کور / اسلامي / د اصحابو رضی الله تعالی عنهم د ژوند پلوشې(۳)

د اصحابو رضی الله تعالی عنهم د ژوند پلوشې(۳)

 مؤلف:دوكتور عبدالرحمن رافت باشا
ژباړه:محمد ګلاب بشار
رالېږنه : عبدالله ناصري جواد
 
د تيري برخي لپاره
 
دلته کليک وکړئ
همدغه د اسلام د مدرسې لومړني رښتیني مسلمانان دي چې هغو د قرآن او پیغمبر صل الله علیه وآله وسلم په غږ او بلنې سره پخپلو منځو کښ د اسلامي ورورولۍ اړیکې ټینګې کړې او د محبت،شفقت او عاطفې او احساس له حیثه لکه د یوه بدن نه بیلیدونکي غړي او د یوې (ماڼۍ ) نه بیلیدونکی عناصر وګرځیدل ،هغو د ټولنې د بیوزلو او محتاجو د ضروریاتو د سر ته رسولو او د ټولنې د نیکمرغۍ او هوساینې او د الهي رضا او ثواب په منظور د خیر او ښیګڼې مسابقې کولې،یو د بل مصلحت به ېې د خپل ځان پر مصلحت باندې مخکې کړ،او له هغو عواملو څخه به ېې چې د اسلامي ورورولۍ د روحیې او د اجتماعي ښیګڼو په خلاف وو په کلکه ډډه کوله،او په حقه لاره کښ ېې د دښمنانو په مقابل کښ ټول یو موټی او یو صف وو او د هغو د اسلامي ورورولۍ روحیه پر نسبي او قومي ورورولۍ غالبه او حاکمه وه.
همدغه واقعیت دی چې د اسلام په مدرسه کښ یا په بل عبارت د اسلامي ورورولۍ د اتحاد په بټۍ کښ د مختلفو قومونو ،نژادونو او رنګونو انسانان لکه سلمان فارسي ،صهیب بن سنان رومي، بلال بن رباح حبشي، رضی الله عنهم بلکې عربي او عجمي ټول سره اسلامي خواږه وروڼه او د اسلامي ټولنې بنیادي متحد عناصر ګرځیدلي او یو د بل خیر او ښیګڼې په لاره کښ ېې له ایثار او سبقت څخه کار اخستی او د هغو اصلي هدف او منظور د الله تعالی رضا او ثواب او د صله رحمۍ او ښیګڼې د ښې روحیې په ښودلو سره د انسانیت د ښه مقام او مفهوم لرل وو.
د لته د مثال په توګه د اسعد بن الربیع الانصاري دی چې د مسلمان مهاجر عبدالرحمن بن عوف سره د ده وروري کیږي او بیا دغه انصاري ورور خپل مهاجر ورور ته د مالي مرستې او واده وړاندیز او یادونه کوي او واېي :
اني اکثر الانصار مالاً فاقسم مالي نصفین ولي امراتان فانظر اعجبهما الیک فسمها لی اطلقها فادا انقضت عدتها فتزوجها.
زه د انصارو په نسبت د ډیر مال لرونکی یم ، او زما دوې ښځې دي وګوره هره یوه چې ستا خوښه شي هغه به طلاقه کړم او چې عدت ېې تیر شي نو هغه به ته په نکاح کړې.
داوو د انصاري ورور سعد بن الربیع رضی الله عنه د ورورولۍ د ایثار ستره روحیه او پیرزوینه چې د خپل مهاجر ورور عبد الرحمن بن عوف رضی الله عنه سره ېې وښودله ،ولې مهاجر ورور هم د ورورولۍ د ښې روحیې او پیرزوینې له مخې د غیرت او شهامت جواب ورکوي:
بارک الله لک فی اهلک و مالک این سوقکم؟
الله جل جلاله دې ستا په اهل او مال کښ برکت وکړي،راته وښیه چې ستاسې بازار چیرته دی؟


