کور / سياسي / په افغانستان کې سوله

په افغانستان کې سوله

دالمان له تدڅ ویبياڼه


لیکوال     : توماس روتیګ


ژباړن        : سراج الحق ببرک زی ځدراڼ 


 


طالبانو سره له چلونو او زور ازمیلو ډکه لوبه


قطر یا سعودي عربستان باید د اسلامي بڼسټپالو سره د خبرو اترو منځګړتوب وکړي ؟ د شخړو او زور ازمیلو تر شا د واک پر سر ستره پټه سیالي روانه  ده . موخه دا ده،چې څوک دافغانستان  راتلونکې برخلیک ټاکې .


 


پخوانې طالب  جنګیالې د پولیسو سره پخلاینه  کوي 
برلین  : له کلنه چې طالبانو د جنوري په  میاشت کې تایید کړه، چې دوی د قطر په هیوادکې یو دفتر پرانیزي .    د افغانستان ولسمشر  ذکامي غبرګونونه  ښیي . ورسته تر دې چې ولسمشر په دغه خبره تینګ ودریدلو، د وسله والو پاڅونکوونکو سره ټولي خبرې اترې او اړیکې چې موخه یې د سیاسي  کړکیچ سولیز حل وي، په هیواد کې د ده لخوا  او د ده په مشري  باید ترسره شي . متحده ایالاتو ده ته هم تل دا ډاډ ورکاوه چې همداسي به وشي او د سولې کړکیچني خبرې به ،،د افغان حکومت په سرمشري ،، تر سره کیږي .


د ولسمشر د انتظار خلاف ، دی یوار بیا د ورځپانې له لارې  خبر شو، ده په ډیر غوسه او تلوار سره خپل سفیر دخلیچ له اماراتو څخه کابل ته وروغوښت .


ولسمشر له بي بي سي سره په یوه مرکه کې وویل ، چې دی به ،،د یوي بلي لاري هڅه ،، وکړي ، تر څو دی په خپله د سعودي عربستان په مرسته  دطالبانو سره خبرو اترو ته کینې . دی وايي ،دا هڅې باید په څو اوونیو کې مخکې له دې چې د طالبانو له خوا په قطر کې دفتر پرانستل  شي،تر سره شي . په بله وینا دا بهیر به لږ څه وخت ونیسي .


تر اوسه نه د سعودي او نه د طالبانو له خوا په دې برخه کې څه ویل شوي دي .


ژباړڼ : (دهمدي  لیکنې د ژباړني په مهال اوس خبر خپرو شو، چې په سعودي کې دافغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې د طالبانو له خوا رد شوي دي او سعودي دافغانستان د سولې په احتمالي خبرو کې له احتیاطه کار اخلي ) .ولي دا به یو ستر زیري وي،چې طالبان د خپل پخواني سیاسي  دریځ  خلاف ،، کابل کې ګوډاګي رژیم سره  خبرو ته نه کیني ،، په شا شي .


کرزي هڅه کوي د سعودي  له لاري ،چې د غه هیواد له خپل کوشني ګاونډي هیواد قطر سره ترینګلي اړیکې لري ګټه پورته کړي . سعودي عربستان  د ۲۰۰۵ کال څخه له کلنه د ټولواک عبدالله د واک  تر ولکې لاندي راغلي، یو زوړ دود پال اود لودیدیځ  ضد سیاست پلي کوي . د سعودي په پرتله دقطر  هیواد بیا نسبتآ لبیراله او د لویدیځ ملګري هیواد په څیر را څرګندیږي . د بیلګې په ډول قطر د لیبیا هیواد په پوڅې عملیاتو کې برخه واخیستله . د متحده ایالاتو امریکایان  ویده نه دي .                                                                                                                                   د طالبانو یو پخواني وزیر نن د کرزی د سولې عالي شورا غړي  او د طالبانو یو ویاند تایید کړي ، چې د طالبانو یو مخکښ هیات قطر ته رسیدلي دی . په دغه استازي ډله کې د ملا محمد عمر د پخواني کابیني مشر سکرتر طیب اغا  ګدون لري . طیب ا غا د ۲۰۱۰ کال له پیل څخه د المان  ـ قطر لخوا په یوه پټه لیدنه او ناسته کې ګدون درلود. دغي ناستي دمتحده ایالاتو کانال  طالبانو ته پرانیستلو .


د بندیانو په اړه به څه ډول پریکړه کیږي  ؟


اوس مهال بیا نوي خبري د بندیانو د تبادلې په  اړه رواني دي . د پخوانيوطالبانو  له خولې ویل کیږي ، دغي خبرو اترو ډ یر پرمختګ هم کړي دی . طالبانود خپلو پنځو ملګرو چې  دوی اوس دګوانتانامو په زندان کې ناست دي د خلاصون غوښتنه کړي ده او امریکایان د طالبانو څخه د خپلو دریو وګړوخلاصون غوښتنه کړي ده . یو امریکايي سرتیري او دوه په پاکستان کې یرغمل نیول شوي امریکايي  ملکي مرستندویان دي . درې واړه امریکایان  په شمالي وزیرستان کې ساتل کیږي او دغه سیمه د حقاني د شبکې  له  خوا کنټرول کیږي . دغي شبکي تل د طالبان په منځ کې خپلواکه عمل کړي  دی . له همدي لاري  واشګنټن  غواړي وپوهیږي، چې ملا عمر خپله اغیزه په دغه ډله باندې غزولي شي کنه .


د طالب بندیانو په اړه ډول ډول فکرونه شته دي .ځیني وايې ، دغه پنځ طالب بندیان باید خوشي نشي، دوی باید په قطر کې نظربندوساتل شي . تر دې ستره پوښتنه دا ده ،چې په واشګنټن  کې د امریکا په مشرانوجرګه کې د جمهوري غوښتونکو د لوی اکثریت  له خوا به دغه پریکړه تصویب شي کنه .


مخکې له دې چې خوشبینه ووسو ، باید د قطر یانو ــ  افغان حکومت    ترینګلتیا او  د متحده ایالاتو ــــ پاکستان تر منځ د کړکیچ جړي ویستل شي . اسلام اباد څوموده مخکې د افغانستان او پاکستان لپاره  د متحده ایالاتو ځانګړي استازي مارک ګروسمن  ته د سفر اجازه ور نه کړه .


واشګنټن د طالبانو څخه رسمآ غواړي چې دالقاعدي څخه ځان  بیل کړي او رسمآ ومني په قطر کې د فتر د دوی دسفارت  په مانا نه دی ،دوی به دلته مالي مرستي نه راټولوي او د خپلو سیاسي ګټو لاسته راولړلو لپاره به د دفتر څخه ناوړه ګټه نه اخلي .


دا ورستي خبره بې مانا ده ،په  څرګنده توګه کله چې دطالبانو له خوا په قطر کې دفتر پرانیستل  شي ،دوی به  رسمآ دسیاسي کړکېچ یوه غاړه او یا د یو سیاسي ګوندپه څیر وپیژندل ښي . د همدي ،،ویبپانې تدڅ ،، د مالوماتو پر بنسټ طالبانو پر ګورسمن ومنل،چې د دوی د دفتر په دروازه به دافغانستان اسلامي امارت  لوحه ځوړنده  وي .
پای