په هلمند ولايت کي نن ورځ يوشمېر هټۍ والو له دې امله لاريون وکړ چي تېره شپه ئې د ملي امنيت له لوري هټۍ نړول سوي دي.
لاريون کوونکي وايي چي حکومت دعوه لري چي دا مځکه د يوه داسي کس ده چي شرغي قباله هم له ځانه سره لري او هټۍ والو په غېر قانوني ډول هټۍ پر جوړي کړي وې نو ځکه دوى و نړولې.
خو هټۍ وال بيا وايي چي په دې ا ړه ئې د حکومت سره دعوې دوام لاره او دريمه محکمه لا پاى ته نه وه رسېدلې او خپله پرېکړه ئې نه وه اوره ولي چي حکومت ئې هټۍ ور نړولي.
د هلمند والي په دې اړه وايي چي ياده مځکه د يوه کس چي شرعي قباله لري، ده خو لاريون کوونکو پرې غصب کړى ؤ.
لاريون کوونکي وايي چي تر څو ئې خپل حق نه وي ترلاسه کړى دوى به خپلو لاريونو ته دوام ورکوي.