ؟ د قران شهادت ته غوږ ونېسه او هغه تر ټولو رښتوني ويناوال دی((ای ځان نغښتونکيه ويدېدونکيه!* شپه (په لمانّځه کې ) په ولاړه تېره کړه خو لږه (پرېږده) * هغه نيمايي يا له هغې يو څه کمه* او يا پر هغه زياته کړه او قران ښه په کرارکرار لوله)) ۱ـ۴
((بې شکه ستا رب پوهېږي چې په رښتيا د شپې دوې برخې يا د هغه نيمايې يا د هغه د دريو برخو نه په يوه برخه کې د عبادت لپاره پآڅېږې)) المزمل ۲۰
او په حديث کې راغلي دي چې هغه به د شپې نيمايې برخه او يا هم له دې زياته په لمانځه او تلاوت کې په ولاړه تېروله تر دې چې پښې به يې وپړسېدلې، ايا دا به نو مناسبه وي چې د دغه کريم سړي په اړه وويل شي چې ښځې يې د لذتونو او خوندونو لپاره کړې وې؟ موږ ټول د هغه د ژوند ځانګړتياوې پيژنو،ټولې ستړياوې او کړاونه و چې هېڅ ډول خوند او حسي لذت پکې نه و.
ډاکټره بنت الشاطئ د تعدد په اړه ځانګړی نظر لري، هغه په خپل کتاب (( د نبي مېرمنې) کې وايې :د تعدد په مساله کې يو ډېر دقيق اړخ دی چې ډېر خلک پرې نه دي پوه شوي او هغه دا چې سړي يو برابر نه دي ،يوه مېرمن په دې خوښيږي چې د يوه سړي په ژوند کې نيمايې برخه ولري نه د بل سره بشپړ ژوند)).
د دې معنی دا نه ده چې د نبي مېرمنې دې په بنو خوشالېدلې، او نه دا چې له بنې سره يې د ارام احساس کاوه، څرګنده معنی يې دا ده چې (( محمد يو له هغو شخصيتونو څخه و چې ښځې هېله لرله چې په کور کې يې ځای پيدا کړي،سره له دې چې له بل سره يې مستقل ژوند کولی شو)).
د نبي عليه السلام په مېرمنو کې داسې نه وه چې د هغه کور ته ننوځي او له دې سره دې يواځې وي،د تعدد مسآله په طبيعې شکل مخکې تله داسې چې تصور يې ډېر اسان و که راياد کړو نو خوله بنت حکيم رسول الله عليه السلام ته وړانديز وکړ چې د ابوبکر لور عائشه او سوده بنت زمعه باندې دې په يوه وخت کې جرګه وکړي،د مومنانو مور ميمونه بنت الحارث په خپله نبي عليه السلام ته د واده وړانديز وکړ سره له دې چې په کور کې يې لس ښځې وې: اته مېرمنې او دوه وينځې وې، عمربن الخطاب خپله لور ابوبکر ته ياده کړه چې نکاح ورسره وکړي او ابوبکر(( ام رومان لرله)) د نبي عليه السلام خواښې، علي بن ابي طالب هوډ وکړ چې د رسول الله عليه السلام په لور فاطمه الزهراء باندې بله ښځه وکړي ،د نبي عليه السلام خسرنو عمربن الخطاب او ابوبکر صديق په ام سلمه باندې وروسته له هغې جرګه وکړه چې مېړه يې مړ شو سره له دې چې د هريو په کور کې له يوې ډېرې مېرمنې وې.
که چېرته د نبي عليه السلام مېرمنو ته دا واک ورکړل شوی وای چې په يوه کور کې ګډ ژوند خوښوي او که يواځې د يوه مېړه سره ژوند خوښوي، نو له دغه ژوند څخه پرته به يې بل نه و قبول کړی…
که څه هم له دغه ګډ ژوند سره به يې زړه ته غيرت دريده او هېله به يې لرله چې هره يوه د خپل ميړه د زړه سره يواځي نه شي. د رسول الله عليه السلام کور د هغه د مېرمنو په خپل منځ کې د غيرت او ننګ شاهد دی، ټولو به هڅه کوله چې رسول الله عليه السلام له بلې ډېر خوشاله وساتي او په دې به يې ننګ کاوه چې بله مېرمن يې له دې ډېر خوشاله ساتي.
په دې کې شک نه و چې رسول الله عليه السلام له دې وزروريده،خو ولې خپل نفس يې په دې خوښ کړ چې دا د طبيعت زور دی چې په هر حال يې په انسان مني. لا تر ننه او سبا به انسانيت د هغه د مېرمنې عائشې په اړه دغه خبره ياده لري چې کله يې يې غيرت راوپارېده:
(( ورکه دې شي که يې په وس کې وای نو کړی به يې نه وای!)).
