تیره ورځ د افغانستان د اسلامی امارت له لوری یوه خبر پاڼه نشر شولو چی ټولو رسنیو ته یی ورسوله اوهم د هغوی په خپل سایټ باندی نشر شوله چی په هغی کی دا راغلی وه چی [ په ډیره خواشینۍ سره موخبرترلاسه کړچي په اسلامي امار ت کې دملي دفاع وزیراودامریکاپه مشرۍ دوحشي ځواکونوله لوري دافغانستان داشغال په مهال داسلامي امارت مرستیال الحاج ملاعبیدالله اخند په یوه پاکستانۍ بنديخانه کې په حق رسیدلی . انا لله وانا الیه راجعون ] نو حیران شولم چی دا څه بهادری او توره ده چی بندیان لاس تړلی او په پښو کی یی زولنی وی او هغه ووژل شی بهادری او زړورتوب خو په هغه وخت کی معلومات کیږی چی مقابل لوری هم دده په شان وی او له ده څخه په هیڅ وسایلو کی کم نه وی او مقابله وشی نو بیا معلومات کیږی چی څه کیږی خو د بده مرغه چی د پاکستان فوځی او استخباراتی اداری یواځی او یواځی د هغه چا وژلو ته نران وی چی دوی په دوکه او اعتبار باندی نیولی وی او بیا یی لاسونو او پښو ته ولچک او زولنی ورواچوی او بیا تر شکنجو لاندی ونیسی او په شهادت یی ورسوی بیا وروسته ددروغو ووایی چی د زړه حمله پری راغلی وه او مړ شولو چی پورتنی د شهادت واقعه یی د همدی کړی یوه برخه ده ، دا یواځی ملا عبید الله اخند نه وو چی دوی نیولی او د بندیخانی تورو تمبو شاته یی غورځولی بلکی په سلهاو نور هم همداسی دی چی د پاکستان دقانون لاندی یی هیڅ جرم او سزا نه وی خو یواځی دا چی د صلیبیانو دښمن وی نو دوی بیا یا د هغوی د پاره نیسی او د هغوی څخه پری ډالر اخلی او په هغوی یی پلوری او چی صلیبیان بیا ډالر ورنه کړی نو دوی هغه د خپل ځان سره ساتی نو که هغه بندی د خپل وجدان سودا دوی سره وکړی نو دوی یی بیا راخلاص کړی او که نه هغه د خپل وجدان او ایمان سودا کولو ته حاضر نه شی نو هغه د زندان توری او دوحشت نه ډکی ورځی تیروی او کورنی یی دده د حال احوال نه ناخبره وی او نه لا دا هم د هغوی د حال احوال نه خبر نه وی بعضی بیا یا د شهید ملا عبید الله اخند په شان په شهادت ورسول شی او د مرګ خبر یی کلونه وروسته ورسول شی او یا خو داسی وشی چی د بندیخانی څخه وویستل شی او په نیمه شپه په کولیو وویشتل شی او په هماغه خرابه ویرانه او یا کومه زړه هدیره کی و غورځول شی او بیا نور پولیس راشی او مړی لا وارث وګرځول شی او یا یی ورثه پیدا شی او د ځنو له حال احوال څخه هیڅوک تر ډیره وخت خبر هم نه وی .
