ویسا خپلواکې ورځپاڼې لیکلي، چې د پاکستان صدراعظم په خپله اعلامیه کې طالبان او حزب اسلامي دواړه مخاطب کړي او دوی یې غوښتي، چې له افغان دولت سره د سولې خبرو ته کیښني.
ورځپاڼې وړاندې د سید یوسف رضا ګیلاني د دې اعلامیی په اړه د افغان دولت او حزب اسلامي غبرګون هم راخستی دی.
ورځپاڼې د افغان ولسمشر حامد کرزي د ویاند په حواله لیکلي، دوی هیله مند دي، چې د پاکستان حکومت او سیاسي ډلې د دې زمینه برابره کړي، چې طالبان او مخالفین له افغان حکومت سره خبرو ته حاضر شي.
ورځپاڼې د حزب اسلامي د یو مشر غیرت بهیر په حواله بیا لیکلي، چې دوی د پاکستان د صدراعظم د دې اعلامیې هر کلې کوي او حزب اسلامي د خبرو له لارې د ستونزو په حل باوري دې.
سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې بیا د پاکستان د صدراعظم د اعلامیې په استناد لیکلي، چې د افغانستان ستونزه د ټوپک په شپیلۍ نه شي هواریدلی او له همدې امله د افغانانو په مشرۍ د سولې د هڅو ملاتړ کوو.
ورځپاڼې لیکلي، چې ښاغلي ګیلاني په خپله اعلامیه کې ویلي، چې د افغانستان امنیت د ټولې نړۍ د امنیت لپاره مهم دی او په کار ده، چې ټول افغان اړخونه په دې برخه کې خپل رول ولوبوي.
دې ورځپاڼې هم د دې اعلامیې په اړه د افغان دولت غبرګون راخستی او د ولسمشر کرزي د ویاند په حواله یې لیکلي، چې د پاکستان دا اقدام به په افغانستان کې د سولې له بهیر سره مرسته وکړي.
محور نا دولتي ورځپاڼې هم په خپل لومړي مخ کې دې اعلامیې ته په اشارې لیکلي، چې د پاکستان حکومت د افغان دولت له وسله والو مخالفینو غوښتي، چې جګړه باید بنده کړي.
ورځپاڼې په دې اړه د ځینو کتونکو نظرونه هم راخستي، چې د پاکستان دا ګام یې خورا مهم بللی او ویلي، چې دغه هیواد له طالبانو سره پخوانۍ اړیکې لري او ددې ډلې زیاتره مشران اوس هم په پاکستان کې دي.
ورځپاڼې دا هم لیکلي، چې ګیلاني اوس دا هم منلې، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنه کومه ګټه نلري او له ټولې نړۍ یی غوښتي، چې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره همکاري وکړي.
د کابل ورځپاڼو خپل پاتې بحثونه تر ډیره کلام پاک ته د سپکاوي له کبله روانو اعتراضونو ته ځانګړې کړي.
ملي باور نا دولتي ورځپاڼې که څه هم له افغان دولت نه غوښتي، چې په بګرام هوایی اډه کې دې کلام پاک ته د سپکاوي پیښه په جدي توګه تعقیب کړي، خو په ورته وخت کې یی پر خلکو غږ کړې، چې له تاوتریخوالي دې ډډه وکړي.
ورځپاڼې لیکلي، چې د مظاهرو په مهال د تاوتریخوالي زیان عامو خلکو او هیواد ته رسیږي او پکار ده، چې د هغې مخه ونیولې شي.
خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې بیا د ځینو لویدیځو ورځپاڼو په حواله لیکلي، چې طالبان او ولسمشر کرزې له روانو مظاهرو ګټه پورته کوي.
ورځپاڼې لیکلي، چې افغان ولسمشر غواړي له دې مظاهرو نه په ګټې د بګرام زندان د افغاني کولو چارې ګړندۍ کړي.
ورځپاڼې د لویدیځو رسنیو په حواله لیکلي، چې دې مظاهرو نه یوازې ولسمشر ته بلکه طالبانو او د ملي شورا ځینو غړو ته هم د ګټې پورته کولو ښه چانس په لاس کې ورکړې دې.
سرنوشت بیا په خپله تبصره کې د کلام پاک د سپکاوي په غبرګون کې روان اعتراضونه د کلام پاک د احکامو په خلاف بللي او لیکلي، چې پدې مظاهرو کې، چې له تاوتریخوالي ډک وو تر ډیره بې ګناه خلک وژل شوي او عامه شتمنۍ