د کندهار ولايت د تخته پل اولسوالۍ اړوند د نايب والې په نامه سيمه کي چي د تخته پل اولسوالۍ د مرکز څخه په ٥٠ کيلومترۍ کي موقعيت لري يو باب ښوونځى جوړ سو او پکښي به د يادي سيمي کوچنيان زده کړي کوي.
په دې اړه په جوړه سوې غونډه کي د دې اولسوالۍ اولسوال محمود اڅکزي د يو پر ځاى کار وباله او زياته ئې کړه چي تر دې مخکي به د دې سيمي په يوه مسجد کي کوچنيانو زده کړي کولې خو اوس له نېکمرغه دا دئ د دې سيمي د خلکو په هلو ځلو ئې يو ښوونځى ورته جوړ کړ چي تر دې وروسته به د دې سيمي کوچنيان پکښي روزل کېږي.