په هېواد کې د زياتې واورې اورېدو له امله په شمالي ولايتونو کې لېرې پرتو ولسواليو ته تللي لارې تړل شوي دي. رپورونه وايي، چې په دې ولسواليو کې مېشته خلک د مرګ او ژوند تر منځ په سخت کش مکش کې راګير دي. دوى زياتوي، د سيمې د اوسېدنکو د انساني تلفاتو تر څنګ د دوى په سلګونو څاروي هم تري تم شوي او دوى نه شي کولاى، چې خپل اولادونه له دې بدې طبعې پېښو وژغوري او حيوانات خو پر ځاى پرېږده. طبعې پېښو زيانمنې کورنۍ پر دولت او په خاص ډول د طبعې پېښو سره د مبارزې پر اداره نيوکه کوي، چې د دوى سره يې نه يوازې څه مرستې نه دي کړي، بلکې دولت د دوى پر زيانونو هم سترګې پټوي. خو افغان دولت بيا وايي: په موږ کې دومره توان نشته، چې په لېرو پرتو سيمو کې واورې ځپلو کورنيو ته مرستې ورسوو.
د دولت دا ناتواني، چې هغو لېرې پرتو سيمو ته مرستې نه شي رسولى کومې چې يې لارې واورو تړلي او يا هم کومې کورنيو ته په کې زيان اوښتى، ولس ومني. خو دا به څنګه ومني، چې د ننه په کابل کې خلک د يخنۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. په بګراميو او کابل ښار ته په نږدې سيمو کې، چې خلکو په کې کېږدۍ درولي او په دې يخه هوا کې په کې ژوند تېروي د سون توکو نه شتون، لوږه او غربت، ډول، ډول ناروغيو او نورو ورته ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. تر اوسه پورې دې غريبو خلکو سره هېڅ ډول مرسته نه ده شوي. دوى د شديدې يخنۍ له امله خپل اولادونه له لاسه ورکړل. په دولت کې يو شمېر لوړو پوړو چارواکو نه يوازې مرستې ته نه ورودانګل، بلکې د رسنيو دغه راپورونه، چې د په کابل زړه کې د يخنۍ له امله ماشومان مېرمنې وژل شوي بې بنياده وبلل. موږ حيران دې ته يو، چې د طبعي پېښو سره پر ضد اداره دومره چمتوالى نه لري، چې د کابل په زړه کې د بې وزله افغانانو سره مرسته او همکاري وکړي؟ موږ وينو، چې په هېواد کې د هرې پېښې مسوولين د رسنيو له لارې خپل ځانونه ملامت نه بولي او بله خبره دا چې دوى هره پړه او ملامتيا پر خارجيانو وراچوي او موږ په دې نه پوهېږو، چې د ننه په خپل هېواد کې زموږ مسووليت څه دى او څه بايد وکړو.
خيريه موسسې او مدني ټولنې هم په دې کې ملامتې دي، چې د يخنۍ ځپلو او بې وزله افغانانو غم نه خوري او دوى په دې اړه هېڅ اواز نه پورته کوي، دوى ولې پر دولت فشار نه راوړي، چې مرستې ته يې ورودانګي. دې سره په څنګ کې زموږ اکثره شتمن او مالداره خلک ولې دومره بې غوره شوي دي، چې دوى د خپلو وروڼو، خويندو او ماشومانو ځيګروي او فريادونه نه اوري. د دولت له لوري يوازې د روغتيا وزارت دى، چې هلته يې د ډاکټرانو ټيمونه ليږلي، خو له دوى نه هم د سيمې اوسېدونکې شکايت کوي او وايي، چې دا ټيم په سيمه کې خپل فعاليت په هغه شکل سره نه شي کولاى، لکه ډول چې ضروري دى، ځکه د دوى سره په کافي اندازه درمل او نور امکانات نشته. په دې برخه کې نړيوالې مرستندويه ټولنې هم بايد داسې چوپه خوله پاتې نه شي. دوى دې د مرستو تر څنګ هڅه وکړي، تر څو له نورو اړخونو هم ددې خلکو ژوند وژغوري.
د هېواد له سوداګرو او نورو شتمنو خلکو څخه يو ځل بيا هيله کوو، تر څو ددې خلکو سره ژر تر ژره مرسته وکړي، چې په دې کار سره به له يوې خوا خپل افغاني مسووليت پر ځاى کړي او بل به يې خپل اسلامي رسالت هم په ښه شان سره ادا کړي وي. که داسې ونه شي، نو امکان لري، چې د ژمي تر وتو پورې نور زيات انسانان له لاسه ورکړو او ډېرې کورنۍ به د وير او غم په ټغر کښېني.