د کندهار ولايت په سهېلي زون کي ١٥٠ تنه ساتنمنان پوليس له څلور مياشتنو زده کړو څخه فارغ سول او ستاينليکونه ورکړل سول.
ياد کسان د يولړ مراسمو په ترڅ کي چي ډېرى دولتي کسانو پکښي ګډون کړى ؤ فارغ سول او په يادو کسانو کي د دې مرکز مشر نصرالله ظريفي د فارغ سوو کسانو په اړه وويل چي يادو کسانو ته په ياده موده کي اساسي، د جزا، پوليسي او مدني قانونونه ور زده سوي او او د اولس په خدمت کي به ښه رول ولوبوي.
نوموړي همدا ډول وويل چي ياد کسان د کندهار او اړونده اولسواليو اوسېدونکي دي.