همدغه وو چې سعد بن الربیع ورته د قینقاع بازار وښود او هغه خپل ژوند په حلال کسب او کار پیل او بنا کړ او له دغې لارې ېې حلالې پیسې وګټلې او بیا ېې واده وکړ.
همدغه د مدینې منورې د انصارو او د مکې معظمې د مهاجرینو ترمنځه اسلامي ښه ورورولي ده چې الله تعالې په عظیم الشان قرآن کښ ورڅخه یادونه کړې ده.
(وَالذينَ تَبَوَّءُو ا الدَّارَ وَالإيمَانَ مِنْ قَبْلِهِمْ يُحِبُّوْنَ مَنْ هَاجَرَ إِلَيْهِمْ وَ لا َ يَجِدُونَ فِي صُدُورِهِمْ حَاجَة ً مِمَّآ أُوتُوا وَ يُؤْثِرُونَ عَلَى أَنْفُسِهِمْ وَ لــَو كَانَ بِهِمْ خَصَاصَة ٌ وَ مَنْ يُوقَ شُحَّ نَفْسِهِ فَأُولئكَ هُمُ الـْـمُــفْلِحُونَ.)(الحشر-9)
او (دفي مال )(۱) هغو (انصارو دپاره دی) چې دوی ځاې نیولی دی په دی کور (مدینه) کښ،او خالص ېې ګرځولي خپل ایمان پخوا له دغو (مهاجرینو) څخه ،پخپلو سینو کښ څه تنګي(حسد ) له هغه شي څخه چې هغوی (مهاجرینو) ته ورکړ شوي دي ،او دوی مخکې کوي (دغه مهاجرین) پر خپلو ځانونو باندې اګر که پر دوې (انصارو) باندې (د فقر او حاجت) تنګسه وي،او هر هغه څوک چې وساتلی شي له بخل د نفس څخه نو همدغه کسان همدوی مراد موندونکي دي.
(۱)فی مال :هغه مال چې بې له جنګه له اهل الحرب څخه د مسلمانانو په لاس راشي البته دغه راز مال د غنیمت د مال په شان نه ویشل کیږي بلکه د تصرف واک ېې د اسلامي دولت مشر ته وي.
دا ؤ د مکې معظمې د مهاجرینو په باب د مدینې منورې د انصارو د ایثار او پیرزوینې فضیلت او ښیګڼه چې په دغه پورتني قرآني آیت کښ ورڅخه یادونه شوې ده نو ښايي د هر وخت مسلمانان پخپلو منځو کښ یو تر بله د اسلامي ښې ورورولۍ د قوي حس لرونکي وي او تل د دغه اسلامي ورورولۍ د حقوقو او شرایطو په مراعات کولو سره خپل اتحاد او موجودیت قوي وساتي او د اجتماعي ښه ژوند خاوندان واوسي


همدغه د اسلام د مدرسې لومړني رښتیني مسلمانان دي چې هغوی سربیره پر دې چې د ټولنې د فقیرانو،مسکینانو،یتیمانو ،بېوزلو او محتاجینو سره به ېې تل مالي مرستې او ښیګڼې کولې او دغه راز مرستې او ښیګڼې کول به ېې خپل ایماني او اسلامي واجب او مسؤلیت ګاڼه،د کلمة الله د اعلاء، د اسلام د نصرت ، د قرآن او سنت د حکومت ،د حق او حقیقت د استقرار او د حقې لارې د مجاهدینو د سمبالښت د پاره به ېې مالي مرستې کولې او د غبطې په توګه به ېې د مالي جهاد په لاره کښ یو د بل څخه سبقت او مخکیتوب هلې ځلې کولې او د الهي ډیر اجر او ثواب به ېې هیله او غوښتنه کوله.
د مثال په توګه هغه وخت چې د اسلام ستر پیغمبر صل الله علیه وآله وسلم د تبوک غزا د مجاهدینو د پاره له مسلمانانو څخه د مالي مرستو غوښتنه وکړه نو همدغه مسلمانان دي چې د الله جل جلاله د رضا د حصول او د اسلام د غلبې او حاکمیت په منظور په ډیر شوق او اخلاص مالي مرستې کوي.
حضرت عمر رضی الله تعالی عنه روایت کوي چې رسول الله صل الله علیه وآله وسلم مونږ ته د صدقې په باب امر وکړ نو په دغه وخت زما په زړه کښ دا خبره تیره شوه چې زه به نن ورځ که وکولای شم له حضرت ابوبکر رضی الله تعالی عنه څخه به سبقت وکړم او د ښیګڼې په میدان کښ به ورڅخه مخکې شم نو ما خپل نیم مال راوړ ،رسول الله صل الله علیه وآله وسلم له ما څخه پوښتنه وکړه او وېې فرمایل:
ما ابقیت لاهلک؟ (یعنې تا د خپل اهل د پاره څه پریښودل)؟
ما وویل همدغه اندازه.
بیا ابو بکر رضی الله عنه څه چې درلود هغه ېې راوړل.
نو الهي پیغمبر صل الله علیه وآله وسلم ورته وفرمایل:
یا ابا بکر ما ابقیت لاهلک؟ (یعنې اې ابو بکره! تا د خپل اهل د پاره څه پریښودل؟
هغه ورته وویل:
ابقیت لهم الله و رسوله.
یعنې د هغو د پاره مې الله او د هغه رسول پریښودل.
بیا ما وویل:
لا اسبقه الی شئ ابداً
زه به بیا هیڅکله د هغه سره په یوه شي کښ مسابقه ونکړمه. (رواه الترمذي و ابو داؤد عن عمر رضی الله عنه – مشکوة المصابیح ۵۵۵-۵۵۶