ما چی کله د ملا عبید الله اخند د شهادت خبر ولیدلو نو د هغه عربی متل چی وایی [ آکلت یوم اکل الثور الابیض ] رایاد شولو چی وایی کوم ځنکل کی دری څلور قسمه غوایان یوځای اوسیدل نو د لیوه زور پری نه رسیدلو نو یوه ورځ لیوه راغللو او د سپین غوایی نه پټ یی د نورو ته وویل چی دا سپین غوایی په تاسی ځان اوچت ګڼی او زه ستاسی خیرخواه یم نو داسی به وکړم چی زه به ستاسی په خاطر دا سپین له مینځه یوسم او مونږ او تاسی به خپل ژوند سره په خوشحالی کی تیر کړو نو دوی نورو دا فکر ونه کړلو چی دا ولی زمونږ ټولو اصل یو دی او که فرق دی خو هغه یواځی په رنګ کی دی نو هماغه شول چی هغه سپین یی ورنه وخوړلو بیا څو ورځی وروسته یی بل ته همداسی بهانه جوړ ه کړله او بله ورځ یی بل ته اخره کی یو پاتی شولو نو د هغه سره ددفاع څوک نه وه ځکه لیوه ټول یو یو خوړلی وه نو هماغه ته یی هم اشتها صافه کړله او چی کله یی د هغه د خوړلو نیت وکړلو نو بیا هغه پوه شولو چی دا یوه دسیسه وه نو هغه د یوی چغی اجازت وغوښتلو او دا چغه یی وکړله چی [ آکلت یوم اکل الثور الابیض ] نو ددی نه ورسته لیوه هغه هم وخوړلو او دهغه هغی چغی هیڅ فایده ورنه کړله ، همداسی دغه واکمن او زورواکی هم د طالبانو سره همداسی کوی نن ورځ یو په یو نوم رانیسی یا یی په امریکایانو پلوری او یا یی د ځان سره ساتی څوک یی د حال احوال نه خبر نه وی یا یی د شکنجو لاندی شهید کړی او بیا یی خپله خوښه ده چی په کومه خرابه کی یی غورځوی او یا یی په نامعلومو هدیرو کی د تورو خاورو لاندی کوی او کال دوه ورسته یی ورثه بیا خبریږی چی زمونږ بندی یی په شهادت رسولی دی نو اوس خبره داده چی طالبان ولی عقل نه کار نه اخلی او تر څو به دوی په همدی غولول کیږی چی تاته څه نه وایو ته خو زمونږ وفاداره یی او هغه بل تاسی ته هم زړخ کی ښه نه لری هغه به ونیسم او د هغه ځای ناستی به هم ته شی او یو یو په خپل وخت سره نیسی یا یی خرڅوی او یا یی په شهادت رسوی ما یوه ورځ د اوسنی د قطر د مذاکراتو یو مهم غړی ته دا احوال هم ولیږلو چی د خدای په خاطر ځان مه دوکه کوی او دغه خلک چی ستاسی ټول حکومت یی په یو ټیلفون او یواځی یو اخطار باندی له مینځه یوړلو او دادی اوس هم لګیا ده ستاسی او ستاسی د میلمنو تجارت کوی او تاسی بیا هم ددوی غیږو ته ځانونه غورځوی ایا ددوی او ستاسی مثال د شپانه او رمی نه دی ځکه شپون همیشه کوشش کوی چی خپله رمه سم ځړ ځای ته یوسی او خپل مال باندی مصاریف کوی او بیا یی همیشه په شا لاس تیروی چی کله هم چاغ شی او د خرڅون شی او خریدار یی وی بیا یی پری پلوری نو دوی هم تاسی سره همدا کانی کوی تر څو مو غټ کړی او یو نوم درپوری ونخلوی او بیا مو وپلوری او تاسی نه وروستنیو ته بیا هغه دغه وایی تر څو بل پیدا کړی او د مخکنی په سر نوشت یی اخته کړی، خو د بده مرغه هغه کس زما ددی خبرو په پای کی دا ټاپه راباندی ولګوله چی افغان ملتی دی که ما هر څه وویل چی قسم دی زړه می درباندی سوځی او یواځی د یوو خیر خواه مسلمان په صفت یی درته وایم چی د غلامی نه لاس واخلی دا به درته ښه وی خو کله یی منله نو نتیجه ټولی نړی وکتله او ګوری یی ، نو که داسی نه وی په ِغټه سطحه به یی سره راوخلو اول افغانی طالبانو کی یی د کار خلک اول ونیول بیا یی دا نور رامخکی کړل او د هغوی د جملی نه یی یو ملا عبید الله اخند وو چی دوی دوکه کړلو او داسی یی ورته ښودله چی زمونږ تاسی سره هیڅ راز مشکل وجود نه لری او یواځی مونږ د امریکایانو نه مجبوره یو تر څو ځان تری خلاص کړو او هغوی دوکه کړو نو یو څو کسه د القاعده په نوم ورکوو او تاسی سری سترګی کرځی خو د پخوا په شان نه ښه می په یاد دی چی یوځل