کور / خبرتیا او پيغامونه / د پښتون یون جرګې خبرتيا

د پښتون یون جرګې خبرتيا

پښتون یون جرګه
د هیواد د سیاسي مخکښانو او ګوندونو شالید ته په کتو سره ځوانانو پریکړ وکړه تر څو داسې یو نوی او پر ځوان ځواک ولاړ خوځښت رامنځته کړي چې په ریښتینې توګه د هیواد او هیوادوالو ربړو او ستونزو ته د حل لارې چارې پیدا کړای شي. د ډیرو لویو او پخوانیو سیاسي ګوندونو پر خلاف پښتون یون د سراسري فکري ویښتابه لپاره هڅې کوي او غواړي خلکو ته داسې څه وړاندې کړي چې د هغوی لپاره د بنسټیز پرمختګ لامل شي.



سراسري ملي یووالی او ویښتوب د پښتون یون له بنسټیزو هدفونو څخه دي او دا کار یوازې د ځوانانو په مخامخ ونډه اخیستنه کیدای شي او بس.



پښتون یون بیروني او غولوونکې غونډې او هڅې نه کوي، بلکې د ټولنې له جرړو څخه په پیل شوي پیاوړي خوځښت باندې باور لري او دا څرکونه به د هیواد لپاره په یو لوی لمر بدلوي.



څه موده وړاندې د پښتون یون ځوانانو وکړای شول په کابل پوهنتون کې د هغې لوېې دسیسې مخه ونیسې چې غوښتل ېې د کابل پوهنتون ډبرینه لوحه لرې او پر ځای ېې د دانشګاه لوحه ودروي.
دا او دې ته ورته هڅې د یون د ځوانانو په لومړیتوبونو کې دي او دوی به تل د پردیو د کلتوري او فکري یرغلونو په مخنیوي کې مخکښ وي.



ځینې کسان وايي چې د فیسبوک کسان ټول د یون غړیتوب نه لري. د هغو په ځواب کې باید ووایم چې اوس مهال له فیسبوک پرته پښتون یون په زرګونه مینه وال او خواخوږي لري چې ښايي شمیر ېې سلګونه زره ته ورسیږي. هغه کسان چې د هیواد او خپلو خلکو په ریښتینې چوپړ سره غواړي زموږ ملګري شي، زموږ ور ېې پر مخ خلاص دی او هرکلی ورته وایو.



د هیواد د سیاسي بحران د بنسټیز حل لپاره پر یوه غوره کړنلاره کار کوو اوله ټولو ملګرو سره په ګډه مشوره به ېې د نړیوالو تر غوږونو ورسوو…


پښتون یون د هیواد د ټولو ښکیلو سیاسي او نظامي کړیو په پراخ یووالي ټینګار کوي او د هیواد لوړتیا او خپلواکي تر ټولو لوړه بولي.



ځکه نو له ټولو خلقیانو، پرچمیانو، حزبیانو، افغان غربیانو، طالبانو، افغان ملتیانو…څخه په کلکه غوښتنه کوو چې نور دې پر خپلو خلکو او هیواد زړه وسوځوي او د خپلو ګوندي، شخصي، ټبریزو، ژبنیزو او نورو ګټو څخه دې تیر شي او د یوې لوېې هر اړخیزې جرګې په جوړلو سره دې د تلپاتې سولې او سوکالۍ لپاره لاسونه سره ورکړي


پښتون يون په هندوستان کې د پښتون ولس د يووالي او پرمختګ په موخه د يوې پرتمينې غونډې تابيا کوي. له ټولو هغه پښتنو څخه چې د پښتون ولس پر يووالي، پرمختګ او سوکالتيا باور لري نو له موږ سره دې په دې کار کې هر اړخيزه مرسته وکړي. غونډه به د افغانستان د ملي يووالي د بنسټ له لوري پر مخ وړل کيږي.



د غونډې اجندا:
د افغانستان په روانو حالاتو کې د پښتون ملت او پښتو ژبې د ژغورنې په موخه د يوه سراسري ولسي خوځښت اړتيا:



موږ باور لرو چې:
په غو نډه کی هريوګډون کوونکی كه ښځه وي او يا نارينه وي نود یو مشر په څیر دی، بايد دهریوپه وړتیا با ندی با ور وشي.



هر ګډ ون کوونکی منبع یا سر چینه ده – دخلکوپه ظرفیت اوابتکا ر با ندی باور لرو.
هر سړی یا ښځه د خپل نظرد څرګندونې حق لري او دنورونظریو او ګروهو ته درناوی لرو.


د هر ګډونکوونکي جوړونکی ګډون مباحثه غني کوي، تاسې زموږ مټ ياست.
د دوه سترګو لید ل له یوې نه غوره دي، موږ په ډله اییز کار باور لرو.


په خپل ګډون مو زمونږ حصله غښتلی کړۍ اود هیواد او ولس دپور په اداکولو کې مو خپله ونډه واخلۍ.


دغونډی ځای ((ڼوی ډیلی، هندوستان)) او نیټه ((۰۳/۰۳/۲۰۱۲ چې د ۱۳/۱۲/۱۳۹۰)) سره سمون خوري په پام کې نیول شوی.


دنورو مالوماتو لپاره په لاندی تلیفون شمیرو او بریښنا لیکونو اړیکی ونیسۍ.


ایمل څړوال
            00919958197811      
aimalshpoon@live.com


عبدالقهار کټوازی
09853947530
qahar.katawazi@gmail.com