نړېوالو ورځپاڼو خپل تحلیلونه او مطالب په افغانستان کې دې وروستیو مظاهرو ته ځانګړې کړې.
کرسچن ساينس مانتور:
کرسچن ساينس مانتور ورځپاڼه ليکي، چې د قرانکريم د نسخو سوځولو افغانان پخوا هم په قهر کړې دي په دوه زره لسم او يولسم ميلادي کلونو کې د دې پيښو له امله خونړۍ مظاهرې په افغانستان کې وشوې.
خو د ورځپاڼې په وينا که چيرته د قرانکريم د نسخې تلف کول ضروري شي نو بيا د ديني عالمانو په وينا محترمانه لارې چارې شته چې دا کار ترسره شي.
کرسچن ساينس مانتور ورځپاڼې د امريکا په شمالي کارولينا کې د اسلامي مطالعاتو د يوه پروفيسور اميد ساپي خبره را اخيستې ده چې وايي، دا مهمه ده، که اړتيا وي چې د قرانکريم نسخې په مناسب ډول وسوځول شي.
پروفيسور اميد ساپي، چې د محمد يادونو په نوم کتاب يې هم خپور شوی دی، زياتوي هر هغه متن چې په کې د خدای پاک نوم ليکل شوي وي هغه متن موقوف دی.
پروفيسور ساپي بيا ورځپاڼې ته وويل، خدای پاک په سپيڅلي کتاب کې دا څرګنده کړې ده، چې هر هغه څه چې ديني بڼه لري او ليکل کيږي هغه خپل قدر او اهميت لري.
کرسچن سياينس مانتور ورځپاڼه بيا ليکي، ښايي يو څوک قرانکريم تر خاورو لاندې کړي خو بايد په داسې ځای کې دا نسخه ښخه شي چې هلته خلک تګ راتګ نه کوي، بل ممکن د قرانکريم نسخه په روانو اوبو کې واچوي چې يا ډوبه شي يا يې يوسي.
پروفيسور ساپي دا مساله له جنازې سره تشبيه کوي، داسې چې د قرانکريم نسخه دې په يوې ټوټې کې وپيچل شي بيا دې په احترام خاورو ته وسپارل شي.
پروفيسور ساپي بيا وايي، خلک تل دا پوښتنه کوي که دا خبره سمه وي چې مسلمانان دې قرانکريم وسوځوي نو بيا امريکايي پوځيان ولې داسې ونه کړي؟
پروفيسور ساپي څرګندوي چې مساله د سيمبول ده او اهميت يې په همدې کې دي.
وال سټريټ ژورنال:
وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې بيا په بګرام کې د قرانکريم د نسخو د تلفيدو په اړه دا پوښتنه د خپلې خپرې کړې مقالې په پيل کې کړې ده، امريکا خپل پوځيان په افغانستان کې روزلي دي څو د افغانانو له دود دستور سره پام وکړي او د دوي کلچر ته توجه وکړي نو په داسې حال کې څرنګه داسې پيښې رامنځته کيږي او افغانان فکر کوي چې دا د دوي هېواد او دين ته بې احترامي ده.
وال سټريټ ژورنال ورځپاڼه بيا وړاندې ليکي، امريکايي قوماندانان کله ناکله دا د ناپوهه خلکو کار ګڼي او څرګندوي چې د ټيټې کچې پوځيان داسې لويه تيروتنه کوي.
ټايمز:
د يوې بلې امريکايۍ ورځپاڼې پاڼه که واړو، د ټايمز ورځپاڼې دا بيا د بګرام د پيښې په اړه ليکي، په يوه ارام او داسې هېواد کې چې خلک زغم لري او په ملي کچه بحث پکې طبيعي خبره وي، هلته دنيايي خبرې کيږي او سوله حاکمه وي، نو په داسې ځای کې د يوه سپيڅلي کتاب سوځيدل ښايي لږ څه غبرګون ولري او ژر مسله هيره شي.
د ټايمز په باور افغانستان داسې هېواد نه دی، چې هلته په زرګونو کسانو د بګرام هوايي اډې مخې ته وروسته تر دې لاريون وکړ چې په دې اډې کې د قرانکريم په لسګونو نسخو ته اور ورته شو.
دا کار بهرني ځواکونه تل د بګرام په اډې کې کوي چې د بنديانو پاتې شيان سوځوي او مطلب يې له دې تيري کول نه وي، خو يو ښايي دا پوښتنه وکړي چې څرنګه دغه کس چې قرانکريمونه يې سوځول په دې نه پوهيده چې ښايي دا کار يې جرم وګڼل شي.