ملا عبید الله اخند د خپلو بادیکاردانو په ملتیا د کابل څخه راروان وو په اسلام اباد کی یی یو څو شپی وکړلی او د هغی څخه وروسته بیا د لاهور په سفر لاړلو په دومره اوږه لاره یو ځای هم دده د بادیکاردانو او یا دده نه چا دا پوښتنه ونه کړله چی دا خو افغانستان نه دی چی ته دلته هم مسلح ګرځی خو که ستا ضرورت وی نو مونږ به تاته د پرتکول سره ګارډ درکړو خو د بده مرغه چی د نظام د سقوط نه وروسته هم د هغه ذهن هماغه ته وو او دا فکر به یی ضرور کړی وی چی دوی خو پخوا ما ته زما شخصی بادیګارډانو باندی څه نه ویل اوس خو به ما ته یواځی څه ووایی خو داسی نه وه ځکه پخوا هم دوی ته د همداسی ګړنو ضرورت وو او نن هم ورته ددی ضرورت وو چی لاسونه او پښی ورته وتړی او د زندان تورو تمبو شاته یی و غورځوی ، بیا یی دده نه ورسته دده ځای ناستی ملا برادر اخند هم دده په شان دورند تللو او هغه یی په دی قانع کړی وو چی تاته څه نه وایو او ته مونږ ته مطلوب نه یی او ملا عبید الله اخند خو خپل سری کوله نو مجبور وو چی وی نیسو هماغه شو چی څه وخت وروسته یی هغه هم ونیولو او لاسونو ته یی ولچک او زولنی ورواچولی او د امریکایانو مخګی یی ګونډه وهلی کینولو تر څو هغوی تری خپل تحقیقات وکړی او دوی ته ورباندی یو څو ډالر ورکړی، همداسی حال یی د ګردو طالبانو سره هم کړی که هغوی د طالبانو په نظام کی والیان وه او که د اوسنی جهادی تشکیلاتو کی وه هغه ټول یی د یو بل پسی نیولی دی او د ورکو بندیانو په لست کی دی چی نه یی څوک د مرګ نه خبر دی او نه یی هم د ژوند نه او نه یی کور سره رابطه وی او نه د کومی نړیوالی د بندیانو د اداری سره لکه سره صلیب اوداسی نور ، همدا ټوکه یی د پاکستانی طالبانو سره کړی یو وخت یی نیک محمد د سترګو ازغی وو خو عبدالله محسود یی خپل ګڼلو بیا یی چی کله نیک محمد د مخی لری شولو نو بیا یی عبدالله محسود د سترګو ازغی وو بیت الله محسود یی ښه ګڼلو چی عبد الله محسود یی شهید کړلو بیا یی بیت الله محسود د سترګو ازغی شولو او ملا نذیر او حافظ کل بهادر یی ملګری کړل همداسی ټول یی بیل بیل کړل او په اخره کی ټول یا په شهادت رسولی او یا یی هم د زندان تورو تمبو شاته غورڅولی دی .
خو اخر دا ولی مونږ همیشه داسی کیږو غلطی زمونږ ده نه ددوی ځکه دوی د خپل مقصد ته د رسیدلو لپاره هر څه کوی او مونږ بیا ددوی په تشو وعدو دوکه کیږو او دا په داسی حال کی ده چی مونږ دا حدیث وخت په وخت وایو چی نبی صلی الله علیه وسلم ویلی : چی مومن د یو سوری څخه دوه ځلی نه چیچل کیږی .
خپلی خبری ته راځو او هغه داده چی په هیڅ صورت کی د بندی وژل نه شرعا جواز لری دا په داسی حال کی ده چی پاکستانی فوج ځان اسلامی فوج ګڼی او نړی ته د یو آدیل په نوم ځان ورپیژنی او بله دا چی ددوی فوځیان همیشه د همداسی خلکو د وژل او یا هم د سور جومات انجونو وژل د ځان د پاره ویاړ ګڼی او د همدوی د پاره باتوران هم وی که نه وی ددوی باتوری نړی د بنګله دیش په خلاف جنک کی هم لیدلی چی یو لک فوځ د ټولو عصری وسلو سره ټوپک او ځانونه بنګالیانو ته وسپارل او یا هم نړی لیدلی چی د سیاه چین او ګارکل په جنکونو کی دوی څومره باتوری ښودلی اویا د دوی په اصطلاح د پینسټ 65 کال جنک او یا هم بهتر 72 کال جنک که د یو څو پښتنو غیرت نه وی نو نن به یوځل بیا پاکستان د نړی د نقشی نه ورک شوی وی او په ځای به یی لوی هندوستان وی . نو پکار ده چی د بندیانو د وژلو نه لاس واخلی او خپله توجه خپل وسلوال دشمن ته واړوی او هم طالبانو ته پکار ده چی خپل دوست او دشمن وپیژنی او نور دا خوشی عبث خیالی پلاونه پریږدی ځکه دوست او دشمن پیژندل هوښیارتیا ده او نه پیژندل حماقت دی .