یوپه بل پسي رالوېږي له سروڅه هابگړۍ چي ارزېدلې په توصیف
همدااوس ( د۲۰۱۲ ع کال دفبرورۍ ۲۱مه دسهار۷ بجې وپنځه څلوېښت دقیقې)له کندهارڅخه خبرترلاسه کړچي دهیوادیوډېرملي شخصیت اودکندهاردتاریخي ښاریومخور، منور، معزز، اعلی نصبه او زړه ور شخصیت الحاج سیدعبدالظاهراغا”رؤفي” له دې فاني نړۍ څخه دابدیت پرلورسفرپیل کړ. انالله واناالیه راجعون.
ډېرسخت تکان مي وخوړ، دزړه خواشینی سوم، په اوښکومي هم زړه تش نه سو، قلم ته مي پناه وروړه چي دشعرپه ژبه غمجن زړه ته تسلی ورکړم، ومي نسوای کولای، له ناکامه داڅوکرښي کاږم اوغواړم دهغه لوی حق اداینه یوڅه وکړم چي دکندهاردغه ملي مشراوددرناوی وړشخصیت شخصاً راباندي درلود اولري ئې.
هغه وختونه مي راپه یادسول چي زه زلمی وم اودکندهارپه ښارکي به مي یونوراني اوپرتمین شخصیت هروخت لیدئ، په ښارکي به هرچادده دزړه ورتیااوشهامت نکلونه درلودل. هغه وخت مي راپه یادسوچي دکندهارزلمیوبه زماپه ګډون دوطن اواولس دسوکالۍ په خاطرتنویري فعالیتونه کول اوسیدعبدالظاهراغابه ددغومحافلو همېشنۍ گډون کوونکی وو. زه اونورزلمي به ئې تعلیم، تحصیل اود وطن خدمت ته هڅولو. دوخت دواکمنانوپه مخ کي به ئې په زړه ورتوب سره دخیانت اوبې عدالتیوپرضدویناوي کولې، شعرونه ئې ویل. په قومي اووطني موضوعگانوکي به ئې دیوه ثالث بالخیراومنصف منځگړي په توگه فیصلې کولې اوخلکوبه دده دفیصلودرناوی کاوه. سیدعبدالظاهراغادکندهارپه قومي مشرانوکي ترټولومنورشخصیت وو. دوینا، خطابې اوشعرویلوقابلیتونه ئې درلودل. افسوس، چي مرګي راڅخه واخیست.
سیدعبدالظاهراغازماسره زمادزلمیتوب له وخته بیاترننه پوري دیوه خواخوږی اومشردوست په توگه اړیکي ساتل. زه چي له خپل ویاړلي هیوادڅخه راوتلوته مجبورسوم، په کوټه، بلوچستان کي مي ترټولودمخه سیدظاهراغاخبرواخیست. کله چي بیادسرنوشت په حکم کاناډا ته راغلم، سیدظاهراغاهروخت ، دهرچاپه لاس، په هره ممکنه وسېله، زمادحال پوښتنه کوله، خپل شعرونه ئې راته رالېږل اوځیني به مادلته په کاناډاکي په موقوتو نشراتوکي خپرول.
هروخت چي مي خپل پلرني ټاټوبي،کندهار ته دورتگ نېکمرغي په نصیب سوې ده، له سیدعبدالظاهراغاسره به مي ساعتونه ساعتونه مجلس درلوداویودبل په لیدواوکتوبه موهوس کاوه.
آخروارچي کندهارته ولاړم . کورته راغئ. دپښوتکلیف ئې زیات سوی وواودکهولت نخښي ئې په چهره کي ډیري برجسته سوي وې. دلمانځه پروخت ئې له امامت څخه عذروغوښت اوموږلمونځونه جلاجلاوکړل. زمازړه ته راتېره سوه چي خدای خبرچي بل واربه مي ددغه خواخوږي مشردلیدلوسعادت په نصیب کیږي. چي دادئ زمااټکل له بده مرغه رشتیاسو.
زه اوس په داسي حالت اوموقعیت کي نه یم، چي دخپل دغه خواخوږي دوست اومشرپرویرباندي کماحقه وږغېږم. داکاربل وخت ته پرېږدم. دم درحاله ئې له پاک خدایه څخه دمغفرت مسئلت کوم اوله محترمي اودرنې کورنۍ سره ئې په غم کي ځان شریک بولم.
پاک خدای دي هغه څه ورسره وکړي چي له خپلو دوستانو، صلحاوواوپاکانوسره ئې کوي (آمین)
محمدمعصوم هوتک
اشاوا ــ کاناډا
دفبرورۍ ۲۱مه ۲۰۱۲ع
دسهاراته نیمي بجې