د کندهار ولايت امنيتي چارواکي وايي چي د دې ولايت په شاه وليکوټ اولسوالي کي د ماين چاودني څلور اولسي وګړي وژلي.
د چارواکو په وينا چي وژل سوي کسان د يادي اولسوالۍ اوسېدونکي دي او هغه وخت ووژل سول چي کله ئې بايفور موټر د سړک غاړي پر ښخ سوي ماين وخوت.
د کندهار ولايت مقام په دې اړه لراوبر ته يوه خبرپاڼه لېږلې او دا کار ئې پکښي غندلى.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه کوم چا څه نه دي ويلي.