د۱۳۶۷ لمريز كال ددلوي ۲۶ نېټه
دشوروي اتحاددلښكروماته په افغانستانوكي دافغانومېړنومجاهدينوزامنو په مټ څرګنده سوه ولي نړيوالوهيوادونودانه سواى زغملاى چي ددوهمي نړيوالي جګړې داتل طاقت ته دماتي ور اړولودا اتبكاردي يوازي دافغان مسلمان اولس په برخه وي ځكه نودملګروملتونودځانګړي استازي(( دياګوكوردووييز))په مشرۍ دروسانودقوتونودوتلو پروسه ديوه توافق دترلاسه کولولپاره هلي ځلي پيل سوې ((چي عمومي شرح يې ددې کتاب په لړکي لولى)) دشوروي اتحاد جمهوري ريس ګرباچف نړيوالوته دمطبوعاتوله لاري څرګنده كړه چي:•
• موږ په افغانستان دتل لپاره پاته كېدونكي نه يو
• زموږ لښكري به ډېر ژر له افغا نستانه ووزي
• دافغانستان دسياسي قضيې حل نژدې دى
ميرصاحب كاروال چي په همدې وخت کي دکابل دحکومت يو فعال غړى وو وايي((ګورباچف يك هيئت عالي رتبه به مسكو احضاركردوبراى چندين باربه وى تذكردادكه بشمابهتر است در ظرف ۱۲ ماه اينده خودرابراى خروج از افغانستان اماده كنېد))• ددې غوښتني پرمهال روسانوداموضوع طرح كړله چي له افغانستانه به خپل قووتونه په ددوو پړاوونوكي راباسي ددې خبري سره دكتورنجيب توافق وښودولي هغه دنوموړوځواكونودوتلوسربېره ټينګاروكړچي دافغانستان په جنوب کي دكندهارله سيمي بايدترډېره روسي ځواكونه رادباندي نه سي ځكه دوئ ته دكندهارستراتيژيك موقعيت دنوروولاياتوپه پرتله داهميت وړاودروسانوپه نه جوديت كي ددې سيمې ساتنه ګرانه وه خو،روسانوداخبره څه ډول چي ددوئ غوښتنه وه ونه منل بلكه دومره يې وكړل چي ترنيمي دډېرلښكرتروتلووروسته يې له كندهاره خپلي پښې سپكي كړې دامهال زما(دكتاب ليكوال) عمرنژدې څوارلس كاله ووزماياددي چي هغه اوږدكاروان چي دبيرديم زرېپوښونو،غټواو وړو زريدارټانګونو،اته ټېره محاربوي زري پوښونواوپه الماني شرق کي جوړكامازوموټرانوڅخه متشكل وو ووت دسهارلس بجې وې دكندهاردنوي ښار پر چوك دشهيدعبدالرحمًن شااغاه دكوټۍ ترڅنګ موږ ڼکيان ورته په تماشاولاړوو او له خوشحاليه پورته غورځېدلودوه درې سپنږري چي اوس مي نومونه يادته نه راځي هم دلته ولاړ وه اوترسترګويې دخوښۍ اوښكي تويېدلې وروستۍ ټانګ يې يو اته ټېره زريپوښ پرسريې يوځوان روسئ چي په تندي كي يې شين خال،پرسريې دظابط خولۍ اوپه لاس كي يې كيوبايي كلاشينكوف ووناست وو دپښتون باغ پرسيمه چي اوس ډېرتعميرات پر جوړاودكندهاردلوئ محبس په وړاندي جنوب شرق پلوكي مو قعيت لري يوټانګ مجاهدينوترې نه وويشت د روسانو همدا کتار په همدې ورځ څو ګړيه بيرته معطل سو يوه سپين ږري و ويل چي((اوس خودوتلوپرحال دي پرې يې ږدۍ))له افغانستانه دوتلوڅخه وروسته دحيرتان له پله څه تېرېدونكي وروستى روسي پوځي اوڅلويشتم لښكرقومندان بوريس ګروموف وايي (( … له دې امله دارامۍ احساس كوم چي هر څه پاى ته وروسېدل،… دټولوهغوسرتېرواوافسرانومجسمې جوړول پكاردي چي ددغه دوزخ لمبې يې وزغملې)) دايي هم زياته كړه چي ((له مانه پس په افغانستان كي دڅلوېښتم لښكرهيڅ پوځي نه دۍ پاتي سوى)) •
دشوروي يرغل پايله
شوروي اتحاددلښكروتروتلووروسته نه يوازي داچي افغانستان دخپلواكۍ پرلورګام اوچت كړاودميوند،حماسه يې بياراژوندكړه ،بيايې داميرامان الله اودهغه دسپېڅلومجاهدينوولوله تازه كړه ولي داځل دشوروي اتحادپه وړاندي ددې معركې پياوړي اتلان داسي كړنوته مجبورسول چي نړيوال وياړاوافتخارورداغ داره اوپه خپل منځي شخړويې اخته كړل خوپه مثبت اړخ كي دشهيد حاجي محمود،اسدالله((فضل محمد))،غفار ي،ګوډغاړي،لالا ملنګ،شهيد ذبيح الله ، شهيد نصرتيار ، شهيد امير موسي كليم ، كفايت الله (( اسلام الدين )) شهيدي ناهيدي ، شهيدي نوربي بي ، مجاهدي پېغلې ګلالۍ ، شهيدي جمېلې ، او …… دوينو تويېدو دنړۍ ددووسره تړلوبر اعظمونواسيااواروپاپه جغرافيوي قلمروونوكي په زغرده بدلونونه راوړل اونوي هيوادونه يې په نوې خپلواكي دنړۍ په قاره كي را منځته سول
• تاجكستان ، از بكستان ، تر كمنستان ،، مغو لستان ، قزاقستان ، بلغاريا ، چكسلواكيا ، هنګرې ، پو لنډ ، يو كراين ، ګر جستان ، او …….. هيوادونه خپلواك سول
• المان شرق خپلواك او دبرلين دېوال ونړېد
• هنداودهغه ګاونډهيوادونه دشوروي اتحاددممكنه نيواك څخه بچ سول
• ايران او پاكستان دارامي ساه واخيسته
• په اقتصادي ډګرکي دنړيوالوپانګوالواوكمونيستي سيستمونو انډول له منځه ولاړاوازادبازارته په پراخه پيمانه لاره هواره سوه
• امريكې متحده ايالتونه دنړۍ يكه تاز قدرت وګرځېد
• دشوروي اتحادملاماتوونكي اقتصادي مصرف چي دروسيې له غاړي ووله غاړي واووښت اوداهيواد ددې جوګه سو چي خپل اقتصادي استخراج اوتوليداو دهغه مصرف يوازي دروسيې هيواد پرچاپيرراوګرځوي
• مخکني شوروي نشين جمهوريتونه سره تردې چي خپلواك سول دفقرغربت اومسكنت پرولورورمات اوهغه برم چي مخكي يې يوپياوړى ځواك ترشاولاړوو سلب سو .