کور / تازه خبرونه / کندهار : ٤٨ تنه پوليس له زده کړو فارغ سول

کندهار : ٤٨ تنه پوليس له زده کړو فارغ سول

د کندهار ولايت د ژړۍ اولسوالۍ اړوند د ملي اردو او بهرنيانو په قرارګاه کي ٤٨ تنه پوليس تر يو لړ اړينو زده کړو وروسته فارغ سول او خپل فراغت ليکونه ورکړل سول.
په دې اړه نن ورځ په ياده اولسوالي کي يوه غونډه جوړه سوې او پکښي د دې اولسوالۍ اولسوال نيازمحمد سرحدي خبري وکړې او زياته ئې کړه چي ياد شمېر پوليسو ته دا روزنه په دوو اونيو کي ورکړل سوه او وروسته تر دې به د دې اولسوالۍ په اړوند سيمو کي په کار وګمارل سي.