په ډیره خواشنۍ سره مي دخپرونو په څپو کي ولو ستل ، چي دکندهار ،هیواداو دسیمي په کچه یو ستر ملی مشر ، ادیب ،پوه ، شاعر سیا سي او مذهبي شخصیت سید ظاهر آغا 21 – 2 –2012م کال دسهار پر ۱۵کم اتوبجو له دې نړۍ له ټول عمردپاره سترګي پټي کړې .
انالله وانا الیه را جعون
مرحوم سید ظاهراغا زموږ دکندهار یو وتلی ، غښتلی قومي مشرؤچي بیله ده څخه کندهار یتیم غوندي معلو میږي.دکندهار خلکو ودته ډیره عقیده در لوده. او دخپل صادقانه ژوند په لرلو سره یې دافغانستان او سیمي په ډیره بیا دکندهار دخلکو خدمت کاوه. دکندهارډیري ستونزي خلکو په مرحوم سید عبدالظاهر آغا حلولې ، هغه دژوند یوه لویه برخه دخلکو په خدمت کي تیره کړې ؤ. دکندهار خلک پر ګران وه، دکندهار پر ټولو خلکو با ندي هم دی ډیر ګران وو.
مر حوم عبدالظاهر آغا زما دپلارمرحوم محمدعلم بڅرکي ځانګړی دوست وو،تر هغه اندازې اړیکي لرلې .لکه چي؛ دوه ډیر نژدې دوستان یې سره لري .او همیشه به یې تګ اورا تګ کورو او میلمستیاو ته سره کاوه.دانډیوالی را زونه یې سره در لودله او دمر حوم محمد علم بڅر کي دژوند تر ورستیو وختو نو پورې دلیک په وسیله اړیکي سره ساتلي وې .زه هغه وخت چي ددکتور نجیب الله دولت سکوت وکی نو زه هم دکویټې ښار ته را غلم او هلته دنورو مشرانو په څنګ کي دمر حوم آغا صاحب سره مي هم لیدنه او کتنه کوله او له ده څخه مي ټولنیزقوانینو او ځانګړني زده کول. او دمر حوم دتجریبو څخه مي ګټه اخیستل .
مر حوم سید ظاهر اغا پر دغه ټولو صفتونو برسیره دمترقي سنګر دویښو زلمیانو دوخت دملګر دوست او یو مترقي همسنګره ملګری وو.
هغه وخت چي په ۱۶دوره کي دولسي جر ګې دپاره انتخابا ت کیده او مرحوم محمد علم بڅرکي هم ځان ولسي جر ګې ته نومولی ،مرحوم سید ظاهر اغا یې کلک ملا تړی وو . دده په باب خورا ډیر واقیعتونه وجود لري چي دمر حوم دهیواد پالني استازیتوب کوي . پر دې به په اینده کي زه په تفصیل سره دده مرحوم پیژندنه دخپلو هیواد والو او دمرحوم مینه وا لو ته وړا ندي کړم . روح دې ښاد وي .
زه دخپل ځان ، کور نۍ او داحمد شاه بابا دعلمي ادبي ټولني په استازیتوب دمر حوم وکور نۍ او دوستانو ته دزړه له کومي تسلیت وړا ند ي کوم . او مرحوم سید عبدالظاهر آغا ته فردوس جنت غواړم .
په ډیره در نا وي