کور / تازه خبرونه / کندهار : د ١٥ خالي بستونو له پاره ازموينه واخستل سوه

کندهار : د ١٥ خالي بستونو له پاره ازموينه واخستل سوه

په کندها رولايت مقام کي نن ددې ولايت دښځو چارو، کليو پراختيا او چاپېريال ساتني رياستونو او همداراز د کندهار د هوايي ډګر امريت د ١٥ خالي بستونو لپاره له ٢٢ تنو کانديدانو څخه ازموينه واخستل سوه.
په يادو بستونو کي يو يې د ښځو چارو رياست، ٢ د کليو پراختيا رياست، ٩ د چاپېريال ساتني رياست او پاته درې هغه يې د کندهار د نړيوال هوايي ډګر دي چي ټولټال ورته ٣٠ تنه کانديدان ول او له دې ډلي ٢٢ تنه يې نن ازمويني ته حاضر سوي ول.
ازموينه نن د ولايت مقام د غونډو په تالار کي د ولايت مقام، ښځو چارو رياست، ولايتي شورا، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو او اړوندو رياستونو استازو له خوا له کانديدانو واخستل سوه.