په دې کې يې د فطرت د خونديتوب ، د صحت او د حواء د لورد طبيعت په اړه ژور فهم ليده. د نبي عليه السلام مېرمنې په دې پوهېدلې چې نبي عليه السلام السلام د حواء د لورګانو په طبيعت پوه دی، او دا يې حس کړې وه که هرڅومره غيرت يې زړه ته ودريږي نو رسول الله عليه السلام هغه څوک دی چې بخښنه ورته کوي او مهرباني پرې کوي،او د بشريت کمزورتيا په نظر کې نيسي او د حواء فطرت ته سپکاوي نه کوي.
ر.ف. پودلي په خپل کتاب : (( الرسول. د محمد ژوند) کې د عائشې سره د محمد عليه السلام په اړه وايې : (( د محمد په اړه تاريخپوهان د يو داسې سړي چې په پنځوس کلنۍ وراوړي له يوې لس کلنې نجلۍ سره د واده مسالې د اسې بوخت کړي دي، لکه څنګه چې د اسراء پېښې او د بېهوشۍ مسالې بوخت کړي و. تاريخپوهان د همغې ټولنې له نظره ټول اړخونه په پام کې نيسي په کومه کې چې ژوند کوي.خو ولې دې واده ته يې په دې سترګه نه دي کتلي چې دا يو اسياوي دود دی او تر ننه هم شته، او په دې يې هم فکر نه دی کړي چې دا دود اوس هم د اروپا په ختيځ کې شته دی او په اسپانيا او پرتګال کې خو تر نيږدې کلونو پورې و،او اوس هم دغه دود د امريکا په غرنۍ لرو پرتو ولايتونو کې غير عادي نه دی. که له دې دود نه سترګې هم پټي کړو دوی دغه ځانګړو ظروفو ته نه دي کتلي. لومړۍ خبره خو دا ده چې ابوبکر د مېرمنې پلار دی او روښانه ده چې د خپل مشر او قائد سره بايد يو سياسي او تلپاتې اړيکه ولري ځکه چې په سختو شپو او ورځو کې يې ترې ملاتړ کړی دی، او نور مادي دوافع هم شته چې دومره ارزښت نه لري هغه په محمد باندې ايمان لري درناوی يې کوي او په دې باوري و چې د خپل ملګري په کور کې به يې لور ته ښه پاملرنه وشي.
او بايده ده چې محمد هم هېر نه شي، تر دغه وخته پورې يې په ژوند کې کومه هوساينه نه وه لېدلې ټول ژوند يې له ستړياو او کړاونو ډک و نو له شکنجو پرته بايد يو څه خوښي هم ولري،تر اويشت کلنۍ د عائشې په څېر عفيف و، او دغه د يوې کونډې سره په واده پای ته ورسېد چې پنځلس کاله ترې مشره وه.
او دويمه نکته چې بايد له پامه ونه غورځول شي او په کار ده چې بيا يې هم تکرار کړم هغه دا ده سره له دې چې عائشه د هغه د عمر په پرتله وړه وه خو دومره وړه هم نه وه چې د يو سپين ږيرې شيخ د رحمت لاندې دې بې وسه پرېښودل شي، که چېرته کومه پېغله په هغه څه پوهيدلی چې مخې ته يې راځي نو هغه به هرومرو د غټو سترګو ، وړو قدمونو او کوړۍ ويښتانو لرونکې د ابوبکر لور عائشه وه. د هغې شخصيت له لومړۍ ورځې نه چې د مسجد څنګ کې د نبي کورنو ته ورغله بشپړ شو، د بوډۍ سوده سره يې لکه د يوه نوکر چلند وکړ د کور ټول کارونه يې پرغاړه واخيستل. کله چې محمد له خپلو مېرمنو جلا شو عائشه ونه ډار شوله هغه پوهېدله چې هرومرو به بېرته ورګرځي)).
