کور / تازه خبرونه / هلمند: ١ وسله وال قوماندان نيول سوى

هلمند: ١ وسله وال قوماندان نيول سوى

د هلمند ولايت امنيتي چارواکي وايي چي په دې ولايت کي د يوشمېر چاڼيزو عملياتو په پايله کي د وسله والو طالبانو يو قوماندان نيول سوى او د هغه څلور وسله وال ملګري وژل سوي .
د دې ولايت د والي وياند داود احمدي رسنيو ته ويلي چي ياد عمليات ئې د شنبې په شپه کړي او په پايهل کي ئې د يادو وسله والو د نيولو او وژلو ترڅنګ د دوى ځواکونو ته وسلې او مهمات هم په لاس ورغلي.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه خپله وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.