کور / تازه خبرونه / د ولسي جرګې فضا د بې باورۍ ښکار شوې ده

د ولسي جرګې فضا د بې باورۍ ښکار شوې ده

محور نا دولتي ورځپاڼې د دویم مرستیال د ټاکلو لپاره د ولسي جرګې څو څو وارې پاتې راتلو ته په اشارې دا پوښتنه کړې، چې ایا وکیلان د نړۍ په کچه داسې یوه بیلګه ورکولی شي، چې د دویم مرستیال ټاکنه دې دومره لویه کشاله وي؟

ورځپاڼې وړاندې د دې جرګې د ځینو غړو په حواله لیکلي، چې د پردې تر شا قوي ایتلافونه او اختلافونه موجود دي، نو له همدې کبله دا ټاکنې بې پایلې پاتې کیږي.

ورځپاڼې د جرګې فضا د بې باورۍ ښکار بللی او لیکلي، چې دوی به څرنګه وزیران وټاکي، څرنګه به د حکومت بودیجه وپوښتي، څرنګه به هیواد له بحرانه وباسي او یا به د ملي ګټو له دریځه مقننه قوه وکاروي؟

سرنوشت نا دولتي ورځپاڼې بیا د ولسي جرګې دویمه مرستیالۍ د منډر شا واده بللې، چې کومې نتیجې ته نه رسیږي.

ورځپاڼې دا جرګه د خپل کار له پیله له ستونزو سره مخامخ بللې او لیکلي، چې دې جرګې د خپل مشر په ټاکلو کې هم یو عالم وخت تیر کړ او بلاخیره یی خپل مشر په دا ډول وټاکلو، چې نه یی په قانون کې وړاند وینه شوې او نه قانوني وو.

ورځپاڼې لیکلي، چې خلک هم د ولسي جرګې له دې حالته مایوسه شوي او لیکلي، چې دا جرګه، چې په څه کم دوو میاشتو کې خپل اداري پلاوې نشي ټاکلې، نو د څه تمه ترې کیدای شي؟

ورځپاڼې د جرګې د حالت په اړه د خپل تحلیل په پای کې بیا هم هڅه کړې، چې جرګې ته سپارښتنه وکړي، چې له خپل منځیو ستونزو راوځي او د خپلو ګټو پر ځای د ولس د ګټو په اړه فکر وکړي.

ملي باور نا دولتي ورځپاڼې بیا دا پوښتنه کړې، چې ایا په جرګه کې داسې څوک نشته، چې د یو کال لپاره د جرګې د اداري پلاوي دا پوسټ ډک کړي؟ او که وکیلان بې پیسو کسانو ته رای نه ورکوي؟

ورځپاڼې د ولسي جرګې غړي پدې تورن کړي، چې په دا ډول کارونو سره د ولس په وکالت ملنډي وهي، نه یی ملت ته کار کړې او نه یی ور په یاد دې.

دې ورځپاڼې هم د ولسي جرګې غړو ته سپارښتنه کړې، چې له خپل منځیو اختلافاتو تیر شي او د یو واحد افغانستان په اړه فکر وکړي.

ویسا خپلواکې ورځپاڼې لیکلي، وروسته له هغې، چې د ولسي جرګې د دویم مرستیال د ټاکلو لپاره د اتم ځل رای ورکونې کومه نتیجه ورنکړه، خلک پدې بهیر بې باوره شوي دي.

د ورځپاڼې په وینا خلک دا باور څرګندوي، چې د جرګې د دویم مرستیال د ټاکلو لپاره به راتلونکې هلې ځلې هم کومه نتیجه ورنکړي.