کور / تازه خبرونه / القاعده د سولي خبرو او احتمالي جوړ جاړي په اندېښنه کي کړې

القاعده د سولي خبرو او احتمالي جوړ جاړي په اندېښنه کي کړې

د کابل ورځپاڼو نن زیاتره مطالب له طالبانو سره د مخامخ خبرو ته ځانګړې کړی، چې لنډیز حمید مومند برابر کړی.
سرنوشت:

سرنوشت نادولتي ورځپاڼې د خپل لومړي مخ غټ سرلیک د افغان حکومت هغه اقدام ته ځانګړې کړې، چې په کې له طالبانو سره د مخامخ خبرو غوښتنه شوې.

ورځپاڼه لیکي، چې د ارګ ماڼۍ په یو بیان کې د ښاغلي کرزي په حواله ویل شوي، چې سوله د افغان ولس هیله ده او دوی پدې برخه کې خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي.

ورځپاڼه لیکي، چې افغان حکومت ددغو هڅو لپاره د پاکستان ملاتړ هم ضروري بللې او لیکلي، چې دا به د سیمې په امنیت مثبت اغیز ولري.

ورځپاڼه لیکي، چې د ارګ ماڼۍ په بیان کې د پاکستان له حکومت څخه غوښتل شوي، چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ دې د مستقیمو خبرو زمینه برابره کړي.

ملي باور:

ملي باور نا دولتي ورځپاڼې بیا د ښاغلي کرزي په حواله په یو مطلب کې لیکلي، چې دوې هره ورځ د دریمګړي له لارې له طالبانو سره اړیکې لري.

ورځپاڼه لیکي، چې ښاغلي کرزي د استرلیا یو ټلویزیون ته ویلي، چې د طالبانو له مشر ملا محمد عمر سره هم غیر مستقیم تماسونه نیول شوي او اسلام اباد یې هم هڅولې، چې په خپله خاوره او افغانستان کې د امنیت د ټینګښت لپاره همکاري وکړي.

ورځپاڼه لیکي، چې افغان حکومت او کتونکي په دې باور دي، چې د طالبانو مشران د پاکستان په کویټه کې دي، خو پاکستان بیا بیا دا خبره رد کړې.

دې ورځپاڼې هم لیکلي، چې افغان ولسمشر له پاکستانه غوښتي، چې په افغانستان کې د سولې په ټینګښت کې همکاري وکړي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې هغه ټوله اعلامیه خپره کړې، چې پکې افغان ولسمشر له طالبانو سره د مخامخ خبرو غوښتنه کړې او پدې برخه کې یی د پاکستان رول مهم بللې دې.

ورځپاڼې لیکلي، چې پدې اعلامیه کې د سولې په بهیر کې د مساوات د ساتلو ډاډ هم ورکړل شوې او ویلي، چې د افغان حکومت هڅې به په هیواد کې د موجودو خلکو د حقوقو په رڼا کې پرمخ ولاړې شي.

د کابل ورځپاڼو خپل پاتې مهم مطالب تر ډیره د طالبانو او القاعده ترمنځ په اړیکو باندې د سولې د هڅو اغیزو ته ځانګړې کړي.

خدمتګار:

خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې لیکلي، چې القاعده د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې له خبرو او احتمالي جوړ جاړي نه په اندیښنه کې ده او په بل ځای کې له لویدیځ سره د جګړې لپاره د ځای په لټه کې ده.

ورځپاڼې لیکلي، چې القاعده په ورته وخت کې دا هڅه هم کوي، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو مخه ونیسي او ددې کار لپاره د پاکستان له استخباراتو او مذهبي ډلو نه د مرستې غوښتنه کړې.

ورځپاڼې لیکلي، چې پاکستان او القاعده له یوې میاشتې راهیسې په طالبانو خپلې مرستې بندې کړي او هڅه کوي، چې یو شمیر کسان له طالبانو جلا او د پیسو او امکاناتو په واک کې ورکولو سره د جګړې د دوام لپاره امکانات برابر کړي.

ورځپاڼې لیکلي، مخکې له دې، چې د القاعده او پاکستان دا هڅې کومه نتیجه ورکړي، طالبان، افغان حکومت او امریکا باید د سولې په سر یوې هوکړې ته ورسیږي.

ورځپاڼې دا باور څرګند کړې، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو بریا به القاعده په نړیواله کچه له ماتې سره مخامخ کړي.

محور:

محور نا دولتي ورځپاڼې هم لیکلی، چې د سولې خبرو د طالبانو او القاعده ترمنځ په اړیکو کې درز پیدا کړې.

ورځپاڼې موجوده حالت د القاعده لپاره خورا ناوړه بللې او لیکلي، چې دغه ډله هڅه کوي، چې په پاکستان او افغانستان کې د جګړې د دوام لپاره امکانات برابر کړي.