کور / تازه خبرونه / زابل: بيا جګړه کې مرګ ژوبله واوښته

زابل: بيا جګړه کې مرګ ژوبله واوښته

دزابل امنيتي چارواکي وايي چې دکابل کندهار پرلويه لاريې په زابل ولايت کې اته وسله وال طالبان وژلي او څلور نوريې ژوندي نيولي دي . دغه نښته دښارسفا ولسوالي په مربوطاتو کې شوې ده . دزابل دامنيت امر فريدالله ځدراڼ وايي چې په دغه جګړه کې پوليسو،افغان پوځ او نړۍ والو ځواکونو ته تاوان نه دى اوښتى . 
خو دطالبانو وياند قاري يوسف احمدي داخبره کوي چې نړۍ والو ځواکونو اوافغان امنيتي ساتونکو ته يې دسر دروند تاوان اړولى دى . قاري يوسف  وايي چې ددوى ملګري خوږ شوي دي خو دومره تلفات نه لري لکه څومره چې افغان چارواکي يادوي .
قاري يوسف دزابل دچارواکو داخبره هم رد کړه چې په عملياتو کې دعزت الله په نوم قوماندان وژل شوى دى خو دزابل چارواکي ټينګار کوي چې په وژل شويو کسانو کې يو قوماندان  چې عزت الله نومېده هم شامل دى .
دکابل کندهار لويه لاره چې پخوا يوازي په زابل کې نا امنه وه اوس په غزني او وردګو ولايتونو کې هم تل دجنګ جګړو شاهده وي .