بسم الله الرحمن الرحیم
د مورنیو ژبو نړیواله ورځ یو ځلې بیا پداسې حالت کې را رسېږي چې اوس هم پښتانه په خپلو سیمو کې په خپله مورنۍ ژبه د زده کړو حق نلري، ترڅنګ یې د پښتنو په سیمو کې د نا امنیو له مخې د ښوونځیو او پوهنې مرکزونه د دې پر ځای چې لا پیاوړي شي له مېنځه وړل کېږي، پښتانه ماشومان او ځوانان په نورو ژبو باندې زده کړو ته مجبور کړل شوي دي چې ژوندي مثالونه یې د هیواد په مختلفو ولایتونو کې لکه کابل،غزني، میدان وردک، بغلان، کندوز، پروان، هرات، بادغيس او داسې نور ډېر ولایتونو کې لیدل کېږي، همدارنګه د تورې او تپل شوې کرښې هاخوا په بلوچستان، پښتونخوا او نورو ډېرو سیمو کې پښتانه په پردیو ژبو زده کړې کوي.
پښتون خوځښت پدې دردېدلي حالت کې د خپل ولس سره اوږه په اوږه ولاړ دی، او پدې مناسبت د هغو نړیوالو او کورنیو سازمانونو او ادارو څخه چې ځانونه د انسان دوستۍ دعوه لرونکي بولي په کلکه غوښتنه کوي تر څو پښتنو ته په خپلو سیمو کې په خپله خوږه ژبه پښتو د زده کړو اسانتیاوې برابرې کړي.
پښتون خوځښت به د پښتنو د شرعي او انساني حقوقو د دفاع لپاره خپلې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې جاري ساتي او هر هغه طاقت به مات کړي چې د پښتنو حقوق تر پښو لاندې کوي.
مننه
پښتون خوځښت
د خپرونو څانګه