کور / سياسي / د تفاريفو له پاره ډېر دقت په كار دى!

د تفاريفو له پاره ډېر دقت په كار دى!

په افغانستان كې له بده مرغه د (بن) د كنفرانس د پرېكړو له امله، داسې يوه اداره جوړه شوه چې ډېر و مشرانو يې د هېواد د ادارې وس، واك، ځواك او اراده نه درلودل او د (چور) له لارې مناصبو ته ورسېدل.
دې مشرانو ډېرې داسې پرېكړې وكړى چې اوس يې ناوړه پايلې وينو، هېواد بيا هم د اور او وينو په بټيو كې وريت شو؛ خو يو څو ټېكه داران او سياسي سوداګر پكې ښه وپړسېدل او داسې اورېدل كيږي چې د هغه ښاغلو له مينځ څخه به ژر لومړنى افغان بليونر سر راپورته كړي، چې پرون يې زموږ خلك د هېواد، ناموس او د خداى (ج) د دين د ساتلو له پاره جهاد ته بلل؛ خو د دوى پزه او هم پكې وينې نه شوه او د سكګونو مليونو ډالرو خاوندان شول!
يو له دغه پيړنيو كارونو څخه د افغانستان، ايران او تاجكستان تر مينځ د يو ګډ تلويزيون جوړيدل و څو كاله مخكې ولسمشر حامد كرزى تهران يا دوشنبه ته په خپل يو سفر كې د ايران او تاجكستان له مشرانو سره داسې يو مصلحتى تړون لاسليك كړ چې درى واړه هېوادونه به د فارسي ژبو هېوادونو ګډ ټلويزيون جوړوي.
ټلويزيون د يوې برېښنايي رسنۍ په توګه د قدر وړ كارونه كولاى شي. ټلويزيون خلكو ته تر ټولو تازه انځوريز خبرونه، اطلاعات او معلومات رسوي او د اذهانو په روښانولو كې، په ځانګړى توګه په افغانستان غوندې هېوادونو كې چې ډېر خلك له بده مرغه پوره سواد نه لري، ستره ونډه اخستلاى شي.
په هغه وخت كې پرېكړه شوى وه چې د دې ګډ ټلويزيون ټول لګښتونه به د ايران اسلامي جمهوريت وركوي، زمكه او ودانۍ به تاجكستان برابروي او كه رښتيا ووايو د افغانستان ونډه ډېره روښانه نه وه؛ خو د دې پرېكړې په وخت كې دې مشرانو او په تېره بيا ښاغلى حامد كرزى ته پام نه و كړى چې دا هېوادونه څنګه تفريف كړى واى چې دا به ښه نه واى چې دا هېوادونه يې داسې تعريف كړى واى چې په يوه سيمه كې پراته دي، په تاريخ كې ځنى ګډ مثبت ټكي لري، خلك يې په لږ او ډېر توپير په يوه كلتورى ساحه كې ژوند كوي، يو ډين پالي، ځني خلك يې په يوه ژبه خبرې كوي، ګډ وياړونه لري، خلك يې له يو بل سره تګ را تګ كوي، سوداګري لري او داسې نور…. زه فكر كوم چې د داسې دريو هېوادونو له پاره چې خلك يې ډېرې اوږدې او سترې اړيكې لري، يوازې د (فارسى ژبو) هېوادونو خطاب ډېر مناسب نه ښكاري.
ښاغلي حامد كرزى په هغه وخت كې دا فكر نه و كړى چې د دې هېوادونو خلك د دريو بېلابېلو نظامونو په منګولو كې ښكېل دي. د تاجكستان مشر پخوانى كمونست امام على رحمن دى تاجكستان سكولر نظام لري او محبسونه يې د اسلامي ګوندونو په اعضاوو ډك دي.
په ايران كې بشپړ اسلامي نظام چليږي، اداره د ولايت فقيه په واك كې ده او تمه لري چې مهدي آخر الزمان به د بشريت د ژغورني له پاره راورسي او په افغانستان كې هم داسې يو نظام په واك كې دى چې ظاهراً ځان ته اسلامي وايي، د اسلام او جهاد يو څو ميلونر مدعيان په ګټو بوخت دي؛ خو ډېر اعمال د اسلام په ضد دى او جګړه ورځ په ورځ زور اخلي.
زه اوس نه پوهيږم چې د دې ګډ ټلويزيون تګلاره به څه وي او د كومو له پاره به كار كوي؟ د تاجكستان او افغانستان ټلويزيونونه د ډېرو نڅاوو او سندرو په خپرولو ستړى شول، په داسې حال كې چې د ايران په ټلويزيونونو كې د ښځو يو ويښته هم نه شي ښكاريدى.
ايران داسې يو نظام لري چې د اسلامي انقلاب د پټ صدور له پاره كار كوي او په بشپړه توګه يو ايديولوژيك دولت دى. هغه به غواړي چې له دې رسنۍ له لارې خپلې سياسي، پوځي، فرهنګى او مذهبي موخې په مخ ويسې او د خپل فرهنګي يرغل له پاره يې وكاروي، په افغانستان كې امريكايان پراته دي چې له ايران سره ستره او ژوره دښمنى لري او په دې وختونو كې يې اړيكې هم ډېر بې خونده دي او د يوې احتمالي جګړې زمزمې هم اورېدل كيږي.
دا به ډېره په زړه پورې وي چې د ټلويزيون افغاني خوا به امريكايانو ستايي خو ايران خوا به د نړيوالو اسكتبار د مشر په توګه رټي؛ ځكه ايران ته د امريكايانو منګلولې په وينو سرې ښكاري او تاجكستان به هره ګړۍ، ماسكو پوښتي چې دريځ يې څه دى؟
بله ستونزه دا ده چې د تاجكستان خط روسي يا سريليك دى؛ خو ايران او افغانستان عربي توري كاروي. په تاجكستان كې ازبك او روسان اوسي، ايران لر، كرد، عرب، آدزى او بلوڅ لري او په افغانستان كې تر پنځلسو ډېر نور قومونه اوسې؛ ځكه بايد د تعريفاتو په برخه كې له احتياط او معقوليت څخه كار واخستل شي او د هر كار پيل يا د تړون د لاسليك په وخت كې د (جوش) په ځاى (هوش) ته مراجعه وشي. هسي نه لكه د فارسي ژبو هېوادونو د ټلويزيون د جوړولو تړون چې اوس عملاً له غټو ستونزو سره مخامخ دى او كېداى شي چې هيڅ فعال نه شي؛ ځكه هغه ارځښتونه چې دغه درى واړه هېوادونه يې لري، يو له بل څخه بيل او په ځينو وختونو كې متضاد دي. د دې دريو هېوادونو د سياسي نظامونو په جوړښتونو، تګلارو، موخو او غوښتنو كې داسې ستر توپيرونه شته چې كېداى شي ګډه رسنۍ يې بريالى نه شي.
په پاى كې د دې خبرې يادول اړين ښكاري چې زموږ مصلحت پاله مشران دې، اوبو ته ګورى او بيا دې ګاولې باسي؛ ځكه چې د داسې تړونونونو پايلې زموږ ستونزې نورې هم زياتوي او په خلك كې درزونه راولي چې دا د افغانستان په ګټه نه دي.