کور / سياسي / د امریکا ، افغانستان او پاکستان په مثلث کې د هند ونډه

د امریکا ، افغانستان او پاکستان په مثلث کې د هند ونډه

په سیمه کې د تروریزم پرخلاف د جګړې په پیل کې امریکا غوښتل ترڅو هندوستان چې د سیمي یو پیاوړی هیواد دی په دغه جګړه کې له ځان سره ملګری کړی ، هند هم ددې لیوال و چې په دغه جګړه کې د خپلو ګټو په خاطر د امریکا سره ملګرتیا وکړي او د امریکا ، افغانستان او پاکستان په مثلث کې ځان ته د پاملرني وړ ځای ومومي خو په دغه مثلث کې د پاکستان شتون هندوستان دې ته اړ کړی و چې په فعاله توګه دغي لوبي ته ورګډ نشي ، که څه هم چې هندوستان په سیمه او نړۍ کې د ترهګرۍ پرخلاف جګړه کې اغیزمن رول لوبولی او پخپله هم د ترهګریزو بریدونو تر ګوزارونو لاندي راغلی او د لسو کالو په بهیر کې یې د افغانستان سره په بیلابیلو برخو کې د پاملرني وړ مرستي کړي خو دومره د اغیز وړ رول یې نه درلود لکه څنګه یې چې اوس لري.
د ترهګرۍ پرخلاف د لس کلني جګړې نه وروسته په سیمه کې دنویو ایتلافونو په جوړیدو ، د سیاسي معادلو په بدلون او د امریکا او پاکستان د اړیکو په خرابیدو هندوستان دې ته سخت لیوال دی ترڅو په دغه جګړه کې د امریکا ترڅنګ اغیزمن رول ولوبوي.
اوس داسي هڅي رواني دي ترڅو په سیمه کې هندوستان د امریکا او افغانستان د ایتلاف غړی شي او د پاکستان پر ځای د مخکني مثلث د یوې څنډي ځای ونیسي ترڅو د امریکا ، افغانستان او هندوستان نوی مثلث رامنځته شي ، هندوستان په اوسني وخت کې د ځان لپاره داموقیعت ډیر په ځای ګڼي ترڅو په دې توګه په خپل حریف پاکستان باندي فشار راوړي او د سیمه ییز ایتلاف له معادلې نه پاکستان حذف کړي ، امریکا هم په دغه معادله کې د هندوستان له شتون سره زیاته دلچسپي لري ترڅو له دې لاري د هندوستان په ملګرتیا په پاکستان لازم فشارونه راوړي او د هغو فشارونو وزن راکم کړي چې مخکي امریکا په پاکستان راوړل ، اوس مهال پاکستان هم د لسو کالو وړاندي موقیعت کې نه دی د لسو کالو په تیریدو سره د ترهګرۍ پرخلاف جګړه کې پاکستان د نړیوالو له لوري په دوه مخي تورن شوی او د خپلو کړونو له امله په سیمه او نړیواله کچه له کاملي انزوا سره مخ شوی ، دغه ټول هغه لاملونه دي چې دامهال یې هندوستان په داسي موقف کې راوستی ترڅو نړیوال او په ځانګړې توګه امریکا ورباندي حساب وکړي او د ترهګرۍ پرخلاف د امریکا او افغانستان د انډیوالۍ د مثلث اغیزمن غړی شي.
ډیری شنوونکي په دې باور دي چې اوس مهال امریکا غواړي ترڅو د افغانستان په کشاله کې د هندوستان رول زیات کړي او د هند او پاکستان له رقابت نه داسي ګټه پورته کړي ترڅو هغه کړکیچ راکم کړي چې له پاکستان سره یې په اړیکو کې رامنځته شوی دی او پاکستان دې ته اړ کړي چې د ناټو د اکمالاتو لاره بیرته خلاصه کړي.
ګلوبل ریسرچ پخپل یوه راپور کې ویلي که څه هم د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن هڅي کوي ترڅو د امریکا او پاکستان اړیکي چې د پاکستان پرقبایلي سیمو د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو له امله خراب شوي بیرته عادي حالت ته راوګرځوي خو اوس پوښتنه داده چې آیا هند د افغانستان د وضعیت په اړه په یوه اصلي لوبغاړي بدلیدلی شي او که نه ؟
پاکستان له امریکا سره د راپیداشوي کړکیچ له امله څو میاشتي کیږي د ناټو د اکمالاتو لاره بنده کړیده چې دې کار امریکا او ناټو ته ډیر زیان رسولی اوس امریکا غواړي دغه اکمالات د روسیې له لاري ترسره کړي خو دا په هغه صورت کې ممکنه ده ترڅو روسیه له دې کار سره موافقه وکړي خو له دغي لاري د ناټو پوځیانو ته د تیلو رسول ډیرګران تمامیږي او په سلو کې ۵۱۲ یې لګښت زیاتیږي.
بله خوا ویل کیږي چې داکار د هند له لاري هم کیدی شي چې امریکا هم ورسره دلچسپي لري ، د یادولو وړده چې هند په ۲۰۰۱ کال کې امریکا ته د ملګرتیا وړاندیز وکړ خو د هند او پاکستان ترمنځ د اختلاف او امریکا ته د پاکستان د اهمیت له امله هغه مهال امریکا د هند دغه وړاندیز ونه مانه ، اوس مهال امریکا اړتیا لري او واشنګټن غواړي چې هندوستان د افغانستان لوبي ته داخل کړي چې هند هم دغه وړاندیز منلی دی.
داسي ښکاري چې هند لیواله دی ترڅو د امریکا او پاکستان ترمنځ د اړیکو د خرابوالي نه ګټه پورته کړي او ددې وړاندوینه کیږي چې د امریکا ، پاکستان او هند د مثلث ترمنځ تقابل او دښمني به د افغانستان د جګړې لګښټونه نور هم زیات کړي.
په دې اړه څو خبري د پاملرني وړ دي لومړی داچې د هند او امریکا د اړیکو په پایله کې د پاکستان صدراعظم چې په داخل کې هم له ستونزو سره مخ دی دې ته اړکیږي ترڅو امریکا ته د امتیازاتو په خاطر د ناټو داکمالاتو لاره بیرته خلاصه کړي ، دغه راز د پاکستان پوځ چې په افغانستان کې د هند د نظامي شتون سره سخت مخالفت لري د اکمالاتي لاري د خلاصولو سره موافق دی.
یو بل امکان چې احتمال یې ډیر کم لیدل کیږي دادی چې شاید د هند او پاکستان په اړیکو کې څه ناڅه تودوالی رامنځته شی خو دا هغه وخت شونې ده چې امریکا د دوی په اړیکو کې مداخله ونه کړي چې دا امکان ډیر کم ښکاري ځکه واشنګټن غواړي د هند او پاکستان له اختلافاتو نه د خپلو ستونزو د راکمولو په خاطر ګټه واخلي چې د هند او پاکستان په نزدې کیدو سره امریکا دافرصت له لاسه ورکوي.
شنوونکي په دې اند دي چې واشنګټن دامهال په سیمه کې د خپل رول د زیاتولو په فکر کې دی او هڅه کوي ترڅو په افغانستان کې د هند د رول په زیاتیدو سره چې پاکستان ورسره زیات حساسیت لري خپل اړیکي له پاکستان سره عادي حالت ته راوګرځوي.