که زمونږه زړونه يې نه غواړي هم پښتانه او پښتنه خاوره په ښکاره دوه برخو کې ویشلی شوې ده.یوه برخه لر او بله برخه بر پښتانه دي.سوړ جنګ د پښتنو په بره برخه شوی وو.او د جنګ ښکاره یو فریق د لرو پښتنو سیمه او ځوانان ددې جنګ د پاره کارول،او د پښتنو دا د امن ډکه سیمه هم د بمونو بارودو او کلاشنکوفونو ډکه شوه،په هغه وخت کې د پښتنو د څه سیاسي ګوندونو پرته د هر پښتون دا رامان وو چې سرې لښکرې له وطنه وشړي.
ددې موخې د پاره په قامي او دیني جذبه پښتانه ځلمي د ګڼو تنظیمونو د سیوري لاندې د روسیانو سره وجنګیدل او روس ماتې وخوړه.دا خبره هم د هیرولو نه ده چې دا یواځې د دوه وطنونو ترمنځه شر نه وو بلکې د دوه نظامونو یانې سرمایه دارو او اشتراکیت جنګ وو.سرې لښکرې چې له کومې ورځې تللي د هغه ورځې نه زمونږ قامي فکري انتشار زمونږ پوهانو ته په نظر راغلی دی.خپل منځي جنګونه وشول او د یو بل په مرګونو کې جنتونه ولټولی شول.
د پښتون هغه ځانګړتیا چې د وطن او قام ساتنه په هرحال او د هرچا په ضد کولی شوه د قامي نه داسې مذهبي رنګ ته لاړه چې زمونږ د ننګ او ورورولئ ټول رسمونه يې مات کړل.او نن مونږ په قامي توګه د خانه جنګئ ښکار کیدونکي یو.بر پښتانه په شعوري فکري او عملي توګه داسې ویشلی شوي چې د هر دویم نفر سره د کفر ټاپه ورسره ده او اعتدال زمونږ د دغه ټولنې نه بیخي ورک شوی.او دغه اغیزې اوس په پښتونخوا کې هم په ډاګه کتلی شئ.دلته به قامپرست او مذهبي ګوندونه د ټولټاکنو په وخت کې په اولسي غونډو کې د یوه بل په ضد غږیدل دا خبره عادي وه خو د تیرو پنځه کلونو نه دلته هم د یو بل وژنه پیل شوه.د بیلګې په توګه د قامپالو ګوندونو د کارکونکو او مشرانو مرګونه لیدی شئ او د مذهبي مشرانو مرګونه هم له چا پټ نه دي.نو سړی ښه په اسانه اندازه لګولی شي چې په قامي توګه زمونږ راتلونکي وختونه څومره د خطرو نه ډک دي.او زمونږ قامي فکري انتشار او ګډوډي تردې بریده رارسیدلې چې که زمونږ د خاورې او قامه اوس بهرني لاسونه اوځي نو هم مونږ د یو قام په توګه یوځاي ژوند نه شو کولی.تاسو فکر وکړئ چې نن زمونږ پښتون طالب ورور او قامپال ورور د یوه بل مرګونو ته ناست نه دي؟او که زمونږ د برې سیمې نه د اغیارو مداخله ختمه هم شي نو مونږ به په یوه کلي او کوڅه کې ګډ ژوند وکړی شو؟او ددې اغیزې لاندې لر پښتانه د بیخي نوې خانه جنګئ په ډګر نه یو ولاړ؟که دروغ نه وایو نو مونږ میراثي پښتانه نه یو؟او زمونږ پښتو د ويئنا تربریده محدوده نه ده؟او ننني پښتون د لاسه زمونږ قامي وقر برباد نه شو؟زمونږ د ننګ شملې نړۍ والو ته سپکې نه شوې؟نن چې د پښتون نوم چرته واخستلی شي نو د ترهه ګر داغ ورسره نړلی نه وي؟دا ولې؟دا ځکه چې بیا خپله تکراروم /چې مونږ د ويئنا ترحده پښتانه پاتې یو.
زه خطا خو نه یم؟