کور / تازه خبرونه / جنرال الن : د قران کريم پر سوځولو بخښنه غواړم

جنرال الن : د قران کريم پر سوځولو بخښنه غواړم

د آيساف عمومي قوماندان جان آلن په بګرام کي د بهرنيانو له لوري د قرانکريم پر سوځلو بخښنه وغوښته او زياته ئې کړه چي په دې اړه ئې په کورنيو چارو وزارت کي د خپلو مرستيالانو څخه د مرستي غوښتنه کړې.
نوموړي په دې اړه خپلو ځواکونو ته لارښوونه کړې چي د مذهبي توکو په اړه دي د مارچ ذ مياشتي روزنيز پروګرام تر هغې رامخ ته پيل کړي.
نوموړى وايي چي په دې اړه د افغانانو څخه په ډېر درنښت بخښنه غواړم.
ياده دي وي چي د قران کريم سوځول په بخښنه غوښتلو نه جبيره کېږي او نه هم دا کار بېله کوم هدفه څوک کوي.
دا لومړى ځل نه دئ چي بهرنيان د اسلام د سپېڅلي دين لارښود کتاب سوځي بلکي په سلنو ځله داسي سوي خو وروسته ورباندي بخښنه غوښتل سوې چي هيڅ معنا نه لري.