کور / تازه خبرونه / کونړ : ٤١ کوچنيان د تښتوونکو له منګولو وژغورل سول

کونړ : ٤١ کوچنيان د تښتوونکو له منګولو وژغورل سول

د کونړ ولایت امنيتي چارواکي وايي چي په د دې ولايت په وټه پور اولسوالي کي ئې څلور داسي کسان نيولي چي غوښتل ئې د پاکستان هېواد ته کوچنيان د ديني زده کړو په پلمه بوزي خو هلته ورته د ځان وژونکو بريدونو روزنه ورکړي.
د دې ولايت د امنيې قوماندان عوض محمد نذيري وايي چي نيول سوي څلور کسان د دې ولايت اوسېدونکي دي.