د کندهار د والي مرستيال عبدالقديم پتيال د دې ولايت د ژړۍ او ميوند اولسواليو څخه ليدنه وکړه او د يادو اولسواليو د اولسوالانو او اړوندو کسانو څخه ئې د تېرو لسو مياشتو په اړه معلومات وغوښتل.
نوموړي په يادو اولسواليو کي د اړوند حکومتي چارواکو او قومي سپينږيرو سره وليدل.
د ژړۍ اولسواليو اولسوال په خپله اولسوالي کي امنيت ښه وباله او د بيارغوني کارونه ئې ښه وبلل.
خو د ميوند اولسوالۍ اولسوال بيا په خپلو خبر و کي وويل چي امنيت ئې د اولسوالۍ په ټولو برخو کي ښه دئ خو د بيارغوني کارونه ئې نسته او بايد پکښي ترسره سي.