د محمد عليه السلام سره د عائشې د واده پرمهال د هغې د عمر په اړه محمد علي نظر لري ، هغه په خپل کتاب : (( محمد رسول الله)) کې وايې:کله چې د عائشې سره د نبي عليه السلام د وداه په اړه خبري کوي نو وايې: (( د خديجې مړېنې نبي عليه السلام ډېر خواشينی کړ ، کله چې يوې مومنې مېرمنې د ده حالت ولېده نو د خپل ملګري ابو بکر صديق د لور سره يې د واده خبره ورته وکړه، په عائشه کې ځانګړې مهارتونه و چې نه يواځې يې پلار درک کړی و بلکې نبي عليه السلام ورته هم ځېر شوی و ،او د غه مهارتونو د دې وړتيا لرله چې د راتلونکي سرداره يې کړي چې د ستر لارښود ميرمن وګرځي، د دغه واده په وړاندې دوه خنډونه و : لومړی دا چې عائشه د جبير کوژدنه وه پلار يې تر هغې نه شو کولی چې بل ته دې په نکاح کړي څو جبير طلاق ورنه کړي،خو ولې جبير په خپله غوښتل چې دغه کوژده ماته شي ځکه چې د مسلمانانو او مشرکانو ترمنځ اړيکي شليدلي و، دوهم خنډ د عائشې د عمر مساله وه او دغه خنډ خو د واده په وروسته کولو له منځه تلو،د کوژدې مراسم ډېر مختصر ترسره شول او د د وحې په لسم کال د شوال په مياشت کې وشول.
او دا هغه دروغ له منځه وړي چې د عائشې د عمر په اړه خپاره شوي دي، دا خو روښانه وه چې عائشه د واده عمر ته نه وه رسېدلې، او دا هم روښانه ده چې شپږ کلنه نه وه لکه څنګه چې دعوه کيږی د کوژدې په عمر کې وه چې جبېر پرې جرګه وکړه ، نو په دې ترتيب د عمر په هغه درشل ولاړه وه چې د واده لپاره مناسب وي.او دا ثابته ده چې د رسول الله عليه السلام لور فاطمه ترې پنځه کاله مشره وه. او دا هم ثابته ده چې فاطمه د کعبې د جوړولو پرمهال وزيږيده ، نو عائشه د وحې د نازلېدو په کال زيږيدلې ده نو کله چې يې له نبي عليه السلام سره نکاح وشوه عمر يې له لسو کلونو کم نه و ،د عائشې شهادت هم په دې ښه دليل دی، هغې وويل له خپلو همزولو سره مې لوبې کولې چې سوره القمر نازل شو او دا په نزولي ترتيب کې څلورپنځوسم سورت دی ، او هغې د دغه سورت ځېنې اياتونه هم زده کړي و،او دا سورت د رسالت په پنځم کال نازل شوی و، که چېرته دغه خبره ومنو چې د رسالت په لسم کال شپږ کلنه وه چې نبي عليه السلام ورسره نکاح وکړه نو دا يوه دروغجنه خبره ده او په دې سره به يې زيږېدنه د سوره القمر د نازليدو په ورځ راشي او هغه په خپله دا خبره په دې نفي کوي چې د نازليدوپرمهال يې د دغه سورت څو اياتونه زده کړي و.
له دې ټولو خبرو دا جوتيږي چې کله نبي عليه السلام په نکاح کړه نو عمر يې له لسو کلونو څخه کم نه و، نو د کوژدې او د واده ترمنځ موده پنځه کاله وه ځکه چې د هجرت په دوهم کال يې ورسره واده وکړ، نو ويلی شو چې دغه مهال يې عمر پنځلس کاله و،او کوم چې وايې د کوژدې پرمهال يې عمر شپږ کاله و او په نهه کلنۍ کې يې واده کړه نو دا يوه بيځايه دعوه ده ځکه چې د دې خبرې دا معنی ده چې د کوژدې او واده ترمنځ يې درې کلونه فرق و،او بې له شکه دا يوه تاريخي اشتباه ده)).
معتزله وايې چې دوهمه ښځه روا نه ده څو چې يې لومړۍ په نکاح کې وي،او د دې لامل دادی چې دوی تعدد ته په سطحي شکل کتلی او د دوي په نظر زيانونه او مفاسد لري، خو په قران کې داسې نص نه دی راغلی چې بله ښځه يې ناروا کړي وي، د ښځو ترمنځ يې عدل شرط کړی دی(( او که وېريږئ چې عدالت نه شئ کولی نو يوه ښځه ( په نکاح) کړئ)) النساء ۳
او په دې کې شک نه شته چې ځينې ټولنيز او اقتصادي ظروف شته دی چې د ښځو تعدد ته يې جواز ورکړي، د(( جينز برج او وسټر مارک)) په څېر ټولنپوهان وايي په پرمختللو ټولونو کې د ښځو تعدد موجود و خو په وروسته پاتې ټولنه کې د يوې ښځې نظام واکمن و، هغه ولسونه چې له يوې څخه يې زياتې ښځې حرامې کړې وې د داسې تقليدونو او دودنو متابعت يېْ کاوه چې له دين سره يې هيڅ ډول نيږدې او لرې اړيکي نه لرلې. او هغه ولسونو چې له يوې څخه يې د ډېرو مېرمنو اجازه ورکړې وه نو په دې کې يې اقتصادي او ودانيزې ګټې ليدلې دوی هم په دې برخه کې دين په نظر کې نه نيوه.
