پاکستان اعلان وکړ چې موقتي ناټو ته اجازه ورکوي چې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو لپاره هغه خوراکي مواد د پاکستان له لارې انتقال کړي چې خرابیږي.
وال سټريټ ژورنال:
وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه څرګندوي چې دا د متحد ایالاتو او پاکستان تر منځ د بحراني کیدو څرګندویي کوي، چې تیرکال په مهمندو ایجنسۍ کې د ناټو د الوتکو له بریده وروسته اړیکي خړپړ شول. په دې برید کې چې د لیندۍ په پنځمه ترسره شو د پاکستان څلرویشت پوځیان ووژل شول.
تر دې پیښې وروسته پاکستان د ناټو پر اکمالاتو لاره وتړله او د وال ستریت جورنال ورځپاڼې په وینا بهرنیو ځواکونو ته په افغانستان کې سردرد پیدا شو او له نورو لارو اوس اکمالات ورته ډير ګرانه پریوزي.
امریکا او پاکستان لاهم د همدې هوایي برید پر سره یو نظر نه لري دا نه مني چې څوک ملامته وو، خو د ورځپاڼې په باور داسې نښې شته چې اړیکي د اسلام اباد او واشنګتن ترمنځ په ښه کیدو دي.
په تیرو لسو کلونو کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو نژدې نوي فیصده اکمالات د پاکستان د کراچۍ د بندر له لارې شوې دي، خو له تیرو دریو کلونو راپه دې خوا ناټو د روسیې او منځنۍ اسیا له لارې په اورګاډیو کې خپل اکمالات زیات کړې دي او کله چې د لیندۍ په میاشت کې ناټو الوتکو د پاکستان پر پوځیانو بمباري وکړه هغه مهال بهرنیو ځواکونو دیرش فیصده اکمالات د پاکستان له لارې کول.
انډپنډنټ:
یوې بلې لویدیځې ورځپاڼې بیا په نړۍ کې د خوراکي موادو مساله څيړلې ده.
انډپنډنټ ورځپاڼه لیکی چې په ګرده نړۍ کې څلورمې برخې ماشومانو ته سم خواړه نه رسیږي څو سمه وده وکړي. له همدې امله هرساعت په نړۍ کې درې سوه کوچنیان د سوي تغذي له امله مري.
د ورځپاڼې په باور په هند کې نیمایي ماشومان سوی تغذي دي او څلورمه برخه یې بیا یو مخ خواړه نه لري. انډپنډنټ بیا لیکي چې په نړۍ کې د خوراکي موادو بیې زیاتې شوې دي. په افغاسنتان کې په دوه زره یولسم کال کې بیې پنځه ویشت په سلو کې لوړې شوې او په ځينو ځایونو کې لکه کینیا کې دا فیصدي څلویښت فیصدو ته لوړه شوې ده.
انډپنډنټ ورځپاڼه بیا د بلخ په ولایت کې د محمد جان په نوم د یوه ماشوم کیسه کوي چې دغه اووه میاشتنۍ ماشوم د عادي اووه میاشتني نیم وزن لري، ځکه چې مور یې نیستمنه ده، سمه خواړه یې نه خوړل چې خپل زوی ته شیدې ورکړي، خو محمد جان د یوې سیمه ییزې خیریه موسسې له لورې د خلم روغتون ته استول شوی چې درملنه یې وشي.
د ماشومانو د ساتنې نړیواله موسسه، سیف د چلدرین د بریتانیا له صدراعظم ډیویډ کامرون څخه غوښتي دي چې په اوړي کې د لندن د المپیک په وخت چې د نړۍ مشران راغونډیږي په نړۍ کې دې د لوږې د مخنوي لپاره یوه سرمشریزه جوړه کړي.