همدغه د اسلام د مدرسې لومړني رښتیني مسلمانان دي چې هغو د الله تعالی او د هغه د رسول صل الله علیه وآله وسلم سره ډیره قوي دوستي لرله او د هغو دغه دوستي د خپلوانو پر دوستۍ زیاته او مقدمه وه او د ډیر اهمیت او اعتبار وړ وه.
هغو تل د الله تعالی او د هغه د رسول صل الله علیه وآله وسلم د خوښۍ او رضا او د حق د حاکمیت په منظور د خپلوۍ د نسبي سلسلې اعتبار او ارزښت تر پښو لاندې کول او مسلمان د کافر پلار، د کافر ورور،دکافرې زوې، د کافر ماما او د کافرو خپلوانو لحاظ ته نه کتل او د هغوۍ د خپلوۍ نسبي اړیکې د خپلو کافرو خپلوانو د وژلو مخه نه نیوله بلکې هغوی د پردي دښمن په نسبت لومړی د خپل نسبي کافر وژلو ته اقدام کاوه او د هغه د شر،فساد او ظلم موجودیت او ژوند ته ېې خاتمه ورکوله او دغه راز نژدې کافرو او ظالمو خپلوان وژل ېې د الله تعالې د رضا د حصول، دحقې کلمې د اعلاء، د اسلام د حق دین د نصرت او د قرآن او نبوي سنت د حاکمیت وسیله ګرځوله.
د دې واقعیت مثال چې د مخکینیو مسلمانانو ایماني او دیني علاقه پر نسبي علاقې قوي او غالبه وه د حق او باطل د عناصرو تر منځه د بدر لومړنۍ تاریخي غزا ده چې په دغه غزا کښ مسلمانانو د الله تعالی د رضا او ثواب د حصول او د اسلام د غلبې او حاکمیت په منظور د اسلام د دښمنانو له منځه وړلو او د هغوی د شر،فساد،ظلم او ناروا د محوه کولو په غرض مخلصانه قیام او اقدام کړی دی او هر مسلمان لومړی د خپلو نژدې کافرو خپلوانو چې د اسلام او مسلمانانو په مقابل کښ ېې د دښمنۍ دریځ غوره کړی وو د وژلو هڅه کړې ده .
یعنې مسلمان زوی خپل کافر پلار وژني:
د دې واقعیت مثال ابو عبیده عامر بن الجراح رضی الله عنه دی چې د بدر په غزا کښ ېې خپل کافر پلار وژلی دي(غزوة بدر الکبری-۱۷۵مخ)
د دې واقعیت بل مثال ابو حذیفه دی چې د بدر په غزا کښ ېې د خپل پلار (عتبه بن ربیعه) سره د مقابلې غوښتنه کړې ده،(غزوة بدر الکبری -۱۷۴-مخ)
د دې واقعیت بل مثال عبدالله دی چې کوم وخت الهي پیغمبر صل الله علیه وآله وسلم د هغه د منافق پلار (عبدالله بن ابی بن سلول) څخه ډیر په تنک شو نو دغه مسلمان غیرتي زوی له الهي پیغمبرصل الله علیه وآله وسلم څخه د خپل منافق پلار د وژلو غوښتنه کړې ده .او بل مسلمان ته د هغه په وژلو قایل شوی نه دی څو سبا ورځ د پیغور له مخې د کافر پلار په مقابل کښ مسلمان ونه وژل شي او د مسلمان يه وژلو سره د بد او تریخ عاقبت سره مخامخ نه شي.(صفوه التفاسیر ۳۸۷-مخ)
بل مسلمان خوریي خپل کافر ماما وژني:
د دې واقعیت مثال عمر بن الخطاب رضی الله تعالی عنه دی چې د بدر په غزا کښ ېې خپل کافر ماما (العاص بن هشام بن المغیره) وژلی دی.(غزوة بد الکبری۱۷۵مخ)
بل مسلمان ورور د خپل کافر ورور په باب د کلک نیولو دستور ورکړی دی.
د دې واقعیت مثال مصعب بن عمیر دی چې د بدر له بندیانو څخه د خپل کافر ورور (عزیز بن عمیر) په باب یو انصاري ته د کلک نیولو خبره کړې ده.(غزوة بدر الکبری۱۷۶مخ)
دغو مسلمانانو او داسې نورو د خپلو نژدیو کافرو خپلوانو په وژلو او سزا ورکولو سره د الله جل جلاله د رضا او ثواب او د اسلام د غلبې او حاکمیت غوښتنه کړې ده او پر نسبي اړیکو ېې د دین اړیکې غورې او غالبې ګرځولي دي او ورته ېې ترجیح او اعتبار ورکړی ده.


نور بيا