او د ودنو په برخه کې متخصصه او ټولنپوه (( ماريون لانجر)) وايې (( د ټولنې لپاره دوه لارې په مخ کې دي چې د سړيو د افراطي کمښت مخه ونيسي؛ يا د ښځو تعدد ، او يا د سړيو د عمر د اوږد والي لاره ده، ايا داسې لاره امکان لري چې د سړو عمر دې له ښځو پرته ډېر شي؟ او يا به وګورو چې نړۍ د ښځو تعدد ته اړکيږی که نه)).
په دې اړه ډاکټر حسين المفتي وايې : (( په عادت کې د ښځو تعدد يو ټولنيز انکار دی او مسلمانانو دغه په دين کې روا کړی دی خو دوي د هغه منتقدينو نظريو نه متاثره شوي چې دوی د واده په برخه کې د خلکو په شخصي عواطفو پرېکړه کړې خو اسلام ددغه درملنه د ټولنې د مصلحت پر بنسټ کړې ده، او داسې حل يې رامنځ ته کړی دی چې د اشخاصو له رغبت سره که څه هم اړخ نه لګوي خو له ښېګڼو سره يې منافي نه دی او بې له شکه چې د ټولنې په ګټه دی.
مستشرقين د نبي عليه السلام د ودونو په برخه کې د خپلو غرضونو په موخه وايې چې نبي عليه السلام په خوندونو پسې ګرځېده، استاذ عقاد د دوی دغه دعوي په خپل کتاب : د محمد عبقريت کې رد کړي هغه وايې: ((په لومړی سر کې هغه يو نارينه دی او له ښځې هغه څه غواړي چې بل نارينه يې غواړي، له هرڅه د مخه موږ بايد په دې پوه شو چې دغه لوي انسان که د ښځې سره مينه ولري او لذت ترې واخلي کومه بده خبره نه ده ،دا په فطرت کې يو شان خبره ده او کوم عيب نه لري.خو دغه يو برابر نفس په اړه په ډاګه ويلی شو چې ښځې داسې بوخت نه کړ لکه څنګه چې ښځه هغه سړي بوختوي کوم چې په ښځو پسې ګرځي، دوی که هرڅه ووايي خو له دې سترګې نه شي پټولی کوم کار چې محمد سر ته رسولی هيڅ بشر نه له ده وړاندې او نه له ده وروسته رسولی دی،او له خپل دغه کار څخه يې هيڅ شي نه شي بوختولي که هغه ښځه وي او که بل څه، که د دغه شخصيت عظمت په دې توانيږي چې دعوت ته خپل حق ورکړي، ښځې ته خپل حق ورکړي، نو دغه عظمت بيا هوښيارتيا ده او نقصان نه دی،او دغه سليمه بشپړتيا کمال دی نه عيب، او هغه محمد چې خپلو مېرمنو ته يې واک ورکړ چې په شتمن ژوند راضي کيږي او که په ښه توګه يې پريږدي نو دا روښانه خبره ده چې دا د خوندونو بنده نه و،که يې غوښتلی نو په سرو او سپينو کې به يې پټې کړی وای او ښه ژوند به يې ورسره کولی خو دا د هغه انسان کار نه دی چې خپلو حسي خوندونو ته غاړه ږدي)).
عقاد وايې: (( ماته ځينو مستشرقينو وويل: نهه مېرمنې د افراطي جنسيت نښه ده ، موږ ورته وويل ته مسيح په جنسي کمزورۍ نه ستايي او سره له دې چې هغه هيڅ واده نه و کړی، نو دا هم سمه نه ده چې محمد په جنسي افراطيت وستايي چې نهه مېرمنې يې لرلې… نبي عليه السلام په دې توانېده چې د نهه مېرمنو ترمنځ عدل وکړي او په ټول ژوند کې يې د مېرمنو ترمنځ د ګوتو په شمار لفظي تاو تريخوالی راغلی دی،که څوک د ډېرو مېرمنو خاوند وي بايد د خپلو مېرمنو سره په عدالت کې د نبي عليه السلام لاره ونيسي او خپل کورنۍ نظام په سړه سينه ورغوي،او مېرمنو ته په کار دي چې د نبي عليه السلام له مېرمنو څخه د ګډ ژوند ، عفت ، زهد ، د کورني نظام جوړونه او د دنيا د سود او زيان په اړه په خپلو برخو د خوښتيا درس زده کړي، او په دې سره کورنۍ خوشاله ژوند تېرولی شي او د الله او د ټولنې په وړاندې ورسپارل شوي دندې په ښه توګه پرمخ وړلی شي.